بادغیس: قادس ولسوالۍ کې د ۱۲نیم میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو د ذخيروي بند چاري پیل شوي

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۳۰ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د یوه لوی ذخيروي بند پروژه افتتاح او عملاً یې چارې پيل شوې. د قادس ذخیروي بند یوه حیاتې پروژه ده چې د قادس […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۳۰

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د یوه لوی ذخيروي بند پروژه افتتاح او عملاً یې چارې پيل شوې.

د قادس ذخیروي بند یوه حیاتې پروژه ده چې د قادس سیند د اوبو مهارولو، د سیلابونو په مخنیوي او د قادس د اوبو د سرچینو په قوي کولو کې خورا رول لري. د نوموړي بند د کاسي د اوبو ظرفیت ۱.۸۲ میلیون متر مکعب دی او د ۳۲ متره په ارتفاع سره جوړیږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پراختيايې بودیجه چې ۱۲۵۰۰۰۰۰ امریکايې ډالرو په لګښت د اوبو رسولو او روغتیا ساتني ریاست لخوا تطبیقیږي.
د دغه بند په جوړیدو سره به ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي او د سیمې ۶۰ زره اوسيدونکو ته به د زراعت په برخه کې کاري فرصتونه برابر شي.