• تاریخ : یکشنبه, ۳۰ غويی , ۱۴۰۳
  • برابر با : Sunday - 19 - May - 2024
  • ساعت :

    شعر او ادب

    ۱۳۹۴-۰۹-۰۱

    توصيه/ذهين

    مولوي ولي الله ذهين ها د پردو مسئله اوس هم لا ینحل پرته ده د وطن ناوې لا رنځوره پر اجل پرته ده زلمو د خدای په لحاظ اور د نفاق مه بلوئ د تېر تاریخ صحنه مو اوس هم پر کوګل پرته ده د استشهاد د زلمو لاس به دي ګرېوان ته پریوزي د […]

    ۱۳۹۴-۰۸-۲۹

    تفاول

    قاري عبدالستار سعيد چې له سراب راته شراب راوځي ښایي تعبیر مو نور د خواب راوځي بیا به غلیم لاس په پرهر وتښتي بیا به زلمي پښه په رکاب راوځي له همدې دښتو به توپان راپاڅي له همدې غرونو به  سیلاب راوځي بیا به د پنج موجونه و ششنیږي بیا به په چیغو ارغنداب راوځي […]

    ۱۳۹۴-۰۸-۲۲

    غزل/کاروان

    شاعر: پيرمحمد کاروان مه یې وژنئ ماشومان دي ارمانونه موروطن باندې مې ګران دي ارمانونه روژه ماتي ته لا نه دي رسېدلي د خُرماوو په ارمان دي ارمانونه د طاووس د زرغونو بڼکو وروڼه ښکلوونکي د قرآن دي ارمانونه ورارې مه شه د وطن ملالې خویندې شنه غمه یې د پېزوان دي ارمانونه د ګلاب […]

    ۱۳۹۴-۰۸-۱۹

    څلوريځې

                غلام محمد شاكر چې د قام له پاره سر ورکړي نثار شي د تاريخ د تندي خال شي افتخار شي سر داري يې مبارک شه د سر پلوريو چې په دار شي سر بې شکه چې سردار شي له سمندر سره يو څاڅکى سمندر شي يو وګړى له لښکر […]

    ۱۳۹۴-۰۸-۰۷

    مجاهد ته

      اوښکه غوندي سپین جانانه ګوره چي بې زړه نشې دنګ اوسه چناره، چي راکوږ لکه کاږه نشې سیوري ته ويدې هیلي دي بیا بیا زړه ته یادي کړه پام کوه له خپل مسیره وا نه وړې پیاده نشې دومره امیدونه دي د نوم تر پلو غوټه دي څومره چي آهونه وو ، اشنا اوس […]

    ۱۳۹۴-۰۸-۰۴

    راشه مه کوه د چا سره جفا

    راشه مه کوه دچا سره جفا دوباره دې راتله نشته په دنیا په دنیا کې هیڅوک نه دي پاتې شوي واړه تلونکي دي که نن دی که سبا که یو ځلې سر دخدای لپاره ټیټ کړې په قیامت به سر بلند شي تر هر چا بازار دادی که څوک سود او سودا کاندي په هغه […]

    ۱۳۹۴-۰۸-۰۳

         يوه هيله

    حنيف باسولى اى زما پاکه پالونکيه مهربانه يوه هيله مې ده زړه کښې له پخوا نه کړاوونه افغانانو ډير زيات تير کړل حوصله، صبر کې کلک وو له هر چا نه ډيرې سختې د ژوندون ورباندې راغلې د هدف لاره کې هيڅ نه شول ستو مانه له هرخوا نه تاړاکونه په دوى وشول څوک راغلي […]

    ۱۳۹۴-۰۷-۲۵

    د بري زيرى

    سيد احسان الله الهام په نڅا مي بيا احساس دىد حقبينو بيا بر لاس دى هر خناس اجل نيولىاسويليو دی سوځلى سپين كاروان پر مخ روان دىتياره ده شين آسمان دى د حيرت په ټال كې ښورمقرباني زلمو ته ګورم لكه غشي چې را اوري په پرديو زلمي ستوري داسي ښكاري شپه ډوبيږي ډوبه ورځ […]

    ۱۳۹۴-۰۷-۱۸

    د ملي اردو د عسکر فریاد!؟

    مات یو، مات یو، مات یو، مات یو او په ماتي نه پوهیږي ورته ژاړو ژاړو دوی په ننواتي نه پوهیږي   دا پردي داشر خره مو په وچ زور جګړې ته بیایي موږ یې څنګه په راز پوه کړو مغزي ماتي نه پوهیږي   موږ یې زور دمټو ولید طالب کټ مټ عزرائل دی […]

    ۱۳۹۴-۰۷-۱۴

    دکابل هیله/ مل غني خیل

    مجاهده په زړګي کې مي اوسېږې مجاهده زما کوګل په تا ودان دی مجاهده چې دڅڼو ګرد دي ښکل کړم مجاهده بس همدا زما ارمان دی مجاهده ستا له ړنګي ځوانۍ جار شم مجاهده دغه څومره بختور یې مجاهده حوري هم پرتامیني مجاهده په بخت دومره زورو یې مجاهده تور ټوپک دي نظر مه شه […]

    ۱۳۹۴-۰۷-۱۰

    د ګل مینه

    مونږ د اغزو پر څوکو ځو د منزل مينه کوو پر سينه سره زخمونه وړو خو د ګل مينه کوو اول د زړه وينه په جام کي د وفا ورلېږو بيا د لیلٰی د سپين رخسار او اوربل مينه کوو د يار ديدن ته د بارودو په سنګار کي ورځو غواړو آشنا خو د رقيب […]

    ۱۳۹۴-۰۷-۰۹

    کندزه/عرفاني

    عرفان الله عرفاني تیارې شوې کډه بیا سپین ستوري د اسمان درغلي کندزه غېږ ته دې سېڅلي طالبان درغلي ستا له رنګینې فضاټول شو د وحشت تور څادر سینه دې پرانېزه د مینې مجنونان درغلي سپین بیرغونه دې په تورو غرو نن بیا رپیږي شه مبارک د امارت تکړه غازیان درغلي د استقلال تاج دې […]

    ۱۳۹۴-۰۷-۰۵

    رنګینه پاڼه / نظام کندهاری

    لږ احساس خو دي پيدا کړه په سينه کي ځان ته ګوره د وجــــدان په آئينــه کي دا دنيــا خو د عُقبٰی بــام ته ځينــــه ده خـلک نکـوي خـوبـونـه په ځينـــه کــي ته ويده يې ستا د ننګ شمـله پردي وړي لکه نه چي لـــرې تريخَی په اِينـــه کي ځان قربان کړه د ملالـي ” […]

    ۱۳۹۴-۰۶-۳۰

    اختر کله راځي؟

    نظام کندهاری د هجر شــپې مي شوې اوږدې دا سحر کله راځي؟ خدايه زمـــا د ارمانونو دلــبــــــر کله راځــــي؟   چي د حريت و دنګ منـــــــار ته پرې پرواز وکړمه د غــــم په اور مي سوځېدلی ورز کلــــه راځي؟   قيامت خو دا وو چي هُمــــای مي شو سره جـــدا له دې فراقــه بغيـــر بل […]

    ۱۳۹۴-۰۶-۲۳

    زنـدان/ د غزني د زندان د ماتیدو په پلمه

    مولوي  رضوان الله  ( فيضاني ) پل  پر پل  ماتېږي  هر وحشي  زندان وار دی  د بګرام  او د څرخي  زندان نه  شو نور زغملی  د وحشت  پنجرې دا د ستمو او بربريت  پنجرې نور به  نړوو هر طاغوتي  زندان ډېرې  دي  حيرانې  زولنې  راته دا د سرو کفارو جېل  خانې  راته مونږ ته  نه […]

    go Up