تاجکستان افغان مهاجرین تر شکنجو وروسته بیرته بدخشان ته را اړولي

پرون شپه د تاجکستان هیواد د پولیسو لخوا د بدخشان ولایت د شغنان کلا ګمرک سیمه کې هغه افغان مهاجرین چې د تاجکستان هیواد ته یې پناه وروړې وه، په ډېره بې رحمۍ شکنجه شوي او له دغه هیواده بیرته را ایستل شوي دي. په دغو مهاجرینو کې ښځي او ماشومان هم شته چې اوس […]

پرون شپه د تاجکستان هیواد د پولیسو لخوا د بدخشان ولایت د شغنان کلا ګمرک سیمه کې هغه افغان مهاجرین چې د تاجکستان هیواد ته یې پناه وروړې وه، په ډېره بې رحمۍ شکنجه شوي او له دغه هیواده بیرته را ایستل شوي دي. په دغو مهاجرینو کې ښځي او ماشومان هم شته چې اوس یې مجاهدین خدمت او کوربه توب کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان چارواکو څه موده مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي ول، چې په خپل هیواد کې به افغان مهاجرینو ته د اوسیدو زمینه برابره کړي، او دوی ته به هیڅ ستونزه نه وي.

‏2021‏/8‏/27