دغزني والي،  امارت داتحاد، ورورولۍ او برابرۍ ښه بېلګه ده، 

    نن ورځ له غرمي مخکې چې د /۱۴۴۳/۷/۲۵/  هــ ق نیټې سره برابر ده  د غزني ولایت دغونډو په تالار کې  د غزني والي مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) . په مشرۍ  غونډه ترسره شوه   چې په کې د غزني  مرستيال والي مولوي سیدمحمد حنیف (عباده) د۲۰۳ منصوري قول اردو ددرېیمې محمدي […]

 

 

نن ورځ له غرمي مخکې چې د /۱۴۴۳/۷/۲۵/  هــ ق نیټې سره برابر ده  د غزني ولایت دغونډو په تالار کې  د غزني والي مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) . په مشرۍ  غونډه ترسره شوه

 

چې په کې د غزني  مرستيال والي مولوي سیدمحمد حنیف (عباده) د۲۰۳ منصوري قول اردو ددرېیمې محمدي لواء رئیس ارکان قاري خالد معنم صاحب  د یادې لواء دګارنېزون قوماندان مولوي صاحب ثابت،  دکنډکو مسولینو او دیادولایت ډلګۍ  مشرانو او قوماندانانو هم ګډون درلود.

 

غونډه  د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه،

 

ورپسي دغزني ولایت والي ښاغلي اخندزاده صاحب  وویل، چې د خلکو د امنیت تامین زمونږ د ټولو مسٶلیت دی او موږ دې مسٶلیت ته ژمن یو.

 

د غزني والي  زياته کړه چې په پرمختللو او زبرځواک هېوادونو کې هم ځينې امنيتي ستونزې رامنځته کېږي او زياته يې کړه چې مونږ هڅه کوو چې خلکو ته ښه امنيت او ښه خدمات وړاندې کړو.

 

دښاغلي اخندزاده صاحب  په وینا، د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونه د دین او وطن ساتونکي دي.

 

په ورته مهال د درېیمي محمدي لواء رئیس ارکان قاري صاحب خالد منعم خبرې وکړې او ويې ويل: “زموږ دين، وطن او نظام مشترک دی، دا زموږ دنده ده چې په ګډه د دې ټولو مشترکاتو ساتنه او دفاع وکړو.” او دلواء په اړه یې هراړخیزي خبري له ګډونوالو سره شریک کړل او دحل په موخه یې لازم تصامیم ونېول شول