نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
مولوي عرفان الله عرفاني د زلمو ستورو پاڅون دى آذان شوى د جهاد دى انقلاب دى آوښتون دى څه سپېڅلى استشهاد دى بيا د حق او باطل جنګ دى لور په لور د تورو شرنګ دى د شيطان لښكر راګير دى زلمو كړى پرې غورځنګ دى ورته شوى بيا تړون دى ټغر ټول د شر […]
وځي دژوندله رنګین هاره ستوري ځي قربانۍ ته له کتاره ستوري د صــــــــلیب ګواښ ته د سرونوپر سر وړي په میړانه لنډه لاره ستوري د سپین سباپه هیله ګــــــوره ورته بوخت په جګړه وي ترسهاره ستوري عشقه سلام به یې اوس وکړي کنه په سینه وړي بارود بی خاره ستوري دا د خلــیل ع پرقدم […]
عرفان الله عرفاني دښتې دې رنګينې په غوټيو شه ای وطنه چم د پسرليو شه غرونه دې جاري شه د حيات چينې مست خمار ګودر د ښاپېريو شه لراوبر د مېنې توخم وشينده کور د محبت او نېکمرغيو شه ناوې دې سنګار د آزادۍ شه بيا ډکه دې لمنه له پاوليو شه بيا دې کوربانه […]
سيد احسان الله الهام څومره شكلى يې ايمان درپسې ګرزي شهادته! مسلمان درپسې ګرزي ته يې ګل غوندي حسين د غيرت ژونده ته ډېوه يې پتنګان درپسې ګرزي بختور يې بختورو ته ور درومې ته هستي يې پاك ارمان درپسې ګرزي نه تنها دي ملنګان درپسې وتي هر په تخت سپور سليمان درپسې ګرزي ايماندار […]
ملادُرمحمد ګوهري ګرانه اشنا دزړګي سره اشنا مانه هوس مانه مستي مه غواړه ماته په برخه خدایزده څه لیکلي زما په باب کي نیک بختي مه غواړه ته خوبه غواړې چې دنورو په څير زما رګونو کې مستي پیدا کړې زما دژوند په سړو مړو اېرو کې تازه سکروټې او سپرغي پیداکړې ته به له […]
مولوي عرفان الله عرفاني توره يمه ډال يمه، غشی د هلا ل يمه مست جهادي شور لرم قتل او قتال يمه تانده حماسه لرم، عشق لرم جذ به لرم جوجو اوما جوجو ته، د سکندر دېوا ل يمه اور يمه عذاب يمه، موج وهم سېلا ب يمه مرګ يم طاغوتيانوته، کفر ته زوال يمه خوځنده […]
د هيواد غازي هوا وايي تكبير د احمد بابا اروا وايي تكبير د توحيد به ميو مست د جام منار د نګ ولاړ له ډېر پخوا وایي تکبیر ږوږ جګیږي له ارغنده د تهلیل اتل رود د هریوا وایي تکبیر تل خزه دی او دښمن ولي پر ټېک زموږ پامیر کاندي غزا وایي تكبیر ملا […]
لكه وينه مو هر دم رګوكې اوسي موږ د ده او دى زموږ په زړو كې اوسي زموږ په زړونو كې د ده اوسيدل داسي لكه ګل چي په تيرو اغزو كې اوسي كه يې نوم اورئ نو غوږ سئ كلمې ته كه يې ديد كوئ په ښو كارو كې اوسئ پيروي يې كاميابي ده […]
ذاکر مهاجر څو دروازې دخیبر ماتي نه کړي یون دخیبر له بري پرته به کاروان نشي راستون دخیبر زه نوی نه یم نه ورکېږم تر قیامته به یم دنن قیام مي یادګار دی دپرون دخیبر داچې په څوکو دلمبو ږدم ګړندي ګامونه ټکورومه په انګار کې جیګرخون دخیبر ما تر هغو په دې مسیر دسفر […]
سمندر له مانه ښه دی که له درده لیونی شو او سینه یې له دقته شوه لبرېزه نو د ( آه ) مخ خو یې اوړي اسویلي به یې زړه سپک کړي اسویلي خو به یې چیرته جل وهلیو . . لمر وهلیو ته د وریځو سایه بان شي ! هسکه ! ته هم بختور […]
ته وساتې خالقه ! زموږ بريا نيزه او آس غليم غواړي په زور ياپه رضا نيزه او آس هغه ورځ يې د مرګ ده فاتحې ته يې ور درومئ په كومه ورځ چي و پلورل كوم چانېزه او آس د زرو په بدل كي ځان ترې ورك غيرت ترې ورك شي دا نه چي ورنه […]
احمدګل ريان حريت او خپلواکي ته وي په کار نيزه او آس له ځان سره لازم ګڼي هوښيار نيزه او آس هرګوره د يو ويښ ملت وي نښه دغه دواړه اړتياوو د ژوندون کې يې وي شمار نيزه او آس نو ځنګه ځان سړی بولي خبر لا په دې نه دی چې چا يې کړل […]
الهام پکتیکوي دژمي موسم ؤ خزان دکلي دچنارو اوزرغونو ونو پاڼي توی کړي وي اوغرونوهم دپسرلي دوږمو عطرورینه فضاء نه لرله ، البتة په واورو پوښلي څوکي یې لکه پریوللي سپیني جاامي ښې ځلیدي اودراتلونکي ربیع ښکلي پسرلي پیغام پکې نغښتی ؤ طبعي خبره ده چې سړه هوا د ژوند چارې تعطیل اوله ځنډسره مخ […]
زه چې هرځل ملا وستنی ګردنی کړم زوړ تاریخ دمیوندونو رازلمی کړم خبر نه یې ؟ زه بې مرګه مبارز یم غواړم مرګ په بې احساسو راژوندی کړم دشهید له پاکو وینو ووبدل شوی ښکلی ګل به دټوپک دخولې ځونډی کړم دثواب په نیت دي دومره ډبومه چې دي مړ یا دي هم زما په […]
علی انس کله کله خوږ پرهاره راته یادشې ګلورينه کندهاره راته یاد شې دفکرو له سمندره خواته راشې دخوږمنو زړو قراره راته یاد شې ستوری ستوری دمینو په آسمان کې د بابا احمد شاه ښاره راته یادشې دغازیانو په سرو وینوټوکېدلی دغیرت دنګه مناره راته یادشې رود نیل شوې فرعونیان درکې غرق کیږي دخالد دتوري […]