خونکار « والي»

میوند سادات نن داسي راپورونه خپاره شول چي دوې ورځي وړاندي د لغمان په قرغیو کي د والي جبار نعیمي وسله والو ولسي خلګ وژلي او ژوبل کړي دي. د جبار نعیمي د دې عمل په عکس العمل کي خلګو لاریون کړی او د احتجاج په توګه یې د وژل شوو هیوادوالو جنازې د سړک […]

میوند سادات

نن داسي راپورونه خپاره شول چي دوې ورځي وړاندي د لغمان په قرغیو کي د والي جبار نعیمي وسله والو ولسي خلګ وژلي او ژوبل کړي دي.

د جبار نعیمي د دې عمل په عکس العمل کي خلګو لاریون کړی او د احتجاج په توګه یې د وژل شوو هیوادوالو جنازې د سړک پر غاړ ایښي وې، غوښتنه یې کوله چي ترهغو به جنازې دفن نه کړي چي والي (نعیمي) له دندي ګوښه شوی نه وي.

ولسي خلګو ته په داسي حال کي زیان رسیدلی چي د ولایت د مقام په مشرۍ وسله والو ځواکونو د مځکو د غصب د مخنیوي کمپاین کاوه، خو ولسي خلګ وایې چي ولایتي اداره خپله په فساد کي غوپه ده.
د والي ویاند سرحدي ځواک په سیمه کي د عیني شاهدانو او لاریون کونکو د اعتراضونو سره سره دا ادعا کړې چي خلګو ته د دوی د ځواکونو له لوري نه بلکي د طالبانو په ډزو کي مرګ ژوبله اوښتې ده.

جبار نعیمي چي خوست کي والي و، همالته هم خلګ ترې پوزي ته راغلي او په پرله پسې ډول یې د جبار د جبر پرضد مظاهرې وکړې، ناستې یې ترسره کړې، کابل ته یې پلاوي واستول، خو د ډیرو منډو ترړو سربیره هم تر ډيره د والي جبار له جبر څخه د خوست ولس خلاصون ونه موند.

ولي؟!

ځکه والي نعیمي د یرغلګرو ملاتړ درلود او لري يې، نو هرڅه چي وکړي څوک یې لاس نشي تاو ولای، بې خاره خپل جبر او ظلم ته دوام ورکوي.

د ۱۳۹۳ دوږي د میاشتي په ۲۲مه  د والي نعیمي چي هماغه مهال د خوست والي و، ساتونکو د معارف ریاست یو مامور خانجان وواژه، والي پر نوموړي مامور تو رولګاوه چي سرتیری برید یې کاوه، خو کله چي خلګو د خانجان جسد ولید نه وسله ورسره وه او نه چاودیدونکي توکي ورسره وموندل شول.

نعیمي د اسلامي تعلیماتو سره سخته عقده لري، د شیخ زاهد پوهنتون کي د احادیثو دورې د بندیدو پریکړه یې وکړه خو محصلینو د والي د دې پریکړې پرضد سخت مقاومت وکړ او د احادیثو دوره تر پایه پوري بنده نشوه.

وروسته نعیمي د خپلو پوهنتوني جاسوسانو په اشاره هغه محصلین چي د احادیثو د دورې د بندیدو پرضد یې مقامومت کړی و د وحشت او جبر تور زندان ته واچول او تر یو کال، شپږ میاشتي پوري یې بیچاره محصلین د مبارکو احادیثو سره د میني په جرم د جبر په زولنو کي وساتل.

نعیمي چي د محاذ ملي د دفتر اشپز و، د خلګو په غولولو کي مهارت لري، ځیني ساده خلګ یې په غوړه ژبه خطاء کړي او خپل واکمني یې پرې ساتلې ده، د نعیمي بله دوه مخي  دا ده چي ډبره غورځوي لاس تر شا نیسي، د ګل اغا شیرزي او پاچا خان ځدراڼ غوندي سپیره نه دی، د وژلو او ژړلو دواړو چلونه یې زده دی.

جبار نعیمي ژر ترژره باید خپل جبر ته د پای ټکی کښیږدي، کنه د ولس د قهر څپاند ه طوفان به یې د ولایت ماڼۍ ورړنګه کړي او جبار به له داسي ګړنګونو سره ووهي چي بیا به یې خوله وازه نشي.