په خاکریز کي د ګډو ځواکونو له لوري ولس وژنه

میوند سادات د رواني میاشتي د ۸مي نیټې په ماښام نیمه شپه یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملګرتیا د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چینار او تمبیل کلیو کي چاپې واچولې، د عیني شاهدانو د وینا له مخي یرغلګرو ځواکونو د خلګو کورنو ته د ننوتلو سره سم پر خلګو ډزي پیل کړې، […]

میوند سادات

د رواني میاشتي د ۸مي نیټې په ماښام نیمه شپه یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملګرتیا د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چینار او تمبیل کلیو کي چاپې واچولې، د عیني شاهدانو د وینا له مخي یرغلګرو ځواکونو د خلګو کورنو ته د ننوتلو سره سم پر خلګو ډزي پیل کړې، ډیر خلګ یې شهیدان او ټپیان کړل، ځیني خلګ له دې وحشت څخه د خلاصون په موخه له کورنو وتښتیدل، هغوی چي بیا په کومه خوا منډه وهله ډرون الوتکو به په نښه کول چي ډیر خلګ د بې پیلوټه په بریدونو کي هم شهیدان او ژوبل شول.

په دې فاجعه کي ۱۶ تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي او نور ډير مالي  زیان هم خلګو ته رسیدلی دی.

تیره ورځ خلګو په یاده شوې پیښه کي د ځینو شهیدانو جسدونه د کندهار ښار ته د احتجاج په موخه وړل چي د ارغنداب ولسوالۍ د سوزنیانو مانده په سیمه کي داخلي عسکرو را ایسار کړل او ښار ته له تګ څخه یې منع کړل.

یرغلګرو په تیر کي د هستوګني پرسیمو خپل بریدونه داسي توجیه کول چي د طالبانو د ډزو او حملې په ځواب کي یې برید کړی، خو دلته داسي څه هم نشته، دلته نه جګړه شوې او نه ډزي شوي دي، خلګ په خواږه خوب بیده وو چي د اشغالګرو د وحشت په اور کي وسوځیدل.

د ګډ حکومت له راتګ سره له یوې خوا د یرغلګرو ځواکونو په شپینوچاپو او ورځینو عملیاتو کي زیاتوب راغي او له بلي خوا د داخلي عسکرو د لویو وسلو په استعمال کي د هیواد په مختلفو سیمو کي د یرغلګرو په چاپو او بمباریو او د کورنیو عسکرو د توپچي په بریدونو کي ډير زیات ولسي خلګ شهیدان شوي، ژوبل شوي، بندي شوي، کورونه او فصلونه یې ویجاړ شوي دي.

د ګډ حکومت په لومړیو کي  داسي هم پیښه شوه چي د هلمند په سنګین کي د داخلي عسکرو د هاوانونو په برید کي په یوه شپه یوه کور کي چي د واده مراسم پکي روان وو، ۵۰ تنه ولسي وګړي چي زیاتره یې ښځي او ماشومان وو، شهیدان شول او همدارنګه د یرغلګرو ځواکونو په یوه حمله کي د خوست په علیشیرو کي چي د جنازې مراسم پکي په نښه شول، ۳۶ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شول او یو زیات شمیر ټپیان شول.

د ولس پرعام وژنه په ځانګړې توګه د خاکریز پرهمدغه تازه پیښه باندي  د بیان ازادۍ مدعیان چوپه خوله دي، دوی د خپلو خلګو پروژنه دومره نه دي دردیدلي چي لږ ترلږه یو خبر یې خپور کړي.

ښه شوه چي دا د غرب د بیان ازادي خو مو په خپلو سترګو ولیده، کنه غربیانو او غرب ځپلو به وخت ناوخت راته زمزه کولای او موږ به یې له اصل وماهیت څخه ناخبره وو.

د بیان ازادۍ رښتيني دعوه داران او د بشري حقونو فعالان که رښتیا غواړي خپل رسالت سرته ورسوي د خاکریز په همدغه غملړلې پیښه باید خاموشي پای ته ورسوي، د افغان مظلوم ولس له حال څخه خلګ خبر کړي او د بشر دوستو ځواکونو له وحشت او دهشت څخه پرده پورته کړي.