غزني: د تعلیمي ادارو له مسئولینو سره ناسته او د دولسم تولګي د فارغینو په ویاړ غونډه وشوه

د غزني ولایت قرباغ ولسوالۍ اړوند د ټولو عصري تعلیمي ادارو له مدیرانو، سر معلمانو او استاذانو سره غونډه تر سره شوه، د غونډې په جریان کې نوموړو ته خپل مسئولیتونه ور په ګوته شول او د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمېسیون د لایحې د مادو په عملي کولو ټینګار وشو، دغونډې برخه […]

د غزني ولایت قرباغ ولسوالۍ اړوند د ټولو عصري تعلیمي ادارو له مدیرانو، سر معلمانو او استاذانو سره غونډه تر سره شوه، د غونډې په جریان کې نوموړو ته خپل مسئولیتونه ور په ګوته شول او د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمېسیون د لایحې د مادو په عملي کولو ټینګار وشو، دغونډې برخه والو هم ژمنه وکړه چې په عملي کولو کې به یې لازم اقدامات تر سره کړي.

د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې له مسئولینو څخه مننه وکړه اوخوښي یې څر ګنده کړه، چې د دوی د تدرسي نظام د لا پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي.

بلخوا د یاد ولایت دګیرو ولسوالۍ د مالک ابن قیس په لیسه کې له دولسم ټولګي څخه د فارغو شویو شاګردانو په ویاړ پرتمینه غونډه تر سره شوه، په دې پرتمینه غونډه کې د لیسې د استاذانو او مسئولینو د ګډون سربېره یو شمېر علماء کرامو او ولسي وګړو ګډون کړی وو.

د غونډې په وروستیو شېبو کې ۱۰ تنو شاګردانو ته د دولسم ټولګي د فراغت سندونه ورکړل شول او غونډه خورا په ښه توګه پای ته ورسېده.
۲۰۲۱/۴/۱۰