نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
سید سعید د روان( ۲۰۱۵) کال د نومبر د میاشتي په ۳مه نیټه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ دشیخ اباد په وخجم کلي کي د داخلي عسکرود توپونو په ډزو کي یو څلور کلن ماشوم ( منصور دحیات الله زوی ) شهید شوی او یو بل کوچنی ژوبل شوی دی. د نومبر په […]
سید سعید
د روان( ۲۰۱۵) کال د نومبر د میاشتي په ۳مه نیټه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ دشیخ اباد په وخجم کلي کي د داخلي عسکرود توپونو په ډزو کي یو څلور کلن ماشوم ( منصور دحیات الله زوی ) شهید شوی او یو بل کوچنی ژوبل شوی دی.
د نومبر په ۶مه د شپې مهال د خوست ولایت د مرکز مربوط په ډيري سیمه کي داخلي عسکرو د چاپې په وخت کي د یوه کور دوه غړي شهیدان کړي او درې تنه یې له ځان سره دبندیانو په توګه وړي دي.
د نومبر په ۸ مه د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په زرکمر او شهروان سیمو کي د کورنیو عسکرود توپونو په ډزوکي په لسهاوو ملکي وګړي شهیدان شوي او ټپیان شوي او کورونه یې وران شوي دي.همدا راز ددغه ولایت په دښت ارچي ولسوالۍ کي هم د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کي ولسي خلګو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
د نومبر په ۱۰مه د خوست ولایت دعلیشیرو ولسوالۍ د درویزګۍ په سیمه کي د کمپاین عسکرو دوه تنه ولسي هیوادوال شهیدان کړي دي.
د نومبر په ۱۱مه زابل کي د داعش له لوري د وژل شوو کسانو د وژني په اړه خلګودارګ مخته لاریون وکړ،دوی په دغه پیښه کي دحکومت ناغیړي وغندله او په راتلونکي کي یې د امنیت ډاډ غوښت، چي ناڅاپه داخلي عسکرو پر مظاهره کونکو ډزي وکړې او اووه تنه لاریون کونکي یې ژوبل کړل.
د نومبر په ۱۲مه دغزني ولایت د شلګرو لسوالۍ په رحیم خیلو کلي کي اربکیانو د یو ولسي وګړي( خالد اکا) پر کور چاپه وهلې اونوموړی یې د خپلو او لادونو په مخ کي شهید کړی دی..
د نومبر په ۱۳مه یرغلګرو ځواکونو د کورنیو عسکرو په ملتیا د شپنیو چاپو په لړ کي د پکتیاولایت د زرمت ولسوالۍ په چهار کلا سیمه کي چاپه وهلې، ولسي خلګ یې شکنجه کړي او مالونه یې ور لوټ کړي دي.
د نومبر په ۱۴مه د خوست ولایت د سپیري ولسوالۍ په مربوطاتو کي د طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ د نښتي په ترڅ کي د یرغلګرو چورلکو پر یو کور بمبار کړی، دوه تنه ملکي وګړ يې شهیدان کړي او یو تن یې ژوبل کړی دی.
دنومبر په ۱۵مه دفراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د بلندي په سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزوکي د یوې میرمني په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۱۵مه د لوګر ولایت د محمداغه ولسوالۍ پر زرغون ښار کلي باندي یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې پرمهال درې تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.
د نومبر په ۱۷مه یرغلګرو ځواکونو د شپنیو چاپو په لړ کي دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په شنه جامعه سیمه کي چاپه وهلې،درې تنه ولسي وګړي یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.
د نومبر په ۲۱مه د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د چتراس په سیمه کي داخلي عسکرو چاپه وهلې، خلګ یې وهلي، د کورونو دتلاشۍ په مهال یې د خلګو مالونه له ځان سره وړي او دولس تنه ملکي هیواوال یې بندیان کړي دي.
د نومبر په ۲۲ مه د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په کهنه قریه کي اربکیان د غلا لپاره یو کورته وراوښتي، کله چي د کور غړي په غلو خبر شوي، غلو ډزي کړي چي له امله یې دیاد شوي کو ردر ې تنه غړي شهیدان شوي او اربکیانو ۶۰۰۰۰زره افغانۍ له ځان سره وړي دي.
د نومبر په ۲۲مه د کابل ولایت دموسهي ولسوالۍ د میاخیلو په کلي کي اربکیانو یو ځوان (امیرګل ) له وهلو ورورسته شهید کړی دی.
دنومبر په ۲۳مه اشغالګرو دشپنیو چاپو په لړ کي د ننګرهار ولایت دغني خیلو ولسوالۍ دسیاچوب په سیمه کي چاپه وهلې، د خلګو کورنه یې تلاشي کړي او وروسته یې څلور تنه ولسي هیوادوال بندیان کړي دي.
دنومبر په ۲۳مه یرغلګرو ځواکونو د کورنیو عسکرو په ملتیادهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ دنهرسراج د حاجي دین محمد پرکلي چاپه وهلې،څلور تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي،دوې یې ټپیان کړي او یو تن یې بندي کړی دی.
د نومبر په ۲۴مه د غور ولایت مرکز اړوند الله یار سیمه کي د طالبانو او داخلي عسکرو ترمنځ د نښتي په ترڅ کي د عسکرو په ډزو کي دوه تنه ولسي وګړ ي شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۲۶مه د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په باټاش کلي کي اربکیانو یو سپین ږیری(محمد امین) او زوی ( جمع الدین ) یې چي له یو ې جنازې څخه را روان وو شهیدان کړي دي.
د نومبر په ۲۷ مه د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په مربوطاتوکي داخلي عسکرو دوه تنه ملکي وګړي ژوبل کړي دي.
د نومبر په ۲۸مه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کي کورنیو عسکرودوه تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.
د نومبر په ۲۹مه د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ ته نژدې په الیکه کلي کي د کورنیو عسکرو په ډزوکي یوه میرمن شهیده شوې ده.
د نومبر په ۳۰مه د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ په نیکروز سیمه کي اربکیانو د یو ښوونکي په ګډون در ې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي،د سیمه ییزو خلګو په وینا اربکیانود ځایې ښوونځي ښوونکی( توکلي) د نوموړی زوی او د ظاهر اکا په نوم یوکلیوال په شمول درې واړه شهید ان کړي دي.
مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.