د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له یو شمېر اهل تشیع علماوو او مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه د ډاکټر جعفر مهدوي په مشرۍ له یو شمېر اهل تشیع علماو او مشرانو سره کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. په دغه کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې ډاکټر جعفر […]

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه د ډاکټر جعفر مهدوي په مشرۍ له یو شمېر اهل تشیع علماو او مشرانو سره کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
په دغه کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې ډاکټر جعفر مهدوي د نورو په استازولۍ د اسلامي امارت او اهل تشیع ترمنځ د مناسباتو د پیاوړتیا په برخه کې د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال هڅې وستایلې وې ویل، د افغانستان ستونزې مشترکې دي او په اتحاد سره کولی شو دا ستونزې په ښه ډول حل کړو.
نوموړي د اسلامي امارت له لورې پر تاریخي عمومي عفوې خوښي څرګنده کړه وې ویل، اهل تشیع او په ځانګړي ډول هزاره وګړي د اسلامي امارت حاکمیت سره همسو او همغږي دي.
ډاکټر جعفر مهدوي زیاته کړه، په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې نه یواځې نظام، بلکې فرهنګ هم اشغال شوی چې اهل شیع علماو د اهل تسنن علماو سره په ګډه د دغه اشغال پر ضد علني اعتراض وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دوی ته د ښه راغلاست پرمهال له اسلامي امارت څخه د اهل تشیع د ملاتړ مننه وکړه او ډاکټر جعفر مهدوي ته یې په خطاب کې وویل، تاسې د اسلامي امارت او اهل تشیع ټولنې ترمنځ د رابط په توګه د متقابل اعتماد جلبولو لپاره زیاتې هڅې وکړې.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړه، افغانستان زموږ د ټولو ګډ کور او تاسې کولی شئ هر وخت او په هره برخه په جرأت سره خپلې غوښتنې او ستونزې له اسلامي امارت سره شریکې کړئ.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت له ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو په ځانګړي ډول د امریکا متحد و ایالتونو سره د متقابل درناوي په فضا کې ښې اړیکې غواړي.
د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان د وروڼو قومونو پر لا یووالي د ټینګار ترڅنګ د اهل تشیع مشرانو ته د بشپړ درناوي ډاډ ورکړ. #