• تاریخ : چهارشنبه, ۹ غبرګولی , ۱۴۰۳
  • برابر با : Wednesday - 29 - May - 2024
  • ساعت :

    اروزګان

    ۱۴۰۰-۱۰-۲۷

    نن دارزګان ولایت په مقام کی دارزګان والی محترم حاجی ملامحمدخان دعوت دیوشمیردینی علماء کرامو سره وکتل.

      حاجی دعوت صاحب ټولوعلماء کرامو ته ښه راغلاست وویل، ورسته ئې ټولوعلماء کراموته وینا وکړه، هغه په خپلو خبروکي علماء دانبیاء ع وارثین یاد کړه. او دامیرالمؤمینین فرامین ئې ورته بیان کړه، حاجی دعوت علماءکراموته په خطاب کي وویل چي اوس افغانانوته یوفرصت په لاس ورغلي باید له دی فرصت څخه استفاده وکړي ځکه […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۲۶

     ارزګان کي دمستوفیت په ریاست کی د ریاستونو د مسؤلینو سره د مالیاتي اونۍ غونډه وسوه.

      دیاد ولایت په مستوفیت کي نن له غرمی مخکي د دغه ولایت د اداري مسؤلینو سره د مالیاتي اونۍ غونډه تر سره سوه. غونډه  د مستوفیت په تالار کي جوړه سوې او دټولو ادارو رئیسانو او استازو پکي برخه لرل. غونډه لومړي د قران الکریم په ځو مبارکو ایاتونو پیل سوه او دغونډي په […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۲۶

    دارزګان مرستیال والي دهراود کي دمحبس ځخه لیدنه او د زندانیانو دوسیې ئ وڅیړلې.

    د یاد ولایت مرستیال والي حاجي مزمل صاحب ددغه ولایت دهراود ولسوالۍ ته سفر وکړ او ددی ولسوالۍ دمرکزی زندان ځخه ئ لیدنه وکړه او پرمهال ئ دغلته د میشتو زندانیانو دوسیې وڅېړلې د نوموړي سره چي د دهراود ولسوالۍ امنیه قوماندان حنیفي صاحب هم ملتیا کول، د ولسوالۍ ځایې زندان ته هم ولاړی او […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۲۶

    د ارزګان والي دهراود ولسوالۍ ته سفر وکړ پرمهال د خلکو ستونزي له نژدې واوریدلې.

    د ارزګان ولایت والي حاجي محمد خان دعوت صاحب تېره ورځ ددغه ولایت دهراود ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د ملکي او نظامي مسوولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ دملکي خلګو سره هم ولیدل. والي دهراود ولسوالۍ ته د سفر په پیل کي ددې ولسوالۍ له ولسوال امین صاحب، امنیه قوماندان حنفي صاحب، د استخباراتو له مسوول […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۲۶

    د يونيسيف له لوري د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست کي د پوليو وايروس په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی سيمينار وړاندي سو.

      نن د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کي د يونيسيف له لوري د پوليو وايروس په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی سيمينار وړاندي سو. چي پکښي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کارکوونکو ترڅنګ پکښي د ځينو رسنيو خبريالانو هم ګډون درلود. ياد سيمينار د حافظ سميع […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۲۴

    ارزګان کي له ۱۹۶۰ بیوزله کورنیو سره د مرستو دویش لړی پيل سوه.

      د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ټولو ولسوالیو کي د بېوزله کورنیو د لاسنیوي لپاره پر ۱۹۶۰کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پېل سوه. دا مرستي هیواد کي د یوه سوداګر لخوا د ارزګان کي د معلولو، یتیمو،شهیدانو او اړمنو کورنیو سره سوي وې او نن یې د ویش لړۍ پیل سوه. […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۲۳

    ارزګان کي د یونیسف ادارې ځایې مسوولینو د ارزګان ولایت د والي حاجی دعوت صاحب سره وکتل

      د لیدني پرمهال هغه ته ژمنه ورکړه، چي دې ولایت کي به د روغتیا په برخه کي خپلو کړو ژمنو ته عملي جنبه ور اغوندي. دا لیدنه چي نن ولایت مقام کي ترسره سوه، د ارزګان د یونیسف ادارې د ځایې مسوولینو په ګډون د واکسین د برخي استازو هم ملتیا کړې وه ددې […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۲۲

    ارزګان کې د ځوانو هیلو په نوم د کرکټ څلویښت ورځنی” ټورنمینټ تېره ورځ ناوخته” دارزګان زلمیان لوبډلې په بریا پای ته ورسیدی

        ارزګان ولایت کې د کرکیټ سیالیو په دوام د ځوانو هیلو په نوم د کرکیټ ۴۰ “ورځنی” ټورنیمنټ کې د ارزګان زلمیانو کرکیټ لوبډله وتوانیده، چي ورستۍ لوبه د رحیمي کرکیت لوبډلې څخه وګټې او لومړی مقام خپل کړې، دغه سیالۍ چي ارززګان ولایت کې د خبریال حکمت الله “حکیمي” په مالي ملاتړ […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۲۲

    د ارزګان ولایت دکرهڼې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست تر وخت تير تخمونه او درمل له منځه ویوړل.

    په ارزګان ولایت کي دکرهڼې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د ارزګان ولایت د ټولو کرهڼیزو تخمونو پلورنکو او دزراعت درمل پلورنکو څخه دیاد ولایت دمحترم والي حاجی دعوت صاحب په هدایت نظارت ترسره کړی او ټول هغه تخمونه او درمل چي تر وخت تیر اوبی کیفیته وه راټول او د هیئت په حضور کي ئ وسوځول. […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۲۱

    د ارزګان مرکز ترینکوټ او دهراود ترمابین لاره دهیوادوالو له لوري  جوړیږي

    دارزګان ددهراود اومرکز تر منځ غځیدلي موا صلاتی لاره داسلامي امارت په همکاري د ولسي خلګو او دوکاندارانو  لخوا په خپل شخصي لګښت اومصرف دوطن په دود اشر باندي درغولو اوجوړولو چاري دشخصي تراکتونونو اوموټرو په وسیله پیل کړي نیټه: ۱۴۴۳/۶/۷ ه ق

    ۱۴۰۰-۱۰-۱۹

    ارزګان ولایت کي د WFPمؤسسې په مالی مرسته ۱۰۸۸ کسانوته د کارزمینه برابره شوه

    ددی ولایت په مرکزترینکوټ کی د WFP مؤسسې په مالې مرسته د ADA مؤسسې او دترینکوټ دسېندیزۍ حوزې ریاست په تخنیکي همکاري ۱۰۸۸ بی روزګاره کسانوته دکار زمینه برابره کړه. دغه پروژه چي د ارزګان ولایت  مرکزترینکوټ په خرماء سیمه کي پلي کیږی نن ئې پرانیسته وسوه، چي ۱۰۸۸ بي روزګاره کسان به د کانالونو […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۱۹

    د ارزګان والي :د مرستندو یه ادارو سره هر ډول همکاریو ته چمتوالی لرم.

    ارزګان   د ارزګان والي حاجی دعوت صاحب نن ولایت مقام کي د موسساتو له استازو سره د یوې ناستي پرمهال ډاډ ورکړ، چي ولایت مقام به په مرکز او ولسوالیو کي د خېریه موسیساتو سره د کار پرمهال هر ډول همکاره وي. نوموړي غوښتنه وکړه، مرستندویه ادارې دي خپلي بشري مرستي د ولایت لرو […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۱۸

     د ارزګان د اوبو رسولو ریاست مسوولینو دهراود کي د اب میتر له مرکزه لیدنه وکړه.

    د ارزګان ولایت د اوبو رسولو چارو ریاست رییس محترم نقي او ددغه ریاست د اوبو د سرچینو د کنترول ادارې مسوول انجینر سمیع الله دهراود ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له هغه مرکز څخه هم لیدنه وکړه، چې د هلمند پر سیند جوړ سوی او د روانو ابو اندازه معلوموي. مسوولینو د اب […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۱۸

    د ارزګان استیناف څارنوالۍ نوي رییس دنده پیل کړه.

    ارزګان راپور: نیټه ۱۴۴۳/۶/۵ ه ق د ارزګان ولایت داستېناف څارنوالۍ لپاره نوي ټاکل سوي سرپرست رییس نن د یو لړ مراسمو پرمهال ددې ادارې کارکوونکو ته معرفي او خپله دنده یې پېل کړه. د استېناف نوي ټاکل سوي رییس ملا عصمت الله عمر له مرکزي ادارې مننه وکړه، چي پر هغه یې باور وکړ […]

    ۱۴۰۰-۱۰-۱۸

     دارزګان ولایت په دهراود ولسوالی کي دټولومسولینو ترمنځ دهمژغي غونډه ترسره سوه. 

    ارزګان راپور نیټه: ۱۴۴۳/۶/۵ ه ق       تیره ورځ دیادولایت ددهراود ولسوالی دعونډی په تالارکی  دټولو مسولینو ترمنځ دهمژغي غونډه ترسره سوه’ دغونډی ګډون وال ددی ولسوالی ولسوال محترم امین صیب ،امنیه قومندان محترم حنفی صیب ،داستخباراتو مدیر محترم غازی مولوی صیب اودیادی ولسوالی ټول نظام اوملکی مسؤلینو وو. غونډه لومړی دقران عظیم […]

    go Up