د ګډ حکومت هاوانونه دولس ژوند ګواښي 

میوند سادات په تېرو درو ورځو کي د ګډ حکومت د توپچي قواوو په ډزو کي ډیرو زیاتو ولسي هیوا والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،د هیواد په مختلفو سیمو کي  دځایې عسکرو له لوري  ولسي خلګ شهیدان شوي،ټپیان شوي،بندي شوي،وهل شوي ، ځورول شوي او کورنه یې ویجاړ شوي  دي .  درواني میاشتي په۴مه […]

میوند سادات

په تېرو درو ورځو کي د ګډ حکومت د توپچي قواوو په ډزو کي ډیرو زیاتو ولسي هیوا والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،د هیواد په مختلفو سیمو کي  دځایې عسکرو له لوري  ولسي خلګ شهیدان شوي،ټپیان شوي،بندي شوي،وهل شوي ، ځورول شوي او کورنه یې ویجاړ شوي  دي .

 درواني میاشتي په۴مه رسنیو داسي خبرونه خپآره کړل چي د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ کي وروسته له هغه چي حکومتي ځواکونه  د طالبانو له خواله تلفاتو سره مخ شول، اربکیانو او داردو عسکرو  د خلګو  پرکورنو هاوانونه اورلي چي له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول پنځه تنه شهیدان شوي او ځني نور ژوبل شوي دي،د ځایې خلګو په وینا چي داردو عسکرو او اربکیانود خلګو پرکورنو چاپې وهلې  او  پرمها ل یې ولسي خلګ د طالبانو سره دهمکارۍ په تور وهلي او ځورولي  دي.

ورپسې داسي راپورونه خپاره شول چي دهلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په چنګولک سیمه کي د کورنیو عسکرو په یو توغندیز برید کي د یوه کور اته تنه غړي ( درې تنې میرمني،درې ماشومان،یوسپین ږیری او یوځوان )  شهیدان شوي او یوبل تن ژوبل شوی دی.

همدا راز د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ څخه هم خبر ورکول شوی چي د حکومت د توپچي قواوو یوه مرمۍ په سیمه کي پر ملکي خلګو په داسي حال  لګیدلې چي لمونځ یې کاوه په یاده شوې حمله کي  ځني لمونځ کونکي شهیدان شوي او ټپیان شوي دي، د شهیدانو له جملې  د حاجي غلام ،ډاګټر غلام حیدر،ګل احمد،نعیمي اکا او داکا زوی په نوم ولسي وګړو نومونه یاد شوی دی .

د اردو په یوه بله توغندیزه حمله کي  بیا د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ  مرکز ته نژدې  د حاجي شاهین په نوم د یو سیمه ییز وګړي د کورنۍ دوې ښځي او یوکوچنی شهیدان شوي دي.

د ولسي مرګ ژوبلي پورته ذکر شوي پیښي یوازي هغه واقعې دي چي رسنیو یې راپورونه ورکړي دي، که پلتنه وشي دملکي تلفاتو ډیري داسي  پیښي به  را څرګند شي چي رسنیو یې په اړه یو خبر لا هم نه وي ورکړی .

د کوم وخت راهیسي چي ګډ حکومت کار پیل کړي ورسره ولسي مرګ ژوبله هم ډیره شوې ده، ځکه همدې رژیم له یوې خوا یرغلګرو ځواکونو ته د شپنیو چاپو او ډرون حملو پراخه اجازه ورکړه او له بلې خوا یې خپلو وسله والو ته د ثقیله وسلو د کارولو بې قید اوشرطه امر وکړ،د رژیم لوی درستیز  جنرال قدم شاه شهیم شمال کي خپلو وسله والو  ته وویل چي  د مخالفینو سره د جګړې پر مهال  مو لاس خلاص دی،څه چي مو په وس پوره وي سپما یې مه کوئ،تاسي  به د خپلو کړنو له امله محاکمه نشئ او له تاسو به څوک پوښتنه ونه کړي.

د څارونکو په اند چي افغانستان کي د اردو،پولیسو او اربکیانو په نوم جوړښتونه یو هم نه ملي او نه مسلکي دي،صرف د څو پیسو او خواهشاتو پوره کولو لپاره بې کاره او بې کسبه ځوانان پکي راټول شوي دي چي ودغه ډول افرادو ته د مخالفینو د ټکولو په نوم د هرډول زور او وسلو کارولو امر او اجازه  به بې له شکه ډیر زیات زیان ولس ته  ورسوي .

په تېرو څو میاشتو کي د ګډ حکومت ددرنو وسلو په ډزوکي د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کي ملکي وګړي شهیدان شوي ،ژوبل شوي ،کورنه یې ویجاړ شوي  او ډیر مالي تاوانونه ورته رسیدلي دي، په ننګرهار، کونړ،پکتیا،لوګر،کندوز،فاریاب،باغیس،بدخشان،میدان وردګ، زابل،ارزګان، کندهار،فراه، هرات او په تېره د غزني په قاضي کلا،نوغي کلي،د پروان په سیا ګرداو دهلمند په سنګین ولسوالۍ کي هغه بوږنونکي واقعې  دهیوادوالو سره ثبت دي چي د واده محفلونه یې په غمونو تبدیل کړل او په لسهاوو ملکي هیوادوال یې د ښځو اوکوچنیانو په ګډون شهیدان او ټپیان کړل .

مخکي به ولس ته ډیر زیان د یرغلګرو ځواکونو په بمباریو اوچاپو کي رسیده اوس د افغان وژني په اشر کي د یرغلګرو د وحشت سره اوږه پراوږه د رژیم هاوانونه هم مل دي او دولس ژوند ته لوی ګواښ د حکومت  توپچي ځواکونو رامنځته کړی دی .