نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نسيم زاده د خيال مارغه مې خپل غبرګ وزرونه د الوت په تکل چمتو کړي وو، هغه ته په ذهن کې داسې ورګرځېدل چې د تېر برم او عزت په لټون کې به بيا د ښکلې فضاء په انګړ کې غوټې ووهي، د شاهين غوندې تېز او ځغلنده نظر به يې هر څه له ورايه […]
ليکنه او راټولونه: عبدالله عزام د کفر او اسلام تر منځ ټکر/تقابل په هر زمان کې شتون درلود/لري، کفارو په هره زمانه کې د اسلام د له منځه وړلو هڅې کړي او کوي یې؛ په دې هڅو کې يې له مختلفو لارو چارو کار اخيستی، هم يې نظامي قوت ازمويلی او هم يې فکري قوت، […]
1 مسؤل کس باید په خپلو چارو کې، پوره اخلاص، صداقت، لویه حوصله، پراخ نظر، له تنګ نظري سخت پرهېز، یوموټی توب او ښه فکر، زیات رحم او په عموم کې پر خپل پرسونل بې حده شفقت ولري. 2 مسؤل کس باید په هر حالت کې کوشش وکړي، چې کوم کار کوي باید حتی الامکان […]
سید سعید: د ۲۰۲۱ ز، کال د فبروري د میاشتې په لومړۍ نیټه حکومتي ځواکونو د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د بخمل کوچې او پادخواب سیمو کې د توپچي بریدونه او بمبار کړی، چې له امله یې لس تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ژوبل شوي دي. د فبروري په ۲مه دهلمند ولایت د […]
لیکنه: ابرار بهیر که په ریښتنې توګه مسلمان او مومین بنده دنیا ته په راتګ د خپل پیدایښت په مفهوم پر مکمل ډول پوه شي، چي د څه لپاره پیدا شوی، چا پیدا کړی او ولي یې پیدا کړی. خپل حقیقي مالک او پالونکی په حقیقي ډول وپېژني نو هیڅ وخت به نه په دنیا […]
لیکنه: ثناءالله”معصوم“ که شاعري خیال ته واوړم د تهمت د غشي ښکار نشم، خو ته باور وکړه په سهار کې دې د پیرې له خوبولو سترګو د مینې او اُلفت هغه چینې را خوټیږي چې تقدس ته یې زم زم سلامي کا. د مخ په غوټۍ دې د جهاد د ستړیا نازکه خوله له هغه […]
سید سعید د ۲۰۲۱ز، کال د جنوري د میاشتې په لومړۍ نیټه د خوست مرکز اړوند ورغه کلي کې د کمپاین په نوم عسکرو یو ملکي وګړی چې د خوست – کابل پر لاره یې موټر چلاوه، شهید کړی دی. د جنوري په ۴مه د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د حکومتي عسکرو دهاوان […]
ابوظهیر شمس داسلامي حکومت جوړولو هدف یواځي د امنیت تأمینول ندي بلکې د امنیت راوستو ترڅنګ نورې ځانګړتیاوې هم لري،د کومو په وجه چې دنورو حکومتونو او نظامونوڅخه ممتاز دی، لکه: د ټولو غوره او هغوکارونو سرته رسول کوم چې بشریت لپاره د خیر او نیکمرغیو سبب ګرځي او له هغو ټولو منکراتو مخنیوی کول […]
محمد سلمان قاسمي دراني امپراتورانو به په ژمي کې پيښور او په دوبي کې کابل خپله پلازمینه ګرځوله، نو په ژمي کې به دراني شاهي کورنۍ په دې کلا کې اوسیده، تیمور شاه دراني دا کلا په بالاحصار نومولې وه، تر ډېرې مودې دغه کلا د درانیانو تر ولکې لاندې وه، (۱۹) نولسمه پیړۍ کې […]
فرهاد اتل: مشوره (شورايي نظام) او مشورتي ماحول د اسلام مبارک دین د لویو امتیازاتو څخه یو دی او الله تعالی په عظیم الشان قرآن کې د مسلمانانو د ځانګړتیاؤ څخه یاد کړی دی « و امرهم شوری بینهم» د هغوی خپلمنځي چارې په مشورې سره طی کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته […]
لیکوال: حمادافغان شیرزاد دا چې حکومتونه اوس د سیاست پر لاره ډېره تکیه کوي ، هر طرفته د سیاست چرچې دي، نو غربیان کوښښ کوي چې د سیاست او اسلام تر مینځ تفریق او جدوالی راولي او خلکو ته داسې څرګندوي چې د سیاست او اسلام هیڅ تعلق او اړیکه نشته او یا هم لږ […]
بشیر: په ښوونځي کې یوه ورځ استاد د ټولګي د شاګردانو نه د راتلونکي ژوند په باب د هغوی د خوبونو او د هغوی د عزایمو او ارادو په باب پوښتنې کولې، لومړی یې یو هلک پورته کړ او هغه نه یې وپوښتل: وایه په راتلونکي کې له ځانه څه جوړوې؟ هغه وویل: زه غواړم […]
مولوي صبغت الله: متاسفانه د مسلسلو جګړو له امله په ګران هېواد کې د ژوند د نورو برخو په څير تعليمي سيستم هم ويجاړ او ځپل شوی دی، علمي کدرونه مو تيت په ترک، هڅې مو خورې ورې او د هرې سيمې نصابونه مو مختلف دي. هر چا له خپلې خوښې سره سم تعليمي نصاب […]
سید سعید ۲۰۲۰ کال کې افغان ولس له ګڼو امنیتي، اقتصادي، صحي او….. ستونزو او کړاونو سره لاس او ګریوان و،له یوې خوا که د سوداګرۍ د کمزوري بهیر او کرونا وباء له امله خلک له صحي او اقتصادي مشکلاتو سره مخ وو، له بلې خوا د یرغلګرو او کابل ادارې د بمبارونو، چاپو او […]
عبدالرحمن محمود: و سلطان نورالدین زنکي ته له رومیانو څخه یو ځوان راغی اسلام یي قبول کړ ، له سلطان نورالدین زنکي رحمه الله څخه یي و غوښتل چي د مسلمانانو په خاوره کي ژوند وکړي. سلطان نورالدین ورته وویل کسب او هنر دې څه دی؟ هغه ورته وویل چي طبیب یم ، د زخمیانو […]