دهلمند استېناف څارنوالۍ کې د همږغۍ غونډه جوړه سوه :

  نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د استېناف څارنوالۍ کې دیادي څارنوالۍ او د محاکمو د قاضي صاحبانو او د لښکرګاه ښار د قوماندانۍ او جنایي حوزو د مسئولینو او همدارنګه د اطلاعاتو فرهنګ ریاست ترمنځ د همږغۍ غونډه جوړه سوه. غونډه د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو […]

 

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د استېناف څارنوالۍ کې دیادي څارنوالۍ او د محاکمو د قاضي صاحبانو او د لښکرګاه ښار د قوماندانۍ او جنایي حوزو د مسئولینو او همدارنګه د اطلاعاتو فرهنګ ریاست ترمنځ د همږغۍ غونډه جوړه سوه.

غونډه د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.
وروسته د هلمند د استېناف څارنوالۍ رئیس محترم مولوي عبدالجبار هجرت صاحب د غونډي د محتوی په اړه مقدماتي خبري وکړې.نوموړي په نظام کې د څارنوالۍ د اهمیت او طرزالعمل په اړه وضاحت ورکړ.او زیاته یې کړه چې څارنوالي د اسان چاري او د نظام د وکیل حیثیت لري.جنایي موضوعات د خپل مراحلو تر طی کولو وروسته څارنوالۍ ته راځي او بیا هلته تر اصولي مراحلو تېرېږي.اتهامنانه او صورت دعوه یې جوړېږي چې بیا وروسته محکمې ته وړاندي کېږي او بیا د موضوع تر نهایي کولو پوري دهمدې څارنوالۍ د تعقیبي ادارې له خوا تعقیبېږي.تر څو د شرعي اصولو موافق موضوع خلاصه او نهایي وګرزي.

وروسته د استېناف څارنوالۍ مرستیال محترم پوهنیار مولوي صاحب د څارنوالۍ دمعنا او مفهوم او همدارنګه دڅارنوالۍ د تاریخي او شرعي حیثیت په اړه هراړخیز او مفصل بیان وکړ.
نوموړي دڅارنوالۍ اصل د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت ددور محصول یاد کړ.او د هغه راوروسته یې دامام ابوحنیفه رحمه الله د مذهب د اصولو موافق د څارنوالۍ حیثیت تشریح او په دې اړه یې په افغانستان کې د څارنوالۍ دسل کلن تاریخ په اړه توضیحات ورکړه.
هغه وویل چې څارنوال د یو نظام د مدعي العموم په حیث هغه اجرائات سرته رسوي چې د ټولني د اصلاح اساسي لامل کېږي.
د موضوع تحقیق او څېړنه د څارنوالۍ دنده ده.ترڅو موضوع په ښه ډول وڅېړل سي او په جنایي موضوعاتو کې د اشتباه مخه ونیول سي.ځکه که خدای مکړه په جنایي او جزایي موضوع کې اشتباه رامنځ ته سي نو جبران یې بیا هیڅ امکان نلري.هغه په دې اړه مفصلي خبري وکړې.
وروسته د هلمند د مرافعه محکمې مفتي محترم الغازي مولوي صاحب د مرافعه محکمې په نمایندګۍ د غونډي برخوالو ته په خطاب کې وویل چې دا دلوی خدای جل جلاله عظیم احسان دی چې نن دلته د امن په فضاء او د اسلامي نظام ترچتر لاندي راټول یو او د یو بل سره د اسلامي اصولو او همږغۍ په اړه خبري کوو.نوموړي د شکر او حمدویلو ترڅنګ مسئولین و خپل مسئولیت اداکولو ته را وبلل او مسئولیتونه یې ستر امانت وګڼل. ښاغلي مفتي الغازي مولوي صاحب د څارنوالۍ رول مهم یاد کړ.او دغه اورګان یې د نظام دپاره یو ضروري بنسټ وګڼی.هغه زیاته کړه چې څنګه د اسلامي امارت اصول او مقررات وي نو دوی به د هغه اصولو موافق له یاد اورګان سره خپل هیڅ راز همږغي او همکاري ونه درېغوي.

له هغه نه بعد د لښکرګاه د ښاري محکمې رئیس محترم مولوي جلیل احمد هلال صاحب وویل چې الحمدلله زموږ نظام اسلامي دی او د همدې سپېڅلي نظام دپاره مو لسیزي کېږي قربانۍ ورکړي دي.د همدې نظام دپاره مو هرڅه تکالیف زغملي دي خو ددې نظام په خلاف یوه خبره مو هم ونه زغمل.نوموړي وویل چې اسلامي امارت په خپل ټول ۲۷ کلن تاریخ کې داسي داغ نه دی پیداکړی چې یوڅوک ورباندي د شریعت د نظره انتقاد وکړي.هرڅه یې د اسلامي اصولو موافق روان وه او هم به روان وي.هغه زیاته کړه چې د امارت ټولي ادارې د نظام د لاښه استحکام په هدف جوړي سوي دي ترڅو ښه او پر وخت خدمات ترسره سي.هغه په ځانګړي ډول د څارنوالۍ اهمیت ته اشاره وکړه او د یاد اورګان هڅي او خدمات یې وستایل او د خپل لوري یې د هرډول شرعي او اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ.له هغه نه وروسته د هلمند جنایي امیر محترم حاجي روحاني مولوي صاحب د خپل ادارې اړوند حوزو مسئولینو ته په خطاب کې د خلګو سره د ښه چلند توصیه وکړه.نوموړي وویل چې د ظالم مخنیوی او د مظلوم دفاع زموږ دنده او مسئولیت دی.خو خپل دغه مسئولیت باید د شرعي اصولو سره سم تر سره او د افراط او تفریط څخه ځان وساتو.هغه د مسلکي زده کړو پر کولو ټینګار وکړ او مسئولین یې ولا مسلکیتوب او عدالت ته راوبلل.
هغه مسئولینو ته د اخلاص،تقوا،دیانت او پوره صداقت په اړه لازمي سپارښتني او لارښووني وکړې.
غونډه د اختتامیه دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

نېټه:/۱۴۴۳/۶/۲۰ هــ ق