ارزګان کی د یونیسف اداری د پوهني ریاست سره مرسته وکړه

روزګان کي د پوهني ریاست سره دیونیسف موسسې د پاکو اوبو د زخېرو او قرطاسیې مرسته وکړه. د ارزګان ولایت د پوهني رئیس حقنماء صاحب نن د یونیسف د لوري ورسره د مرستي پر مهال وویل چي د یونیسف ادارې له لوري دوی سره د ۴۰ دیني مدرسو او مکاتبو لپاره د پاکو اوبو د […]

روزګان کي د پوهني ریاست سره دیونیسف موسسې د پاکو اوبو د زخېرو او قرطاسیې مرسته وکړه.
د ارزګان ولایت د پوهني رئیس حقنماء صاحب نن د یونیسف د لوري ورسره د مرستي پر مهال وویل چي د یونیسف ادارې له لوري دوی سره د ۴۰ دیني مدرسو او مکاتبو لپاره د پاکو اوبو د زخیرو او د ۶ ولسوالیو د مدرسو او مکاتبو لپاره د قرطاسیو مرسته وکړه. نوموړي د یادې مرستي پر مهال د یونیسف ادارې او راغلو مسؤلینو څخه د مننې او کور وداني تر څنګ غوښتنه وکړه چي یادې مرستي د تعلیم په برخه کي کمي دی او د دا ډول او دې ته ورته د نورو مرستو غوښتنه ئ هم وکړه.
په ورته وخت کي د ارزګان ولایت د یونیسف ولایتي مسؤل ډاکتر فواد احمد شمسن زیاته کړه چي یوازي دا مرستي نه بلکي د ماشومانو د تعلیم او روغتیا په برخه کي موږ نورو مرستو ته هم دوام ورکړو.
بل لور دارزګان ولایت د امنیې قومندانۍ مسؤلینو د یونیسف له لوری د دغه ډول مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چي روزګان ته دي د یونیسف ترڅنګ نور نړۍ وال موسسات هم توجه وکړي او د دغه ولایت د غریبو وطنوالو لاس نیوی وکړي.
نوموړي زیاته کړه چي موږ ټولو موسساتو او یونیسف ته په ټول ارزګان ولایت کي د فعالیت لپاره د پوره امنیت ډاډ ورکوو او دوی کولای سي په پوره ډاډ سره په روزګان ولایت کي خپلو فعالیتونو او مرستو ته د دوام ورکړي.
نیټه ۱۴۴۳/۶/۱۹ ه ق