دبلوچستان په چمن کې دیوې شاندارې مشاعرې په  ترځ کې د تسلیت او بیعت مراسم ترسره شول

تیره ورځ د پاکستان دبلوچستان ایالت په سرحدي ښار چمن کې د مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله په یاد کې  د حسان ادبي پاڅون د ټولنې لخوا یوه پرتمینه مشاعره ترسره شوه. د مشاعرې غونډه دسهار پر اووه بجې د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې […]

تیره ورځ د پاکستان دبلوچستان ایالت په سرحدي ښار چمن کې د مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله په یاد کې  د حسان ادبي پاڅون د ټولنې لخوا یوه پرتمینه مشاعره ترسره شوه.

د مشاعرې غونډه دسهار پر اووه بجې د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله روح ته  دعاوشوه او د الله تعالی له درباره د نوموړي درنې کورنۍ،د اسلامي امارت مشرتابه او ټول اسلامي امت ته دنوموړي د وفات له امله  د صبر جمیل او اجرعظیم غوښتنه وشوه.

دا غونډه چې د حسان ادبي پاڅون د ټولنې لخوا رابلل شوې وه د سیمې د مشهورو علماء کرامو،شاعرانو او ترانه ویونکو په شمول په سلګونو کسانو پکې برخه اخیستې وه.

د غونډې په دوهمه ناسته کې مشاعره ترسره شوه، ګڼ شمیر شاعرانو او ترانه ویونکو د موضوع په ارتباط خپل په زړه پوري شعرونه او ترانې دغونډې برخوالو ته ور واورول چې د ګډون والو لخوا د تکبیر په نعرو بدرګه کیدل.

دمشاعرې په جریان کې داسلامي امارت تکړه او مشهور ترانه ویونکي الحاج ملا فقیر محمد درویش هم  د ټلیفون په لیکه په غونډه کې برخه واخیسته او په خپل خواږه اواز کې یې د مرحوم امیرالمومنین په یاد کې  یوه په زړه پوري ترانه د غونډې برخوالو ته واوروله چې مشاعرې ته یې نوره ښکلا هم وبخښله.(دراپور په پای کې ددرویش په اواز کې ویل شوې ترانه اوریدلی شئ)

دغونډې په پاي کې د حسان ادبي پاڅون د ټولنې مشر مولوي رحیم الله شهاب د خپلې ټولنې د غړو او ګڼ شمیر شاعرانو په نماینده ګي په یوه لیکلي پیغام کې د مرحوم عالیقدر امیرالمومنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله درنې کورنۍ او د اسلامي امارت مشرتابه ته د تسلیت مراتب وړاندي کړل او له  امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور حفظه الله سره یې بیعت اعلان کړ. دحسان ادبي ټولنې مشر د خپل پیغام په یوه برخه کې وویل،په دې کې شک نشته چې د مرحوم امیرالمومنین په وفات ټول اسلامي امت غمجن شو، خو موږ په دې ډاډه یو چې له نوموړي نه راپاتې مفکوره او مسیر اوس هم ژوندی دي او موږ به یې دخپلې تګ لارې لپاره یو لارښود ګرځوو.نوموړي وویل موږ د اسلامي امارت له نوي زعیم ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره د ژوند په هره لمحه کې په اسانۍ او سختي کې ملګري یو او د شریعت په چوکاټ کې به یې دهر امر اطاعت کوو.

غونډه غرمه مهال داختتامي دعا په ویلو سره پایته ورسیده

ــــــــــــــــــــــــــــــ

د حسان ادبي پاڅون د ټولنې د مشر مولوي رحیم الله شهاب د تعزیت او بیعت پیغام 

د انقلابي ترانه ویونکي ملا فقیر محمد درویش په اواز کې ویل شوې ترانه په لاندي لینک کې اوریدلی شئ

عمران خلیل