نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
سید سعید د روان( ۲۰۱۶) کال د مارچ په لومړۍ نیټه د کاپیساولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه سیمي د غریب شاه خیلو په کلي کي د کورنیو عسکرو د لویو وسلو په ډزو کي یوه ښځه ټپي شوې او بله شهیده شوې ده. د مارچ په ۳مه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ په چهاردي کلي […]
سید سعید
د روان( ۲۰۱۶) کال د مارچ په لومړۍ نیټه د کاپیساولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه سیمي د غریب شاه خیلو په کلي کي د کورنیو عسکرو د لویو وسلو په ډزو کي یوه ښځه ټپي شوې او بله شهیده شوې ده.
د مارچ په ۳مه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ په چهاردي کلي کي د داخلي عسکرو دهاوان په برید کي د یوه کور یوه ښځه او پنځه کوچنیان شهیدان شوي او یوه میرمن ټپي شوې ده.
د مارچ په ۷مه دپکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ دپیرکوټي په سیمه کي اربکیانو دوه ماشومان شهیدان کړي دي.ځایې خلګو داربکیانو ددې عمل په عکس العمل کي د ولسوالۍ په بازار کي لاریون کړی او دوژل شوو کوچنیانو دعاملینو د مجازات غوښتنه یې کړې ده.
د مارچ په ۷مه دکندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ دکول دامن په سیمه کي یرغلګرو او کورنیو عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.ې
د مارچ په ۸مه د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ د پنج په سیمه کي د عطاء نور په مشري عسکرو د طالبانو سره د جګړې په مهال ولسي وګړو ته ځاني او مالي زیان رسولی دی، د سیمه ییزو خلګو په وینا چي عسکرو یې شتمنۍ لوټ کړي، دوه کورونه یې سوځولي او اووه تنه ملکي هیواوال یې شهیدان کړي دي.
د مارچ په ۱۱مه د غزني د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کي کورنیو عسکرو یو ځوان شهید کړی،وارثانو یې جسد د ولسوالۍ ترمرکز پوري وړی،خو چارواکو یې ږغ نه دی اوریدلی.
دمارچ په ۱۲مه د هلمند لایت د لښکرګاه ـ کندهار پر سړک داخلي عسکرو پر یو مسافر وړونکي موټر برید کړی، یو تن ولسي وګړی یې شهید کړی او بل یې زخمي کړی دی.
دمارچ په ۱۲مه د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په ملیخیلو کلي کي اربکیانو د عبدالرازق او عبدالرحمان اکا په نوم دوه سپین ږیري هیوادوال لومړی وهلي او بیا یې شهیدان کړي دي.
دمارچ په ۱۴مه د کندز ولایت مرکز مربوط په کته خیلو سیمه کي د یرغلګرو په ډرون حمله کي یوه ښځه او یو ماشوم ژوبل شوي دي. د مارچ په ۱۵مه د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د سپیني ګټي په حاجي اباد کلي کي د داخلي عسکرو دهاوانونو په برید کي پنځه تنې میرمني شهیداني شوي دي.
د مارچ په ۱۵مه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د جوکي بازار سیمه باندي د داخلي عسکرو د ثقیله وسلو په حملو کي یوولس تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د مارچ په ۱۸مه د کندز ولایت د دښت ارچي ولسوالۍ دشهروان په سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په برید کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.
دمارچ په ۱۹مه د ننګرهار ولایت دحصارک ولسوالۍ د ملکانو کلا سیمه کي د کورنیو عسکرو د لویو وسلو په حمله کي یو ماشوم ژوبل او بل شهید شوی دی.
دمارچ په ۲۰مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په شورکي سیمه کي اشغالګرو دکورنیو عسکرو په ملتیا د طالبانو پر یو زندان چاپه وهلې،په یادشوي محبس کي چي طالبانو دحقوقي مسایلو اړند زندانیان پکي ساتل، یرغلګرو دهمدغه زندان د بندیانو له جملې اووه تنه شهیدان کړي، پنځه کسه یې ژوبل کړي او اته تنه یې د ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.
د مارچ په ۲۰ مه د کندوز ولایت مرکز اړوند د مهمندانو په سیمه کي اشغالګرو دکورنیو عسکرو په ملتیا چاپه وهلې،دتلاشۍ پرمهال یې خلګ تهدید کړی،شیان یې ترې غلاکړې او شپږ تنه ملکي وګړي یې بندیان کړي دي.
د مارچ په ۲۵مه یرغلګرو دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ په نهم بلاک کي د خلګو پر کورونو ډرون بریدونه کړي،په یادو شوو حملو کي په لسهاوو ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي او همدا راز خلګو ته مالي تاوانونه اوښتي دي.
د مارچ په ۲۸مه دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په بخت بابد او شوراباد سیموکي داخلي عسکرو د طالبانو سره ترجګړې وروسته پر سیمه توپچي او هوایې بریدونه کړي،په دې حملو کي اته تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او کورونو ته یې زیانونه اوښتي دي.
مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.