دقاضي کلا ماشومان په کومه ګناه ووژل شول

لیکوال : میوند سادات پرون دغزني دمرکز اړوند په قاضي کلا سیمه کي دځایې عسکرو دهاوان په ډزو کي پنځه تنه ماشومان چي په یو لوبغالي کي یې دکرکټ لوبه کوله شهیدان او اووه تنه ژوبل شول . ځایې چارواکو دهاوانونو دغه برید یوچاودنه وبلله ، خو عیني شاهدانو رسنیو ته وویل چي : دغه […]

لیکوال : میوند سادات

پرون دغزني دمرکز اړوند په قاضي کلا سیمه کي دځایې عسکرو دهاوان په ډزو کي پنځه تنه ماشومان چي په یو لوبغالي کي یې دکرکټ لوبه کوله شهیدان او اووه تنه ژوبل شول .

ځایې چارواکو دهاوانونو دغه برید یوچاودنه وبلله ، خو عیني شاهدانو رسنیو ته وویل چي : دغه فاجعه دهغو هاوانونو له امله رامنځته شوه چي دعسکرو له نژدې پوستې دلوبغالي په خوا راو توغول شول .

خلګو دشهیدو ماشومانو جسدونه داحتجاج په توګه دولایت مخ ته تر ماښامه پوري ایښي وو، خو ولایتي مسولینو یې دښکاره عاملینو دمجازات په اړه څه ونه ویل .

په وروستیو میاشتو کي دهیواد په بیلابیلو سیمو کي دغه ډول پیښي خورا ډیري شوي دي چي زیاتره قربانیان یې ښځي او ماشومان وي .

ددغه ډول خونړیو پیښو څو بېلګې په لاندي ډول دي :

دډسمبر په ۹ مه دهلمند ولایت دګریشک ولسوالۍ په کلای کز سیمه کي دکورنیو عسکرودهاوان په برید کي دوه دوکانداران شهیدان شوي او یوبل تن ژوبل شوی د ی.

دډسمبر په ۱۴ مه دکندهارولایت د خاکریز ولسوالۍ د باغکي په سیمه کي دداخلي عسکرودهاوان په برید کي دوه ولسي وګړي شهیدان شوي دي .

دډسمبر په ۲۳ مه دکاپیسا ولایت دتګاب ولسوالۍ په بروتیانو سیمه کي دداخلي عسکرو دهاوان په برید کي یوه ښځه او درې ماشومان شهیدان شوي اودرې زنانه اوڅلور کوچنیان ژوبل شو ي دي .

دډسمبرپه ۲۸ مه دکندهارولایت د میوند ولسوالۍ په ګرماوک سیمه کي دداخلي عسکروپه یو راکټي برید کي درې کوچنیان شهیدان شوي دي .

دډسمبر په ۲۸ مه د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په عمر خېل سیمه کي دداخلي عسکرودهاوان په ډزوکي دوه ملکي وګړي شهیدان شوي اوپنځه تنه ټپیان شوي دي .

دډسمبر په ۳۱مه دهلمند ولایت دسنګین والسوالۍ دساروان کلاپه باینزو سیمه کي دداخلي عسکرو توغندي دمحمد اکاپرکور چي دزوی واده یې ؤ لګیدلي ، په دغه بریدکي شپږ پنځوس تنه ولسي هیوادوال چي زیاتره یې ښځي او ماشومان دي شهیدان شوي او تر سلو تنو ډیر ټپیان شوي دي .دهلمند حکومتي چاراکو منلې چي دغه توغندویې بریدددوی له لوري شوی دی .

دفبروري په ۲۴مه داخلي عسکرودکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په انارجوی، سين زيه، کرم خيل، قورغل، تترخيل او ملايانو سيمو باندې د هاوانونو ډزي کړي چي له امله یې دښځو اوکوچنیانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي .

په ډیر تاسف سره دڅو دملي رسنیو پرته زیاتره برېښنایې اوچاپي رسنیو دقاضي کلا دماشومانو په پورته ذکر شوې بې رحمانه وژنه تر دې دمه سکوت غوره کړی دی، اوځینورسنیو خوددغي پیښي دتحریف هڅي هم وکړې ، خو دخلګو غبرګون چي شهیدان یې دولایت مقام مخ ته ایښي وو، درسنیو غولونکي هڅي بې له دې چي ددوی حیثیت نور هم کم کړي بله کومه ګټه ورته ونه کړه .

دنوي حکومت له پیل سره که له یوې خوا دیرغلګرو ځواکونوپه شپنیو چاپو کي زیاتوب راغلی له بلي خوا دکورنیو اوبهرنیو عسکرو دثقیله وسلو بې دریغه استعمال هم زیات شوی دی ، په تېرو دروو میاشتو کي دداخلي عسکرو دتوپخانې په ډزو کي دهیواد په مختلفو سیمو کي ډیري داسي غمیزي رامنځته شوي چي په لسهاوو ملکي هیوادوال یې له ژونده بې برخي کړي دي .

میوند سادات