د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس د لغمان ژورناليستانو او درسنيو له استازو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په دې ولايت کې د رسينو له مسؤلينو او ژورناليستانو سره ناسته وکړه د هغوی ستونزې يې د حل په موخه واورېدې. لغمان کې د رسنيو ټولو مسؤلينو او ژورناليستانو خپلې ستونزې له رئیس سره شريکې کړې هغوی وویل چې اطلاعاتو ته لاس رسی، له پېښو پر […]

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په دې ولايت کې د رسينو له مسؤلينو او ژورناليستانو سره ناسته وکړه د هغوی ستونزې يې د حل په موخه واورېدې.

لغمان کې د رسنيو ټولو مسؤلينو او ژورناليستانو خپلې ستونزې له رئیس سره شريکې کړې هغوی وویل چې اطلاعاتو ته لاس رسی، له پېښو پر وخت نه خبريدل، د ځينو خبريالانو هغه ستونزې وي چې دوی ورسره د امارت اسلامی نه مخکی لاس او ګريوان وو، چې اطلاعاتو او فرهنګ رياست يې د حل لار یی ولټول

رئیس ښاغلي م عبدالنور رسولي هغوی ته ډاډ ورکړ چې په لغمان کې به د رسنيو د ټولو مسؤلينو او خبريالانو ستونزو ته رسيده ګي کيږي او هر ډول مشکلات به يې حل کړي.

نوموړي زياته کړه چې رسني بايد په خپل نشراتي جدول کې اسلامي خپرونې زياتې کړي، د امارت تر پاليسۍ لاندې بايد خپل نشرات وکړي،  له هغو شيانو له نشرولو ډډه وکړي چې ټولنې او خلکو ته زیان رسوي.

‏2021‏/11‏/8