دګډ حکومت ړانده هاوانونه او ملکي زیانونه

دافغان اسلامي اژانس دراپور په اساس دوې ورځي مخکي ( داپریل په ۱۴مه ) دکاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په شاوخوا کي دحکومتي عسکرو او طالبانو ترمنځ جګړه ونښته ، دنښتي په جریان کي دحکومتي قواوو دهاوان یوه ګولۍ پر یو کور ولګیده چي له امله یې پنځه لس تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل […]

دافغان اسلامي اژانس دراپور په اساس دوې ورځي مخکي ( داپریل په ۱۴مه ) دکاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په شاوخوا کي دحکومتي عسکرو او طالبانو ترمنځ جګړه ونښته ، دنښتي په جریان کي دحکومتي قواوو دهاوان یوه ګولۍ پر یو کور ولګیده چي له امله یې پنځه لس تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل شول .
په یاده شوې واقعه کي څلور کوچنیان ، دوې ښځي او دوه تنه نارینه شهیدان شوي او اووه نفره نور ملکي هیوادوال ټپیان شوي دي ،توغندي دسین زیو کلي کي دسمیع الله په کور لګیدلې او دپیښي ټول قربانیان دنوموړي دکورنۍ غړي دي .
په دې وروسیتو کي دحکومتي ځواکونو دتوپخانې په ډزو کي دهیواد په بیلابیلو برخو کي ولسي هیوادوالو ته خورا ډیر ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي .
دحکومتي قواوو دتوپخانه یې بریدونو په لړ کي دروان (۲۰۱۵) کال په لومړۍ شپه یوازي دهلمند ولایت په یوه ولسوالۍ کي په یوه برید کي یو سلو پنځوس تنه ولسي هیوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته ، پیښه داسي وه چي دسنګین والسوالۍ دساروان کلاپه باینزو سیمه کي دداخلي عسکروله خوا توغول شوي توغندي دمحمد اکاپرکور چي دزوی واده یې ؤ، و لګیدلې ، دځایې خلګو په ویناپه دغه بریدکي شپږ پنځوس تنه ولسي هیوادوال چي زیاتره یې ښځي او ماشومان دي شهیدان شوي او تر سلو تنو ډیر ټپیان شوي دي .دهلمند حکومتي چاراکوهم منلې چي دغه توغندویې بریدددوی له لوري شوی دی .
دجنوري په ۶مه دهلمندولایت د نوزاد ولسوالۍ په شغزو کاریز سیمه کي دداخلي عسکرودهاوان مرمۍد محمدصادق اکاپه کورباندي لګیدلې، په دغه توغندیز برید کي یوماشوم شهیدشوی او یو کوچنی اودرې میرمني ژوبلي شوي دي .
دجنوري په ۶مه ددایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په خلج سیمه کي دکورنیو عسکرودهاوان په ډزوکي یوه یوولس کلنه نجلۍ شهیده شوې ده .
دجنوري په ۱۲مه د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ په مربوطاتو کي دداخلي عسکرو دهاوان په ډزوکي درې نجوني ټپیاني شوي دي .
دجنوري په ۱۷مه د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په ماړو سيمه کي دکورنیو عسکرود هاوان په ډزوکي درې تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي .
دجنوري په ۲۸ مه دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ دخواجه خدر اوشیوان په سیمه کي دداخلي عسکرودتوپخانې په ډزو کي لس تنه ولسي هیوادوال ژوبل شوي دي .
دفبروري په ۸ مه دکندهارولایت د معروف ولسوالۍ په جر سیمه کي دکورنیو عسکرودهاوان په ډزو کي یو ماشوم شهید شوی دی .
دفبروري په ۲۱مه دزابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په دانیزو کلي کي دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي یو سپین ږیری او ماشوم ژوبل شوي دي .
دفبروري په ۲۴مه داخلي عسکرودکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په انارجوی، سين زيه، کرم خيل، قورغل، تترخيل او ملايانو سيمو باندې د هاوانونو ډزي کړي چي له امله یې دښځو اوکوچنیانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي .
دفبروري په ۲۷ مه دننګرهار ولایت دحصارک ولسوالۍ په خنجر سیمه کي داربکیانو دهاوان په ډزو کي یو ماشوم شهید شوی او څلور کوچنیان ټپیان شو ي دي .
دمارچ دمیاشتي په ۲مه نیټه دکونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د جلاله په وای کونډي سيمه کي دکورنیو عسکرودهاوان په ډزو کي دیو کور دوه ماشومان شهیدان شوي دي .
دمارچ په ۱۰ مه دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سیمه کي دکورنیو عسکرو دتوپخانې په ډزو کي یو ملکي وګړی شهیدشوی او دوه تنه ټپیان شوي دي .
دمارچ په ۲۳مه د غزني مرکز ته نژدې په قاضي کلا سیمه کي دځایې عسکرو دهاوان په ډزو کي پنځه تنه ماشومان چي دکرکټ په لوبه بوخت وو، شهیدان شوي او اووه تنه ژوبل شوي دي.
دمارچ په ۲۶مه دغزني ولایت د ده یک ولسوالي علي کلاسیمي ته نژدې دکورنیو عسکرودهاوان په ډزوکي دیوې کورنۍ څلور کوچنیان شهیدان شوي او دوه ماشومان اوڅلور تنې ښځي یې ټپیاني شوي دي .
دمارچ په ۳۰ مه دغزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په سرده سیمه کي داخلي عسکرو دهاوان ډزي کړي چي له امله یې یو ملکي وګړی شهید شوی او څلور تنه ژوبل شوي دي .
په تېرو درو میاشتو کي دملکي تلفاتو پورته ذکر شوي ارقام یوازي اویوازي دتوپخانه یې بریدونو محصول دی ، دګډ حکومت اویرغلګرو ځواکونو په ګډو شپنیوچاپو ،ورځنیو عملیاتو، بمباریو اومخامخ ډزو کي هم یو زیات شمېر ملکي هیوادوال شهیدان شوي ، بندیان شوي، وهل شوي اوکورونه اوفصلونه یې وران شوي دي.
دمارچ په ۲۹ مه رسنیو راپورونه خپاره کړل چي : دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي دکورنیو عسکرود‌ذوالفقار په نوم عملیاتوکي دسلهاوو ملکي خلګو کورونه نړول شوي دي ،دعیني شاهدانو په وینادسنګین ولسوالۍ په کښته خوا کي دلس کیلومتره په اوږدو کي دخلکو کورونه په بلډوزونو ویجاړشوي او دوی یواځي خپل ځانونه ایستلي نور یې دکورونو ټول شیان تر خارو لاندي شوي دي.
خلګو دحکومت له لوري دورانو شوو کورونوشمېر اوموقعیت په لاندي ډول بیان کړی.
دحاجي نعمت الله ، پیروزو ،حاجي ظاهر شیله، چمنان ، حاجي عبدالرحمن کلي ، احمدزو،دحاجي میرا جان کلي ،حاجي شاغاسي اکا کلي ،حاجي محمد ګل کلي،حاجي خدایداد کلي ،حاجي ګل شیله ،حاجي حمید اکا شیله ،حاجي ګل بابا شیله ،حاجي دراني شیله ، شکر شیله ، حاجي رحم الدین کلي ،حاجي ملاصمد کلي ،حاجي لالي اغا کلي،سره موسی جان کلي ، بریښناکوټ څخه لاندي دوه کلي اوپه ځینو نورو سیمو اوکلیوکي حکومتي عسکرودولسي خلګوتر زر (۱۰۰۰) ډیر کورونه په بلډوزرونو ویجاړ کړي دي.
دسیمه ییزو خلګو په وینا چي تر کابل اوکندهاره یې منډي ترړي کړي، مرکزي حکومت یې دورسره شوي ظلم څخه خبر کړی خوپه خبره یې چي تر اوسه یې ږغ نه دی اوریدل شوی .
په ټوله کي دجان کیري داختراع شوي دوه سري حکومت په راتګ سره افغان ولس دډیرو ستونزو سره لاس وګریوان شو، سوداګریزه راکړه ورکړه یې خوار ټیټي کچې ته ولویده ، بې کاري زیاته شوه ، کمونیسټ مسلکي قاتلان په لوړو پوسټونو نصب شول ،دبیانړوني پروژه پیل شوه ،کورونه او فصلونه په بلډوزرونوویجاړ شول، اسیران بیرته دبګرام تو ر زندان ته انتقال شول،شپنۍ چاپې ډیري شوې ،دهستوګني پرسیمو دثقیله وسلو استعمال ته لومړیتوب ورکول شوچي همدا دتګاب غمیزه یې وروستۍ واقعه ده .