دشهید شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم خالد ژوند ته کتنه

د امریکا په خلاف د افغان اولس جهاد کومه معمولي یا عادي پیښه نه ده، بلکې دا دحق او باطل یوه مثالي ، ستره او تاریخي معرکه ده، چې د اسلام اومسلمانانو په تاریخ کې به ځانګړی ځای ولري، ددې معرکې د بریا یو علت دادی چې رهبري یي د ټولنې د زبده ، مخلصو […]

د امریکا په خلاف د افغان اولس جهاد کومه معمولي یا عادي پیښه نه ده، بلکې دا دحق او باطل یوه مثالي ، ستره او تاریخي معرکه ده، چې د اسلام اومسلمانانو په تاریخ کې به ځانګړی ځای ولري، ددې معرکې د بریا یو علت دادی چې رهبري یي د ټولنې د زبده ، مخلصو او روښانه اشخاصو په لاس کې ده، د جهاد قائدین او مشران زیاتره علماء کرام، ددیني علومو طالبان ، د قرآن حافظان یا د ټولنې نور متدین اشخاص دي، په دې لړ کې یو زیات شمیر هغه دعلم او کمال څښتنان چې باید ټولنې ته یي علمي او قلمي خدمت کړی وای هم د جهادي ضرورت له امله مجبور شوي چې قلم او کتاب کیږدي او د باطل په وړاندې مسلحې مبارزې ته وروړاندې شي.

شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم خالد چې په علمي حلقو کې یي په مولوي عبدالحکیم شاولیکوټي سره شهرت درلود هم همداسې یوڅوک و، نوموړي ته الله تعالی ستر علمي استعداد ورکړی و، د تصنیف او لیکوالۍ کمال یي هم درلود، خو امریکایي یرغل باعث شو چې نوموړی خپل علمي خدمت او تدریس پریږدي او دکفر په خلاف وسله واخلي، نوموړي تر هغه مهاله دغه مبارزه جاري وساتله ترڅو په همدې لاره کې یي د شهادت جام وڅښه . راځئ یو شیبه ددې مبارز او مجاهد عالم په ژوند او کارنامو وغږیږوترڅو مو په ورځني ژوند کې د تنویر او رهنمایي باعث شي.

مولوي عبدالحکیم

مولوي عبدالحکیم خالد دمحمد رحیم زوی د جلال الدین لمسی چې د پښتون قوم له الکوزي قبیلې څخه و په ۱۳۸۱ هـ ق کال کې د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په شالیزاري کلي کې دنیا ته سترګې وغړولې.

عبدالحکیم خالد په یوه دین دوسته خاندان کې زیږیدلی و،نوځکه د کورنۍ د غړو لخوا په کوچنیوالي دیني زده کړو ته سوق شو، لومړنۍ الفباء او ابتدایي زده کړې یې د خپل کلي په مسجد او نږدې سیمو کې ترسره کړې،نوموړی لا بیخي کشر و چې شوروي یرغلګرو دافغانستان په پاکه خاوره تیری وکړ او په مقابل کې یي مسلح جهاد زور واخیست، دغه مهال له کم عمره عبدالحکیم څخه هم د ژوند نورې بوختیاوې پاته شوې او د جهادي فریضې داداء کولو لپاره یي ټوپک اوږې ته کړ.

په جهاد کې له شمولیته بیاترمشرتوبه

ملا عبدالوهاب چې د کندهار د مرکز اوسیدونکی دی او د شهید مولوي عبدالحکیم صاحب د پخواني جهاد دوخت ملګری دی وایي: د کندهار په شمالي ولسوالیو کې د کمونیستانو او شوروي یرغلګرو په خلاف د جهاد یوه قوي جبهه د شاولیکوټ او نیش په حدودو کې د دره نور جبهه وه، د کمونیستانو خلاف دجهاد له پیل وروسته ددې جبهې بنسټ د شاولیکوټ د کجور سیمې داوسیدونکي تکړه مجاهد ملا عبدالودود آخند لخوا کيښودل شو، د دره نور جبهه چې وروسته دطالبانو په جبهه مشوره شوه په شاولیکوټ ، نیش ،خاکریز او نورو شاوخوا سیمو کې یوه قوي جبهه وه چې په دښمن یي سخت بریدونه کول او دکندهار – روزګان لاره یي همیشه تړلې ساتله، ملاعبدالوهاب وایي د جهاد په لومړیو کلونو کې مولوي عبدالحکیم صاحب چې عمر به لاشل کاله ته نه و رسیدلی، په همدې جبهه کې د جهاد په نیت شامل شو، نوموړی ډیر کم عمره وخو جهادي جذبه ، اخلاص او همت یي خورا لوړ و، دغه مهال چې په سیمه کې کمونیستان وځپل شول او تریوه حده پراخي راغله، دکندهار ولایت مشهور جهادي مشر حافظ عبدالکریم زموږ جبهې ته راغی او له موږ نه یي غوښتنه وکړه چې دعملیاتو لپاره ارغنداب ته ښکته شو،ځکه نور په دې سیمه کې داسې هدف نه و پاته، وروسته فیصله په دې وشوه چې حافظ عبدالکریم له خپلو مجاهدینو سره ارغنداب ته لاړ اوموږ په خاکریز عملیات پیل کړل، دا د جهاد ابتدایي وختونه و چې دکندهار ټولې ولسوالۍ پرځای وې او لا کومه ولسوالي نه وه فتحه شوې، دخاکریز ولسوالۍ اکثره سیمې له حکومتي سربازانو او عسکرو ډکې وې، د دره نور جبهې طالبانو په خاکریز عملیات پيل کړل په همدې عملیاتو کې مولوي عبدالحکیم صاحب هم له موږ سره وه،چې هغه مهال کشر طالب وه،ددې عملیاتو په نتیجه کې دخاکریز دمرکز په شمول ټولې سیمې فتحه او له کمونیستي عسکرو تصفیه شوې، مجاهدینو دخاکریز په مرکز کې قرارګاه جوړه کړه ، همدلته د ۲۵۰ په شاوخوا کې مجاهدین اوسیدل او نورو سیمو ته به دعملیاتو لپاره تلل، مولوي عبدالحکیم صاحب هم په همدې جبهه کې جهادي خدمت کاوو، ترڅو د ډیرو ستومانیواو جهادي مشقاتو له امله سخت مریض شو او دځیګر تکلیف ورته پیدا شو،او دعلاج لپاره پاکستان ته لاړ .

په پاکستان کي نوموړي له علاج وروسته دیني زده کړې پیل کړې، دبلوچستان د کویټې په شالدره اونورالمدارس مدرسه چي په دوه سیټه مدرسه مشهوره وه دغه راز یي په پیښور کې هم په مختلفو مدارسو کې درسونه وویل ترڅو د ۶ کلونو په اوږدو کې یي دیني علوم پای ته ورسول او دپیښور په امداد العلوم مدرسه کې یي له شیخ الحدیث مولانا حسن جان صاحب څخه ددیني علومو دفراغت سند ترلاسه کړ.

له فراغت وروسته یوځل بیا خپلې سیمې د کندهار شاولیکوټ ته ستون شو او ددره نور په جبهه کې یي جهادي خدمت پیل کړ،دغه مهال مجاهدین په همدې سیمه کې اوسیدل او دعملیاتو لپاره به ارغنداب ، پاشمول او دکندهار – هلمند دلارې نورو برخو ته تلل اوپه کمونیستي عسکرو او شوروي یرغلګرو به یي بریدونه کول، مولوي عبدالحکیم صاحب په همداسې یوه جهادي سفر کې په ارغنداب او ژړۍ کې ۷ میاشتې تیرې کړې ، او چې کله بیرته شاولیکوټ ته ستون شو دغه مهال مجاهدینو د یوې شرعي محکمې د جوړولو ضرورت حس کړ.

دغه وخت دکندهار په سطحه د ټولو مجاهدینو عمومي قاضي او د محکمې مشر په مولوي پاسني مشهور مولوي سیدمحمد صاحب و، مولوي پاسني صاحب بیا په هره سیمه کې محلي محاکم او قاضیان مقرر کړي و، چې په شاولیکوټ او شاوخوا سیمو کې یي دمحکمې له جوړولو وروسته مولوي عبدالحکیم صاحب چې تکړه عالم او پرهیزګاره شخص و قاضي مقرر کړ.

له دې وروسته مولوي عبدالحکیم صاحب نه یوازې د شاولیکوټ، خاکریز او نیش په سیمو کې دمجاهدینو قاضي شو، بلکې په خپله جبهه کې یي ددیني علومو تدریس هم پیل کړ، تردې چې وروسته یي دتدریس سلسله دنبوي احادیثو او صحاح سته تر تدریس او دقران کریم د تفسیر او ترجمې تر دورو پورې ورسیدله او په دې توګه په شیخ الحدیث سره مشهور شو.

شورویانو په وروستیو کې غوښتل چې د روزګان په ترین کوټ کې محاصره حکومتي کسانو ته اکمالات ورسوي ددې لپاره یي یو لوی کتار جوړ کړ او د روزګان په خوا روان شو له دې قوې سره سخت جنګونه وشول چې په همدې جګړه کې مولوي عبدالحکیم صاحب په ژامه ولګید او ټپي شو .

ملا عبدالوهاب وایي مولوي عبدالحکیم صاحب چې تکړه عالم او مخلص مجاهد و په همدې سیمه کې نه یوازې قاضي و بلکې د وخت په تیریدو سره د مجاهدینو د مشر په حیث وټاکل شو، او په شاولیکوت او شاوخوا سیمو کې یي ټولو واقعي مجاهدینو اطاعت کاوو، نوموړی ترهغه مهاله په دې سیمه کې د مجاهدینو مشر و چې د طالبانو اسلامي تحریک راپورته شو او مولوي عبدالحکیم صاحب له خپلو ټولو مجاهدینو سره ورسره ملګری شو.

د هرج ومرج په دوره کې

د تنظیمي هرج ومرج په دوره کې مولوي عبدالحکیم صاحب چې د شاولیکوټ ولسوالۍ د خوړ درې په سیمه کې یي مدرسه وه، د سیمې دقاضي او جهادي مشر په حیث یي په شاولیکوټ ، خاکریز او نیش ولسوالیو باندې یي امر چلیده، په همدې سیمو کې یي د مجاهدینو ، علماء کرامو او قومي مشرانو سره په همآهنګۍ پوره امن راوستی او شریعت تطبیق کړی و،نوموړي په دې دوره کې د ولسي خلکو په ملاتړ دوه ځله د ارغنداب له سربند څخه بیا د دره نور ترسیمې د لویې لارې څخه د خودسره ټوپکیانو پاټکونه ټول کړل او پاټکماران یي پسې واخیستل، په دې لړ کې د خاکریز د باغکې په سیمه کې د خان په نوم یو قومندان چې دعبدالمنان په نوم د چینار اوسیدونکی مجاهد یي شهید کړی و دغه راز یي د روزګان ولایت ځیني مجاهدین د دې په خاطر چې وسلې ترې واخليشهیدان کړي و او په سیمه کې یي پاټک درلود، د مولوي عبدالحکیم صاحب په مشرۍ مجاهدینو او ولسي خلکو ورباندې برید وکړ ، نوموړی یي له شپږو ملګرو سره ختم کړ او اولس یي له عذابه خلاص شو.

مولوي عبدالحکیم صاحب چې دشریعت په تطبیق کي ډیر زړور و، د کمونیستانو او هم د تنظیمونو په دوره کې یي په خپله سیمه کې پوره شریعت راوستی و، په دې لړ کې یي هغه کسان چې شرعي حدود ورباندې ثابت شوي و په حد کړل، مولوي عبدالحکیم صاحب که څه هم د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم غړی و خو ټولو مجاهدینو په درنښت ورته کتل او په قضایي چارو کې یي ورته مراجعه کوله .

د طالبانو په اسلامي تحریک کې خدمت

د شیخ مولوي عبدالحکیم صاحب نږدې ملګری او په اوس وخت کې دنوموړي دجهادي ملګرو مشر ملا اغاجان آخند له اسلامي تحریک سره دنوموړي د وصل کیدو داستان داسې بیانوي.

طالبانو ډنډ او سپین بولدک ولسوالۍ تصفیه کړې وې، خو کندهار ښار یي لا نه و نیولی ، دغه وخت دکندهار یوه مشهور ټوپکي قومندان امیرلالي غوښتل چې په بولدک کې په طالبانو بریدوکړي، امیرلالي دغه وخت د شاولیکوټ ولسوالۍ مرکز هم په ولکه کې و او اصلي ځای یي د دهلې بند سره د کمپنۍ په نامه ځای و.

په همدې وخت کې چې امیرلالي او ملګرو یي په طالبانو دبرید نیت درلود طالبانو غوښتل په نوموړي او نورو ټوپکیانو برید وکړي او کندهار ښار ترې تصفیه کړي، په همدې خاطر داسلامي تحریک مشر ملامحمد عمر مجاهد دارغنداب دحقاني صاحب په لاس مولوي عبدالحکیم صاحب ته خط راولیږه چې تاسو په شاولیکوټ کې په امیرلالي بریدوکړئ تر څو دی هلته هم مصروف شي او موږ به دلته په کندهار ښار حمله وکړو، ددې لیک تر رسیدلو وروسته مولوي عبدالحکیم صاحب راغی او له ملامحمد عمر مجاهد او د تحریک له نورو مشرانو سره یي ولیدل، د مشترکو عملیاتو پروګرام یي جوړ کړ، مولوي صاحب له ملامحمدعمر مجاهد نه وغوښتل چې که یو موټر وروسپاري ترڅو له شاوخوا ولسوالیو د طالبانو په راټولولو او انتقال کې ترې استفاده وکړي، ملا صاحب ورته وویل چې فی الحال موږ یوازې پنځه موټر لرو چې هغه د ډنډ او بولدک ترمنځ مجاهدین کار ترې اخلي، ته داسې وکړه چې په پخوانیو مجاهدینو کې دي که څوک شناخته وي له هغوی نه مرسته وغواړه .

مولوي عبدالحکیم صاحب په دې مهال د کندهار له جهادي قومندان ملا نقیب اخند څخه مرسته وغوښته ،ملا نقیب اخند ورسره د یوه هینو موټر ، شل ګونۍ اوړو او پنځه بیلره تیلو مرسته وکړه، مولوي عبدالحکیم صاحب خاکریز ته راستون شو، په شاولیکوټ او خاکریز کې په ټولو مدرسو وګرځید درسونه یي معطل کړل او له طالبانو یي وغوښتل چې له دوی سره ملګري شي په دې توګه یي تقریبا ۹۰ تنه طالبان برابر او مسلح کړل، او دشاولیکوټ په مرکز کې یي دامیرلالي په کسانو دبرید ترتیب جوړ کړ.

ملا اغاجان وایي دغه مهال طالبانو لا کندهار ښار نه و نیولی او په تخته پل کې و چې له دره نور څخه مولوي عبدالحکیم صاحب سره له ۹۰ تنو طالبانو د شاولیکوټ دمرکز په خوا روان شو، غرمه مو په باغکه سیمه کې تیره کړه، پوښتنه مو وکړه چې د امیرلالي ټوپکیان په څه وضعیت کې و، خلکو راته وویل چې هغوی د ولسوالۍ مرکز ته څيرمه د دامانې په سیمه کې خزې او مورچې جوړولې، مازدیګر موږ ورباندې حمله وکړه ، خو چې همدې سیمې ته راغلو ومو لیدل چې دوی مورچې جوړې کړې ، خټې یي لا لمدې وې او همداسې ترې پاته وې حتی هندواڼې او خټکي یي څیرلي و مګر خوړلي یي نه و او دشاولیکوټ د مرکز په خوا تښتیدلي و،سهار د چای په وخت طالبان دولسوالۍ په مرکز ورغلل د امیرلالي کسان پرته له جنګه وتښتیدل او ددهلې بند په خوا لاړل په دې توګه د شاولیکوټ ولسوالۍ مرکز طالبانو ونیو چې په همدې شپه کندهار ښار هم نیول شوی و،شیخ صاحب سره له څو مجاهدینو کندهار ښار ته لاړ، دکندهار د فرقې له مخې سره دتحریک دعمومي نظامي قومندان حاجي ملا محمدآخند سره مخامخ شو او جریان یي ورسره شریک کړ، همدلته یي فیصله وکړه چې د امیرلالي په وروسته مرکز ددهلې بند په کمپنۍ سیمه به ماسپښین برید کوي .

په دې سیمه کې امیرلالي ګڼ شمیر ټانګونه ، توپونه او چهل میلې رایوځای کړې او دکندهار د فرقې او قشله جدید زیاتره درنې وسلې یي همدلته نقل کړې وې، امیرلالي ویلي و چې له طالبانو سره اصلي جنګ به همدلته کوم، مولوي عبدالحکیم صاحب له حاجي ملامحمد اخند سره په ګډه ماسپښین د دهلې بند د کمپنۍ په سیمه ورغلل ،له څه جنګ وروسته دامیرلالي کسانو شکست وخوړ او داسیمه چې لسګونه میلې درنې وسلې هم په کې وې دطالبانو لاس ته ورغله .

له همدې مهاله مولوي عبدالحکیم صاحب د طالبانو په اسلامي تحریک کې دیوه فعال جهادي مشر په حیث دنده پیل کړه د روزګان اوهلمند په نیولو کې یي برخه واخیسته ، د موسی کلا او سنګین ولسوالیو مسؤلیت یي ترسره کړ، دفراه په ولایت کې هم څه مهال د مسؤل په حیث پاته شو،د دلارام او آب خرما په سختو جګړو کې یي برخه واخیسته او په همدې جګړو کې یي تکړه پخواني مجاهد ملګري لکه ملا اغا، ملا عبدالمناف ،ملا عبدالحلیم ، ملا سفر محمداو داسې نور په شهادت ورسیدل .

نوموړي وروسته بیرته په خپله سیمه کې په تدریس پیل وکړ په همدې موده کې یي دحنفي فقهې په مشهور کتاب هدایه باندې حاشیې ولیکلې او د فوزالدارین په نوم تفسیر یي ولیکه ، نوموړي تر هغه مهاله په خپله سیمه کې په تدریس بوخت و ترڅو امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ او نوموړي یوځل بیا جهاد پیل کړ.

دامریکایانو په خلاف جهاد

د مولوي عبدالحکیم صاحب نږدې ملګری ملا اغاجان وایي: دامریکایانو دراتګ شپږ میاشتې لانه وې تیرې شوې، چې مولوي صاحب د جهادي عملیاتو لپاره لومړني ترتیبات پیل کړل، په لومړي ځل یي دامریکایانو دراتګ په اول پسرلي دکندهار د دامان ولسوالۍ دخوشاب په سیمه کې چې دلته امریکایانو تګ راتګ درلود دوه تنه مجاهدین یي استخدام کړل ترڅو یي همدې امریکایانوته ماین کیښود او ورباندې پورته یي کړل،ورپسې یي په شاولیکوټ او خاکریز کې علماء کرامو او پخوانیو مجاهدینو ته خفیه دعوت پیل کړ ترڅو ورسره په جهادي خوځښت کې شریک شي یا مرسته ورسره وکړي، ډیرو خلکو دمرستې وعده ورسره وکړه، په دې وخت کې چې ګل اغا شیرزی دکندهار والي و دنوموړي په پروګرام خبر شو، په کندهار کي یي دهمدې سیمې ملکانو او مخورو ته لویه میلمستیا وکړه، یوه اندازه نقدي تحفې یي ورکړې او په پای کې ګل اغا شیرزي ورته وویل چې له مولوي عبدالحکیم څخه لري ګرځئ او په خبره یي مه کوئ ، او که څوک ورسره همکاري کوي نوپه دې پوه شي چې دامریکایانو مقابله هیڅوک نه شي کولای هغوی طیارې لري او له طیارو سره مقابله نه شي کیدلای.

له دې غونډې وروسته یوه لویه قوه هم د مولوي عبدالحکیم صاحب په لټون پسې شاولیکوټ ته راغله او مولوي صاحب د هلمندباغران ته لاړ .

د مولوي صاحب جهادي ملګری ملا محمد اسلم وایي چې له دې پیښې وروسته نوموړي له ملا دادالله اخند سره ولیدل،هغه ورته جهادي وسائل او تجهیزات برابر کړل او مولوي صاحب له ۱۱ تنو ملګرو سره د کندهار او روزګان په لاره د خاکریز مربوط د پیتاوي په کوتل کې دښمن ته کمین ونیو، همدلته په اوله ورځ ددښمن یو قومندان له څلورو عسکرو سره ختم شو او ورپسې یو لوړرتبه غربي چارواکی له موټر سره ژوندی ونیول شو او وروسته ووژل شو.

ددې خارجي کس وژل کیدو په راډیو ګانو کې هم هنګامه راپورته کړه او دښمن یي ډیر په غوسه کړ،نوځکه په ۲۰۰۳/۳/۲۸ م نیټه له کندهار څخه دګل اغا شیرزي او دروزګان لخوا د معلم رحمت الله او جان محمد په مشرۍ لویې قوې همدې سیمې ته راغلې دوی په عملیاتو کې مجاهدینو ته کوم زیان ونه رساوو خو دګل اغا کسانو د اسلامي امارت د تجارت پخوانی وزیر ملا عبدالرزاق فتاحي چې اوس په کور ناست و ونیو امریکایانو ته یي وسپاره او هغوی ګوانتانامو زندان ته ولیږه .

له دې عملیاتو وروسته شیخ صاحب سیمه پریښوده خو ۱۵ ورځې وروسته بیرته همدې سیمې ته راغی او په دښمن بریدونو ته یي دوام ورکړ د کندهار – روزګان په لاره د کاریزګي په سیمه کې یي ددښمن دری پوستې ونیولې.

دامریکایانو د راتګ دریم کال پسرلی و، چې شیخ صاحب او ملګرو یي یوځل بیا په سیمه کې په نوي روحیه جهادي بریدونه پیل کړل، دوی په لومړني برید کې د میانشین ولسوالي فتحه کړه ،ورپسې یي د شاولیکوټ په زومتو سیمه کې له اشغالګرو سره سخت جنګ وکړ او دښمن ته یي دروند زیان واړاوو ، د پیتاوي کوتل په سیمه کې له دښمن سره په یو سخت جنګ کې داشغالګرو یو لوی مرستندوی قومندان نعمت خان چې د ملا صاحب په کور کې د میشتو امریکایي ځانګړو ځواکونو همکار و ووژل شو،په دې کال په شاوخوا سیمو کې له دښمن سره نورې هم کامیابې جګړې وشوې.

په ۲۰۰۴ م کال پسرلي کې شیخ صاحب له تکړه مجاهد ملا شهزاده اخند سره په ګډه د شاولیکوټ ولسوالۍ په مرکز عملیات وکړل چې په نتیجه کې یي ولسوالۍ سقوط وکړ او ګڼ شمیر وسلې او وسائل مجاهدینو ته د غنیمت په حیث په لاس ورغلل، له دې پیښې وروسته شیخ صاحب او ملا شهزاده اخند په ګډه د شاولیکوټ ولسوالۍ د ګومبت د توپخانې په سیمه کې هم له اشغالګرو سره خورا سخت جنګ وکړ چې دښمن ته یي درانه تلفات واړول له همدې جنګ څخه وروسته ملا شهزاده آخند شهید شو.

په ۲۰۰۵ م کال کې شیخ صاحب او مجاهدو ملګرو یي لومړی د شاولیکوټ د زومتو په سیمه کې یوه پوسته فتحه کړه ، ورپسې یي د دره نور په سیمه کې ددښمن په اکمالاتي کتار برید وکړ او د یرغلګرو ګڼ شمیر اکمالاتي ټانکر یي وسوزول ،له دې فتحو وروسته شیخ صاحب میانشین ولسوالۍ ته لاړ ، هلته دامریکایانو یوه لویه قوه راغله او د مرغانو په کلي کې سخت جنګ ورسره وشو، له دې پیښې څو ورځې بعد په شاولیکوټ کې هم له امریکایانو سره دروند جنګ وشو او سخت تلفات ورته ورسیدل.

تردې وروسته هم د شیخ صاحب په مشرۍ مجاهدینو په شاولیکوټ او شاوخوا سیمو کې په دښمن ګڼ کاري بریدونه ترسره کړل،د ترین کوټ په زړه لار د وچ باغتو په سیمه کې د ټایګر بهرنۍ کمپنۍ په مرکز برید دغه راز د ګومبت په سیمه کې له امریکایانو او کاناډایانو سره لوی جنګ ترسره شو، د ګومبت په جنګ کې دکندهار نور جهادي مشران لکه قاري فیض محمد سجاد، ملا عبدالشکور، مولوي باز محمد ، ملا حیات الله مشهور په حاجي لالا او نورو ګڼو مجاهدینو شرکت درلود په همدې جنګ کې دښمن ته په درنو تلفاتو اوښتوسربیره مجاهدینو هم خوږ درلود، قاري فیض محمد سجادپه پښه او مولوي عبدالحکیم خالدپه غاړه کې ټپي شو.

له جوړیدو وروسته د مولوي صاحب په مشرۍ مجاهدینو د خاکریز په ولسوالۍ برید وکړ او دښمن یي تیښتې ته اړ کړ، په دې حمله کې مجاهدینو ۱۳ تنه مجاهدین چې د ولسوالۍ په محبس کې بندیان وو آزاد کړل،له دې جنګ څخه ۳ ورځې وروسته مولوي صاحب سره له خپلو ملګرو د نیش ولسوالۍ دره نور سیمې ته لاړ ،د ددره نور په سیمه کې له دښمن سره په مخامخ جنګ کې مولوي عبدالحکیم خالد په پښه او تشي کې ولګید او سخت ټپي شو،نوموړی تر یو ساعت پورې ژوندی و، او وروسته د همدې ټپ له امله د ۱۴۲۷ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۰ مه نټه دشهادت لوړ مقام ته وصل شو.

انا لله وانا الیه راجعون

مولوي صاحب وصیت کړی و چې که شهید شو نوجسد دې ښکاره ځای نه دفن کیږي، بلکې داسې ځای دې دفن شي چې خلکو ته یي قبر معلوم نه شي، دنوموړي له وصیت سره سم د خاکریز ولسوالۍ د پیتاوي په علاقه کې په یوه ګمنام ځای کې دفن کړای شو، چې تراوسه یي د هماغو دفن کوونکو مجاهدینو نه پرته هیچا ته قبر معلوم نه دی.

د مولوي عبدالحکیم خالد صاحب تر شا ۴ لوڼې او دری زامن زبیرخالد، محمد یوسف او جابر پاته شول، چې زامن یي په دیني زده کړو بوخت دي.

یادونه او خاطرې

د مولوي عبدالحکیم خالد جهادي ملګری ملامحمد اسلم وایي: شهید مولوي صاحب د قرانکریم په ډیر تلاوت عادت و، حتی په سفر کې به هم ورسره قرانکریم او دصحیح البخاري کوچنۍ نسخه همیشه وه ،مجاهدو ملګرو ته یي دجهاد په مهال هم تعلیم او تربیت ورکاوو، او چې له جهاد څخه به کور ته راستون شولیکنه یي کوله چې په همدې فرصت کې یي د فوزالدارین په نوم د قرانکریم تفسیر ولیکه .

ملا نقیب الله اخند وایي : یو وخت موږ کورته ورغلو مولوي صاحب ګڼ کتابونه غوړولي وو ، موږ پوښتنه ترې وکړه ، ده راته وویل چې د قرانکریم تفسیر لیکم ، خو فکر کوم چې د تفسیر جلالین د لومړني مصنف غوندې په نیمایي به رانه پاته شي، ملا نقیب الله وایي ، دمولوي صاحب انګیرنه پرځای وه ، نوموړي د فوزالدارین په نوم تفسیر مکمل نه کړ، ۱۶ پارې یي ولیکه او چاپ شو او د مولوي صاحب په شهادت سره نور پاته شو.

ملا نقیب الله وایي : مولوي عبدالحکیم خالد صاحب به د رمضان په میاشت کې دقرانکریم ترجمه او تفسیر کاوو او ډیر طالبان به ورته کیناستل، له شهادت څخه یو کال وړاندې حج ته تللی و، په حج کې ورته یوه عالم مشارع الاشواق الی مصارع العشاق کتاب ورکړی و، دا کتاب تردې پخوا دلته چاپ شوی نه و مولوي صاحب هغه کتاب له ځان سره راووړ او په ګڼ تعداد یې چاپ کړ ، مولوي صاحب په سیرت کې دالرحیق المختوم کتاب ډير خوښ و او ویل به یي چې پښتو ته یي ژباړم ، مولوي صاحب په ژوند کې دوه ځله حج ته تللی و، تر شهادت یو کال وړاندې حج ته تللی و او هلته یي د عرفات په غونډۍ او نورو متبرکو ځایونو کې د شهادت سوال کړی و، نو چې راغی ویل یي چې سږ کال شهید کیږم چې همداسې وشول .

ملا نقیب الله چې له مولوي صاحب څخه یي داحادیثو صحاح لوستي وایي مولوي صاحب په ښه علم سربیره د حلم او وفادارۍ غوره صفات هم درلودل.

ملا اغاجان وایي : دامریکایانو تر راتګ وړاندې مې له مولوي صاحب څخه د قرانکریم د تفسیر درس وایه ،کله چې سورة الانفال او سورة التوبه ته ورسیدو او دجهاد ذکر راغی، نو مولوي صاحب به بیا بیا د کفارو په وړاندې د جهاد ارمان کاوو، په داسې حال کې چې له سترګو به یي اوښکې بهیدلې له الله تعالی څخه یي په جهاد کې دشرکت او شهادت سوال کاوو.

نوموړی وایي مولوي صاحب سره له دې چې فقیر و خو ډیره استغناء یي درلوده یو وخت په دره نور کې یو سړی ورته راغی او ۵۰۰ روپۍ یي ورکړې مولوي صاحب پوښتنه ترې وکړه د څه لپاره دې راکړې هغه ورته وویل : في سبیل الله مې درکړې ، ده ورته وویل بل کوم مسکین ته یي ورکړه هغه سړي ورته وویل چې مولوي صاحب خو ته مسکین یې ځکه وګوره څپلۍ دې داسې زړې دي ، مولوي صاحب ورته وویل چې ظاهرا به مسکین ښکارم خو زړه مي غني دی ، او بیایي دوه تنه مسکین طالبان وروښودل چې پیسې هغوی ته ورکړي .

ملا نقیب الله اخند وایي: مولوي صاحب هیڅ قومي تبعیض او تعصب نه درلود، همدا لامل و چې د سیمې په ټولو قومونو کې یي یو شان محبوبیت درلوداو دده تر مشرۍ لاندې مجاهدین هم د مختلفو قومونو وو .

رحمه الله تعالی