نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله وحده، والصلاة و السلام علی من لا نبی بعده، و علی آله الاطهار و اصحابه الاخیار ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین. اما بعد: قال الله تعالی: ( وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ ) سورة البقرة.154. زه او د افغانستان د اسلامي امارت د […]
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله وحده، والصلاة و السلام علی من لا نبی بعده، و علی آله الاطهار و اصحابه الاخیار ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین.
اما بعد: قال الله تعالی: ( وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ ) سورة البقرة.154.
زه او د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ټول ملګري د عالیقدر امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب د ویاړلي شهادت له امله د نوموړي مجاهدې کورنۍ، د اسلامي امارت مشرتابه، ټولو مشرانو، مجاهدینو، افغان مجاهد ولس او اسلامي امت ته د زړه له کومي تسلیت وایو. الله تعالی دې د هغوی درجات لوړ او جنت الفردوس ورته نصیب کړي.
د عالیقدر امیر المؤمنین رحمه الله شهادت که یوې خوا د اسلامي امارت، افغان مجاهد ولس او اسلامي امت لپاره یوه ستره او نه جبیره کېدونکې ضایعه بولو، له بلې خوا مو په دې ټینګ باور دی چې د الله جل جلاله په لاره کې شهادتونه خپل هدف ته د رسېدو په لاره کې زمونږ عزم او اراده نوره هم پیاوړې کوي، الله تعالی دې ددې سترې غمیزې د زغملو لپاره مونږ ټولو ته په تېره بیا د نوموړي کورنۍ ته صبر جمیل را په برخه کړي.
یقینا چې د اسلام او ولس د خدمت په لاره کې د نوموړي ژوند او هلې ځلې د اسلام او افغانستان په تاریخ کې ویاړمن او زرین باب دی.
الله تبارک وتعالی ته لاس په دعا یو چې د شهیدانو د قربانیو او د مجاهدینو د ستړیاوو د ثمراتو د ترلاسه کولو په لاره کې مو توفیق نصیب کړي.
مونږ به ان شاء الله د پخوا په شان د خپلو اسلامي ارزښتونو او ملي مصالحو په پام کې نیولو سره خپلو هلو ځلو ته دوام ور کوو.
شیر محمد عباس ستانکزی
د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسؤول
۲۰۱۶ / ۵ / ۲۵
_______________
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم و علی آله و اصحابه اجمعین.
اما بعد: قال الله تعالی : ( وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ… ) سورة آل عمران. ۱۰۳.
د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام ته!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
زه او د سیاسي دفتر ملګري د اسلامي امارت د نوي امیر شیخ هبة الله آخندزاده صاحب سره بیعت کوو، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې په ټولو امورو کې تر خپله وسه اطاعت کوو، او د حق پالنې په لاره کې له خپله طرفه ډاډ ور کوو.
له الله جل جلاله څخه غواړو چې د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او ساتلو، او د اسلامي نظام د قیام د لوړ هدف لپاره له مونږ ټولو سره نصرت او مرسته وکړي. آمین.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.