نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په ارزګان ولایت کي دکرهڼې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د ارزګان ولایت د ټولو کرهڼیزو تخمونو پلورنکو او دزراعت درمل پلورنکو څخه دیاد ولایت دمحترم والي حاجی دعوت صاحب په هدایت نظارت ترسره کړی او ټول هغه تخمونه او درمل چي تر وخت تیر اوبی کیفیته وه راټول او د هیئت په حضور کي ئ وسوځول. […]
په ارزګان ولایت کي دکرهڼې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د ارزګان ولایت د ټولو کرهڼیزو تخمونو پلورنکو او دزراعت درمل پلورنکو څخه دیاد ولایت دمحترم والي حاجی دعوت صاحب په هدایت نظارت ترسره کړی او ټول هغه تخمونه او درمل چي تر وخت تیر اوبی کیفیته وه راټول او د هیئت په حضور کي ئ وسوځول. دا هغه کرهڼیز درمل اوتخمونه وه چي کروندګورو دا.ا.ا ویاد ریاست ته شکایت کړی وو چی دغه تروخت تیرو تخمو اودرملو ئ کښت ورخراب کړی. د کرهڼي اوبولګولو ریاست د کرهڼیزو چارو دمسؤلینو لخوا نن دا اقدامات ترسره سوه. عیدمحمد چی دکرهنیزو چارو امر دی نوموړی وائ چي دا ټول هغه ۶۰ قلمه تر وخت تیر اوبی کیفیته درمل او تخمونه وه چي وسوځول سوه، دا هغه مواد وو چی زموږ کروندګرئې له ستونزو سره مخامخ کول، هغه زیاته کړه چي کله کروندګر دخپل کښت لپاره درمل اخلې باید زموږ دزراعتي ډاکترانو او انجینرانو سره په اړېکه کي سی چي زموږ د ډاکترنو سره په مشوره درمل او تخم وپلورې. یو تن کروندګر سیدنبی وویل چي موږ دکرهڼې ریاست دا کړنه ستایو او زیاته ئې کړه چي ډیر ځله موږ داسی تخمونه رانیولی دی چي نه شنه کیدل او داسی درمل مي هم رانیولی دی چی دکښت دمرض لپاره دګټې پرځای به ئې کښت زیانمن کړي، هغه وویل چي له دې ورسته دی هر کروندګر د کرهني اوبولګولو ریاست د ډاکترانو سره په مشوره تخمونه او درمل اخلی تر څو ئې کښت ګټور تمام شی. نیټه: ۱۴۴۳/۶/۹ ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.