نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
له تیر ماښام راهیسې د هیواد دوه مهم ولایتونه بدخشان او بغلان په ټولیزه توګه فتحه شول. د مجاهدینو لخوا د پریکنده او منظمو عملیاتو په ترڅ کې تیره شپه د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد له ټولو ملحقاتو( د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو ریاست او هلته ټولو حکومتي تأسیساتو) سره د اسلامي […]
له تیر ماښام راهیسې د هیواد دوه مهم ولایتونه بدخشان او بغلان په ټولیزه توګه فتحه شول. د مجاهدینو لخوا د پریکنده او منظمو عملیاتو په ترڅ کې تیره شپه د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد له ټولو ملحقاتو( د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو ریاست او هلته ټولو حکومتي تأسیساتو) سره د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا فتحه او تر کنترول لاندې شول. په دغه عملیاتو کې هيچاته د سر اومال زیان ندی رسیدلی، دښمن تښتیدلی چې تعقیبي علمیات پسې روان دي. دا په داسې حال کې ده چې تیر ماښام د بغلان ولایت مرکز د پلخمري ښار هم سره له ټولو دولتي ودانیو، ولایت امنیه قومندانۍ او مهمو نظامي او ملکي ادارو فتحه شوی و. دا په تیرو دریو ورځو کې نهم ولایت دی چې د مزدور دښمن له کرغیړن وجود څخه پاکیږي او خلک يې د آرام او امن سا اخلي. په دې سره د (نیمروز، جوزجان، سرپل، کندز، تخار، سمنګان، فراه، بغلان او بدخشان ) ولایتونه د اسلامي امارت د مجاهدینو تر کتنرول لاندې شول. په یادو ولایتونو کې له دښمن څخه خورا ډيره سپکه او درنه وسله او مهمات هم تر لاسه شوي دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۲/۱/۱۴۴۳هـ ق ۲/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/8/11م
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.