نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په عامه اولسي ځایونو او کورونو د دښمن د بریدونو په لړ کې پرون د کابل رژیم وحشیانو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د قلعه نجیل په بازار باندې بمبار کړی، چې له کبله یې ۲ دوکانونه سوځېدلي او نزدې کورونو ته هم زیان اوښتی دی. 03/07/2021
په اولسی سیمو د دښمن د درنو مرمیو د لګيدو په دوام پرون غرمه د لغمان مرکز کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا ویشتل شوې ۱ مرمۍ د اولسي خلکو د سورلۍ موټر ته څېرمه لګېدلې، چې له کبله یې موټر تخریب شوی، ۳ ښځي او ۳ ماشومان ژوبل شوي دي. 2021/7/1
پرون ماسپښین ۱ بجه د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند ګرګړ سیمه کې د کابل رژیم وحشیانو د کلي یوه مدرسه او ورسره جومات بمبار کړي، چې له کبله یې دواړه په مکمل ډول ویجاړ شوي، ۶ تنه د مدرسې شاګردان او ۱ د مدرسې استاده پکې ژوبل شوي دي. همداراز د یادې ولسوالۍ په […]
د لغمان علیشنګ ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مسئولینو د سالاب مینځ کلي تعلیم القرآن مدرسې نه لیدنه وکړه، دا په داسې حال کې چې د مدرسې ټول استاذان شاګردان حاضر ول او درسونه منظم روان وو. ځینې شاګردانو نه پوښتنې هم وشوې چی ځوابونه یې د قناعت وړ وو، تر دې وروسته د مدرسې […]
پرون ماخوستن ۹ بجې مجاهدینو د لغمان باد پښ ولسوالۍ کې ۳ د کوتر خانې او ۱ د چک پاین پوسته په مکمل ډول فتحه کړې دي. د راپور له مخې ګوډاګیان تښتېدلي او سیمه د مجاهدینو لاسته لوېدلې ده. 2021/6/25
د افغانستان اسلامي امارت د لغمان ولایت دجلب جذب ریاست د علیشنګ ولسوالی مدیریت ۱۴۴۲/۱۱/۱۴هق نن یوځل بیا د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د عفوې د فرمان نه په استفادې سره او د جلب جذب مسئولینو او د سیمې د مجاهدینو په هلوځلو په نتیجه کې د اجیرې ادارې ۵ […]
پرون شپه د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د اهنګرانو پوسته چې له اوږدې مودي را په دېخوا د مجاهدینو تر محاصرې لاندې وه د ۱۳ ګوډاګیانو په تسلیمېدو سره تخلیه او د مجاهدینو لاسته ولوېده. همداراز له دښمن څخه ګڼ شمېر وسلې او جنګي توکي پاته او د مجاهدینو لاسته ورغلي دي. د یادې […]
د دعوت ارشاد او جلب وجذب کمیسیون د مسؤلینو او ځایي مجاهدینو په زیادر پرون د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د کابل رژیم ۲ عسکر د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو. دوی له جګړې […]
پرون مازدیګر د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د بازار د سرپاس پوستې ټول ۱۸ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول. دوی وروسته له هغه چې د جګړې له زوره ولوېدل خپلې وسلې او مهمات ټول مجاهدینو ته وسپارل او له مخافته لاس په سر شول. 2021/6/21
پرون ماسپښین د وحشي رژیم عسکرو د لغمان مرکز مهترلام اړوند دِملخ سیمه کې په اولسي سیمو او کورونو د درنو وسلو ډزې او بمبار کړی دی. چې له کبله یې ۱ ماشومه او ۴ اولسي وګړي ژوبل شوي دي. 2021/6/19
پرون ماسپښین ۳ بجې له مزدور دښمن سره په نښته کې د لغمان مرکز اړوند دِملخ سیمه کې د مزدور رژیم ۲ ټانکونه د اورخوراک، ۵ ګوډاګیان قتل، ۲ نور ژوبل، ۱ دهشکه ونیوله شوه. 2021/6/19
پرون سهار ۸ بجې مجاهدینو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ په ودانۍ باندې هاوانونه ویشتلي، د راپور له مخې مرمۍ په ټاکلو اهدافو لګېدلې دي، چې په نتېجه کې یې په قومندانۍ کې ولاړ ټانک تخریب، ۲ ګوډاګیان پکې قتل او ۲ نور ژوبل شول. همداراز پرون مازدیګر هم د یادې ولسوالۍ په ودانۍ د […]
پرون مازدیګر ۶ بجې مجاهدینو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند قلعه نجیل بازار ته څېرمه د مزدور دښمن په پوسته د درازنوف په مټ برید کې ۲ ګوډاګیان مرګوني ژوبل کړل. پرون شپه ۹ بجې مجاهدینو د مرکز اړوند ابي زایو په پوسته باندې د لیزري ټوپکو په مټ برید کې د عبدالمقیم ولد […]
پرون مازدیګر ۶ بجې مجاهدینو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې په امنیه قومندانۍ هاوانونه ویشتلي، د راپور له مخې مرمۍ په ټاکل شوي هدف لګېدلې دي، چې له کبله یې ۲ مزدور عسکر ځای پر ځای وژل شوي دي. 2021/6/11
پرون سهار ۷ بجې مجاهدینو د کابل – جلال اباد په لویه لاره د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ د وریښمین تنګي سیمه کې د مزدور دښمن په پوستو وسله وال بریدونه ترسره کړل، همداراز سیمې ته د مرستي په موخه راتلونکي ګوډاګیان هم تربرید لاندې راغلل، خو دښمن ته د اوښتي زیان په اړه دقیق […]