مفکر او د بیا نړوني نوی پړاو 

سید شریف پر افغانستان د امریکایې یرغل له پیل سره دافغانستان د بیا نړوني او دافغان ولس د بیا وژني لړۍ پیل شوه، یرغلګرو  ځواکونو د یرغل په شروع کي دافغانستان دولتي او حکومتي پوځي او ملکي تاسیسات بمبار کړل،روغتونونه او مختلف عام المنفعه  بنسټونه یې ویجاړ کړل او  په وحشیانه بمباریو کي یې لوی […]

سید شریف

پر افغانستان د امریکایې یرغل له پیل سره دافغانستان د بیا نړوني او دافغان ولس د بیا وژني لړۍ پیل شوه، یرغلګرو  ځواکونو د یرغل په شروع کي دافغانستان دولتي او حکومتي پوځي او ملکي تاسیسات بمبار کړل،روغتونونه او مختلف عام المنفعه  بنسټونه یې ویجاړ کړل او  په وحشیانه بمباریو کي یې لوی لوی کلي له خاوروسره  برابر کړل،شنه بندونه،فصلونه ، د خلګو کورونه  او دوکانونه یې په بارودو او بلدوزونو په بل مخ واړول،په یوه – یوه حمله کي یې په سلهاوو ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل او…..

دروان کال د جون   دمیاشتي په لومړیو کي امریکا کي دبراون پوهنتون دنړیوالو چارو دڅېړني موسیسې « دجګړې زیانونه » ترسر لیک لاندي راپور کي ویلي چي : د ۲۰۰۱کال څخه تر ۲۰۱۴ پوري په افغانستان او قبایلي سیمو کي دامریکایې یرغل له امله تر  ۱۴۹زره زیات  ولسي خلګ وژل شوي او تر ۱۶۲ زره ډیر ژوبل شوي دي .

که پر افغانستان دامریکا دیرغل له امله دافغانانو د ځاني او مالي زیانونو کره ارقام  راټول شي تر هغو ارقامو به ډیر لوړ شي چي د څېړنیزو مرکزونو او رسنیو  په  راپورونو کي تر دې دمه نشر شوي دي .

د هغو زیانونو په اړه هم دقیق معلومات نشته چي دکابل رژیم داردو، پولیسو او اربکي  وسله والو په عملیاتو او حملو کي افغان ولس ورسره مخامخ شوی او لا هم ورسره لاس او ګریوان دی، داسي بې شمېره راپورونه رسنیو خپاره کړي چي حکومتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د خلګو له کورونو نغدي پیسې، ګېڼې او نور قیمتي شیان وړي،اوخلګ  یې وژلي، بندي کړي اوتهدید کړي دي.

د یرغلګرو د هیڅ یوه ګوډاګي څخه افغان ولس خیر نه دی لیدلی، دوی ټولو دخپلو شخصي ګټو او دبهرنیو بادارانو د خوشحاله کولو په موخه دافغان ولس دهیڅ راز ځورني او استثماروني څخه مخ ونه ګرځاوه، دوی د یرغلګرو سره دافغانستان د بیانړوني  او دافغان ولس د بیا وژني پروژې په ډیر اخلاص سره ترسره کړې او لا هم ډیر کوښښ کوي چي دخپل ولس په ټکولو اود اشغالګرو په غلامۍ کي جایزه واخلي .

دافغانستان د بیانړوني او افغان ولس د بیا وژني بهیر په  وروستیو کي چي «غني مفکر »ځان دوسله والو قواوو سر اعلی قوماندان  نومولی سم د یوې پوځي ستراتیژۍ او  پلان له مخي دخلګو کورونه  او دوکانونه چور شول، بیا په بلدوزونو ونړول شول او یا وسوځول شول،همدا راز د  شنوباغونو،فصلونو او ځنګلونو دبیا نړوني په موخه ځانګړي پوځي قطعې دې کار ته وګومارل شوې .

د رواني میاشتي(جولایې) په ۲۰ مه د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ څخه د خلګو د کورنو د سوځولو او لوټولو دیو لوی کمپاین د تطبیق خبر ورکول شو، کیسه داسي ده، چي یوه لویه قوه چي غورک ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه خوځیدلې وه ،دمیوند ولسوالۍ  په ګرماوک سیمه کي مجاهدینو محاصره کړه ،دوی له محاصرې څخه د خلاصون په خاطر دهیڅ ډول وحشت څخه مخ ونه ګرځاوه ،د خلګو پر کورنو یې هاوانونه پیر کول، ولسي خلګ یې وهل ټکول، بندي کول او ځیني خلګ خو یې تر نیولو ورسته شهیدان هم کړل، خلګو د مفکر له دې وحشت څخه کورونه او شتمنۍ پرېښودلې،یوازي یې د خپل سر ایستل  غنیمت وګاڼه،د کوچنی اختر  په  رارسیدو سره دې لویې قوې  فرار ته پرقرار ترجیح ورکړه او خپلي شوبلي او ټانګونه یې بیرته مخ پرکندهار مارش کړل .

ځوریدلي له کور او کلي تښتیدلي خلګ چي بیرته خپلو کورونو ته ستانه شول، ګوري چي  کورونه یې په بل مخ اوښتې ، ټول د استفادې وړ شیان یې چور شوي، ځیني کورونه  تر چور او تالان وروسته سوځول شوي او په ډارونکي حالت کي پرېښودل شوي دي، دغه دوحشت کمپاین په لس وشل کورونو کي نه دی پلی شوی ،بلکي ۵۰۰کورونه د مفکر د بیا نړوني او  وحشت په  دغه اور کي سوځول شوي او تباه شوي دي .

د روان کال په مارچ کي بیا د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ  کي د بیا نړوني یوه لویه پروژه عملي شوه،دمارچ په ۲۹ مه رسنیو راپورونه خپاره کړل چي : دهلمند ولایت په سنګین  ولسوالۍ کي دکورنیو عسکرود‌ذوالفقار په نوم عملیاتوکي د ملکي خلګو  ۱۵۰۰کورونه نړول شوي دي ،دعیني شاهدانو په وینادسنګین ولسوالۍ په کښته خوا کي دلس کیلومتره په اوږدو کي دخلکو کورونه په بلډوزونو ویجاړشوي او دوی یواځي خپل ځانونه ایستلي نور یې دکورونو ټول  شیان تر خارو لاندي شوي دي.

خلګو دحکومت له لوري دورانو شوو کورونوشمېر اوموقعیت په لاندي ډول  بیان کړی.

دحاجي نعمت الله ، پیروزو ،حاجي ظاهر شیله، چمنان ، حاجي عبدالرحمن کلي ، احمدزو،دحاجي میرا جان کلي ،حاجي شاغاسي اکا کلي ،حاجي محمد ګل کلي،حاجي خدایداد کلي ،حاجي ګل شیله ،حاجي حمید اکا شیله ،حاجي ګل بابا شیله ،حاجي دراني شیله ، شکر شیله ، حاجي رحم الدین کلي ،حاجي ملاصمد کلي ،حاجي لالي اغا کلي،سره موسی جان کلي ، بریښناکوټ څخه  لاندي دوه کلي  اوپه ځینو نورو سیمو اوکلیوکي حکومتي عسکرودولسي خلګوتر زر (۱۵۰۰) ډیر کورونه په بلډوزرونو ویجاړ کړي دي.

دسیمه ییزو خلګو په وینا چي تر کابل اوکندهاره یې منډي ترړي کړي، مرکزي حکومت یې  دورسره شوي ظلم څخه خبر کړی خوپه خبره یې چي تر اوسه یې ږغ نه دی اوریدل شوی .

همدا راز  دهلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د مالمند بازار  په سلهاوو دوکانونه د اخلي عسکرو لومړی چور کړی او بیا سوځولي دي .

له کوم وخت راهیسي چي د مفکر په مشري کابل کي نوی حکومت رامنځته شوی ، ولس له ډیرو  امنیتي،سیاسي،اقتصادي او ټولنیزو ستونزوسره مخ شوی دی، پر یادو شوو ستونزو سربیره مفکر  یرغلګرو ځواکونو ته  د شپینو چاپو او ډرون حملو عام وتام اختیار ورکړ،خپلو وسله والو ته یې د ثقیله وسلو د کارولو او د مخالفینو په نوم د ولس د هرډول ځوروني او تعذیب اجازه ورکړه ،چي له امله یې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کي د واده پر مراسمو دکورنیو عسکرود هاوانونو په ډزو کي  ۵۰ تنه ولسي وګړي شهیدان  او ۱۰۰تنه ټپيان شول ، د خوست ولایت  په علیشرو ولسوالۍ کي د جنازې پر مراسمو دیرغلګرو په ډرون حمله کي  ۳۵ تنه ولسي هیوادوالو شهیدان شول، په غزني، پروان ، لوګر ،کونړ او ….. کي  د یرغلګرو په بمبار  او ډورن حملو او دداخلي عسکرو په هاوانونو ا وپیرونوکي پراخي ولسي مرګ ژوبلي  رامنځته شوې .

لنډه داچي مفکر د افغانستان د بیا نړوني  او افغان ولس د بیا وژني نوی پړاو پیل کړ، پورته ذکر شوي فاجعې او واقعې یې وروستۍ بېلګې دي، په راتلونکي کي دي الله تعالی خیر کړي چي مفکر به  افغان مظلوم ولس ته  نور  لا څه ډول سزا ګاني ورکوي .