عطاء نور د مظلوم ولس جونګړو ته اور ورته کړ

میوند سادات د بلخ ولایت کشنده ولسوالۍ د پنج په سیمه کي د عطاء نور ملیشو د علیماتو په نوم د ولسي خلګو پرکورنو بریدونه کړي، د خلګو کورونه یې تر تلاشي کولو وروسته چور کړی، خلګ یې وهلي، اووه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او دوه کورونه یې سوځولي دي. عطاء نور پر […]

میوند سادات

د بلخ ولایت کشنده ولسوالۍ د پنج په سیمه کي د عطاء نور ملیشو د علیماتو په نوم د ولسي خلګو پرکورنو بریدونه کړي، د خلګو کورونه یې تر تلاشي کولو وروسته چور کړی، خلګ یې وهلي، اووه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او دوه کورونه یې سوځولي دي.

عطاء نور پر دې وحشت د اعتراف تر څنګ د خلګو د کورونو سوځول خپله قهرماني وبلله او خپلي وسوله والي ملیشې یې نور هم ورته وحشتونو ته تشویق کړې.

د هیواد په ډیرو سیمو کي له ولس سره د کابل رژیم چلند په دغه ډول ادامه لري، څه موده وړاندي د بلخ په ګاونډ جوزجان کي د جنرال دوستم ګلم جمي ملیشو د عطاء نور غوندي د خلګو له کورونو قیمتي شیان چور کړل، خلګ یې شکنجه کړل، بندیان یې کړل او یو شمیر یې شهیدان او ټپیان کړل، وروسته دوستم فاریاب ته مخه کړه هلته یې هم ورته جنایتونه تکرار کړل.

تیره میاشت هم د ګډ حکومت په عملیاتو کي د بغلان په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کي په لسهاوو زره کورنۍ د سیمي پرېښودلو ته مجبوري شوې، د ځایې مخورو د وینا له مخي د بغلان په یادوو شوو عملیاتو کي څه کم زر تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شول، په سلهاوو کورونه، جوماتونه، دوکانونه او نور د هستوګني ځایونه وران شول.

داسي ښکاري لکه ګډ حکومت چي په سيستماتیک ډول خلګ ځوروي، شهیدوي، بندي کوي، کورونه یې ورانوي او د سیمي تخلیه کولو ته یې اړباسي، چي له همدې لاري په طالبانو فشار وارد کړي او سیمه ورته پریږدي، د دې ډول چلند یوه واضحه بیلګه د بغلان عملیات دي چي حکومتي ځواکونو په لوی لاس د هستوګني سیمي په نښه کولې او له همدې لاري یې غوښتل چي خلګ د طالبانو پر ضد را وپاروي، دوی په دې نه پوهیږي چي خلګ به هیڅکله د خپلو کورونو ورانونکي، د ښځو او ماشومانو وژونکي ونه بخښي.

د ګډ حکومت له راتګ سره له یوې خوا د یرغلګرو په شپنیو عملیاتو کي ډیروالی راغلی او له بلي خوا د حکومتي ځواکونو د لویو وسلو بریدونو، چاپو او ړندو بمباریو زور واخیست چي ډیر زیات زیان یې ولس ته رسیدلی دی.

د ګډ حکومت وسله وال او سیاسیون دې دا ګومان نه کوي چي هر څه لوبي په ولس کوي مخه یې خلاصه ده، الله تعالی به د مظلوم ولس غچ له دوی څخه اخلي، په دنیا کي به یې شرمنده کوي او په اخرت کي به سخت عذاب ورکوي.

بل دا چي افغان ولس هغه باشهامته ولس دی چي د نړۍ ډیرو مستکبرینو یرغلګرو ته یې ماته ورکړې او خپل کسات یې ځني اخیستی دی، نو د ګډ حکومت چارواکي چي لاسونه یې د ولس په وینو سره دي د ولس انتقام ته دي انتظار شي.

د مظلوم افغان ولس ازار، آه او فغان او د دې میړني ولس د اوښکو او وینو طوفان به د عطاء نور، دوستم، رازق، غني، عبدالله او….. ظالمو چارواکو د ظلم اسمان څکي ماڼۍ ګړوبوي او دغه جابران به د ذلت او عذاب کندي ته ورټیل وهي.

په ستړو اسویلو به یې ځواني لمبه لمبه شي

خندا به یې سلکۍ شي په ازار د لیونو