د اطلاعات او فرهنګ وزير کندهار ته په خپل سفر کي د اطلاعات او فرهنګ له رياست څخه هم ليدنه وکړه.

  د اطلاعات او فرهنګ وزير ملا خير الله خير خواه کندهار ته په سفر باندي د يک شنبې په ورځ د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه ليدنه وکړه او هم ئې د مسئولينو سره پر بېلا بېلو موضوعاتو باندي بحث وکړ. د اطلاعات او فرهنګ وزير ملا خير الله خير خواه لومړی […]

 

د اطلاعات او فرهنګ وزير ملا خير الله خير خواه کندهار ته په سفر باندي د يک شنبې په ورځ د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه ليدنه وکړه او هم ئې د مسئولينو سره پر بېلا بېلو موضوعاتو باندي بحث وکړ.
د اطلاعات او فرهنګ وزير ملا خير الله خير خواه لومړی د کندهار د اطلاعات او فرهنګ له رئيس مولوي نور احمد سعيد سره ليدنه ترسره کړه، په ياده ليدنه کي د اطلاعات او فرهنګ رياست اړوند پر مهمو موضوعاتو باندي بحث ترسره سو.
ښاغلي سعيد د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست د روانو فرهنګي فعاليتونو په اړه د اطلاعات او فرهنګ له وزير سره هر اړخيز معلومات شريک کړل، هغه لاسته راوړني، فعاليتونه او پرمختګونه ئې هم بيان کړل، چي په تېرو څو مياشتو کي اطلاعات او فرهنګ رياست ترسره کړي دي.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس يو شمېر ستونزي، پيشنهادونه، وړانديزونه او غوښتني هم د اطلاعات او فرهنګ له وزير سره شريکي کړې او په دې برخه کي ئې د ډېري همکاري غوښتنه وکړه، تر څو په راتلوونکي کي چاري نوري هم په منظم او ښه شکل ترسره سي.
د اطلاعات او فرهنګ وزير ملا خير الله خير خوا د کندهار د اطلاعات او فرهنګ د رئيس تر خبرو اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چي په ډېر منظم ډول او تدريجي شکل به د اطلاعات او فرهنګ رياستونو ټولو اړتياوو او د ستونزو حل ته پاملرنه کيږي، چي په دې برخه کي د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست په لومړي قدم کي دئ.
ښاغلي خير خواه د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست روان فرهنګي او کلتوري فعاليتونه ډېر ګټور او مهم وبلل، د کندهار له مسئولينو ئې مننه وکړه، چي په لږ موده او کمو امکاناتو ئې ډېر کار ترسره کړی دئ.
نوموړي ډاډ وړاندي کړ، چي وزارت به د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست ټولي غوښتني، اړتياوي او ستونزي ډېري جدي ونيسي او د حل له پاره به ئې اقدام ترسره کړي.
وروسته د اطلاعات او فرهنګ وزير ښاغلی ملا خير الله خير خواه د رياست يو شمېر برخو ته ورغلی، د نورو برخو تر څنګ ئې د کتابتون څخه هم ليدنه وکړه او په کندهار کي د دا ډول غني کتابتون موجوديت ئې خورا مهم او اړين ياد کړ.
د يادولو ده، چي په دې وروستيو کي د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست په ډېرو کمو امکاناتو د فرهنګي، علمي، ټولنيزو او کلتوري چارو ترسره کولو له پاره ډېري هڅي شروع کړي، تر څو چاري په ډېر ښه شکل مخته ولاړي سي.