لغمان او پروان کې د تعلیم او تربیې مسئولیونو له دیني مدارسو څخه لیدنه وکړه

د لغمان علیشنګ ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مسئولینو د سالاب مینځ کلي تعلیم القرآن مدرسې نه لیدنه وکړه، دا په داسې حال کې چې د مدرسې ټول استاذان شاګردان حاضر ول او درسونه منظم روان وو. ځینې شاګردانو نه پوښتنې هم وشوې چی ځوابونه یې د قناعت وړ وو، تر دې وروسته د مدرسې […]

د لغمان علیشنګ ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مسئولینو د سالاب مینځ کلي تعلیم القرآن مدرسې نه لیدنه وکړه، دا په داسې حال کې چې د مدرسې ټول استاذان شاګردان حاضر ول او درسونه منظم روان وو.

ځینې شاګردانو نه پوښتنې هم وشوې چی ځوابونه یې د قناعت وړ وو، تر دې وروسته د مدرسې استاذانو سره د مدرسې د لا بهبود په اړه مجلس تر سره شو، د یادې مدرسې مسئولینو د اسلامي امارت د مسئولینو په راتګ خوښي څرګنده کړه.

بلخوا د تعلیم اوتربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د مرکزي حلقې مسئولینو او د پروان ولایت تعلیمي مسئول او مرستیال د سیاګرد ولسوالۍ د دیني مدارسو مهتمیمونو سره مجلس وکړ، چې په دغه مجلس کې د مدارسو مسئولینو نه تعهد واخستل شو چې د اسلامي امارت نصاب او درجه بندي او په خپل وقت امتحاناتو ته به ژمن یاست؛ په دې اړوند ټو لو مهتممینو د پوهنې کمېسیون مسئولینو ته ډاډ ورکړ.
۲۰۲۱/۶/۲۶