جنگي جنایتونه( فبروري)

سید سعید د روان( ۲۰۱۶) کال د فبروري د میاشتي په ۲مه نیټه د کندز ولایت دعلي اباد ولسوالۍ په  عمرخیل او شیرمحمد سیمو کي د داخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کي یوه میرمن او یو ماشوم شهید شوی او یوه ښځه او سړی ژوبل شوي دي. د فبروري په ۵مه د پکتیکا ولایت د […]

سید سعید

د روان( ۲۰۱۶) کال د فبروري د میاشتي په ۲مه نیټه د کندز ولایت دعلي اباد ولسوالۍ په  عمرخیل او شیرمحمد سیمو کي د داخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کي یوه میرمن او یو ماشوم شهید شوی او یوه ښځه او سړی ژوبل شوي دي.

د فبروري په ۵مه د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ دګناوي په سیمه کي اربکیانو یو ملکي وګړی(حاجی مبین) په وهلو کي شهید کړی دی.

د فبروري په ۵مه د  پکتیکاولایت د نکه ولسوالۍ  په  تورکلي باندي داخلي عسکرو  دچاپې پر مهال، د خلګو کورونه تلاشي کړي،ځیني خلګ یې وهلي اوڅلور تنه ولسي وګړي یې  بندیان کړي دي

د فبرروي په ۶مه د ننګرهار ولایت دبټي کوټ ولسوالۍ  په نواقلو سیمه کي داخلي عسکرو  دچاپې پرمهال یو ماشوم او دوه ملا امامان د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د فبروري په ۷مه  د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د بند په کلي کي د کورنیو عسکرو  دهاوان په ډزو کي دوه کوچنیان شهیدان شوي او یوه میرمن ټپي شوې ده.

د فبرروي په ۸مه  یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا د شپینو عملیاتو په لړ کي دکندهارولایت د خاکریز ولسوالۍ په  چنار او تمبیل کلیو کي چاپه وهلې،د خلګو پرکورونو یې ډزي کړي، خلګ له ډاره له خپلو کورونو څخه وتلي چي په همد ې مهال بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي، دیارلس تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او اته تنه یې ژوبل کړي دي.

د فبروري په ۱۱مه اشغالګرو د شپنیو عملیاتو په لړ کي دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د شنې جامع په سیمه کي د چاپې پرمهال څلور تنه ولسي وګړي دبندیانو په توګه بیولي دي.

د فبروري په ۱۱مه د بغلان قومي مشرانو کابل کي د یوې  غونډي په مهال په مرکزي  بغلان، ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کي د هغو عملیاتو له ملکي زیانونو پرده پورته کړه چي د جنوري له وروستیو په سیمه کي روان دي ،دوی وویل چي : « د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کي۱۲۵تنه ولسي وګړي شهیدان شوي چي ۴۰ تنه یې صرف ښځي او ماشومان دي او ۶۵۰کسه ملکي هیوادوال ژوبل شوي دي ».قومي مخورو وویل چي  حکومتي عسکر په لوی لاس د خلګو باغونه او فصلونه په دې بهانه ورانوي چي دلته بیا مخالفین پټیږي.

په یاده شوې ناسته کي د بغلان قومي مشرانو زیاته کړه چي په دغو عملیاتوکي تر دې دمه  ۱۷زره کورنیو کلي او کورونه پرې ایښی او نورو سیمو ته کډه شوي دي،دوی د غوڼدي ګډنوالو ته د ویجاړو شوو کلیو، کورونو، جوماتونو او عام المنفعه تاسیساتو د پراخي خرابۍ انځورونه وښودل اوژر ترژره یې د روانو عملیاتو د دریدو غوښتنه وکړه، خو عملیات تراوسه لا روان دي او خلګ هماغسي شکایتونه کوي.

د فبروري په ۱۶مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په عبدالله خیلو، نوي کلا، زره کلا کلیو کي داخلي عسکرو د خلګو د کورنو دروازې ماتي کړي، خلګ یې وهلي او څلور تنه ملکي وګړي یې بندیان کړي دي .

د فبروي په ۱۷مه یرغلګرو ځواکونو د کورنیو عسکرو په ملتیا د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ د تنګي په بازار کي د سویډن موسسې له خوا په تمویلیدونکي یوازیني روغتون برید کړی،څلور تنه ناروغان یې شهیدان کړي، ډاکټران او نور کارکونکي یې ځورولي او تهدید کړي دي.همدا راز ددې روغتون طبي وسایل د عسکرو له لوري چور شوي او ودانۍ ته یې هم زیان او ښتی دی.

د فبروي په ۱۸مه  دمیدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د مملوپه سیمه کي داخلي عسکرو یو ۱۲کلن ماشوم( یاسر دفضل ربي زوی) شهید کړی دی.

د فبروري په ۱۸مه د کندز ولایت د دښت ارچي ولسوالۍ په  ادیسي سیمه کي د داخلي عسکرو دثقیله وسلو په برید کي دوه ولسي وګړي شهیدان شوي او یو تن ژوبل شوی دی.

د فبروري په ۱۹مه د کندهارولایت د میوند ولسوالۍ په  سره بغل سیمه کي کورنیو عسکرو یو شخصي کلینک او یو موټر منفجر کړي او در ې تنه ولسي وګړي یې د بندیانو په توګه وړي دي.

د فبروي په ۲۰مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ اوسیدونکو چي شمیر یې سلهاوو تنه وو د غزني په ښار کي د اربکیانو په ضد مظاهره وکړه،لاریون کونکو ویل چي اربکیان بې موجبه خلګ وهی،کړوي،پیسې ترې اخلي، د پیسو لپاره خلګ برمته کوي او په یوه او بله بهانه یې ترمرګه وهي،دوی وویل چي اربکیانو د کجیر په  سیمه کي یو ښوونکی او یو بل تن د مرګ تر پولو ووهل،لار یون کونکو زیاته کړه چي نور په خپله سیمه کي اربکیان  نشي زغملای او حکومت ژر تر ژره باید ددوی له سمیي اربکیان وباسي.

دفبروري په ۲۶مه یرغلګرو د شپنیو عملیاتو په لړ کي دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ عصمت بازارته څیرمه د چاپې پرمهال پنځه تنه ملکي هیوادوال د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د فبروري په ۲۷مه یرغلګرو د شپنیو چاپو په لړ کي دکندهارولایت د خاکریز ولسوالۍ د لام په سیمه کي دچاپې په ترڅ کي پنځه تنه ولسي وګړي د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د فبروري په ۲۷مه د سرپل ولایت مرکز اړوند د انګوت په سیمه کي د دوو تنو اربکي قوماندانانو د وژني وروسته اربکیانو دوه تنه دوکانداران شهیدان کړي، وروسته د خلګو او اربکیانو ترمنځ نښته رامنځته شوې چي داربکیانو په ډزو کي شل تنه ولسي هیوادوال د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان شوي دي، همدارنګه وروسته اربکیانو د خلګو کورونه چور کړي او بیا سوځولي دي.

د فبروري په ۲۸مه د کونړ ولایت د مروري ولسوالۍ په سیرۍ کلي کي د داخلي عسکرو دهاوان په برید کي د یوه کور څلور تنه ماشومان ژوبل شوي او یو کوچنی شهید شوی دی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]