جنگي جنایتونه ( جولای)

سید سعید دجولای په ۱مه نیټه د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ قومي مشرانو رسنیو ته وویل چي  جنرال دوستم دطالبانو پرضد د عملیاتو په نامه اویا تنه ولسي وګړي د ښځو،ماشومانو او بوډاګانو په ګډون شهیدان کړي،له درې سوو څخه زیات ملکي وګړي یې بندیان کړي او دخلګو کورونه یې ویجاړ کړي دي. د جولای […]

سید سعید

دجولای په ۱مه نیټه د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ قومي مشرانو رسنیو ته وویل چي  جنرال دوستم دطالبانو پرضد د عملیاتو په نامه اویا تنه ولسي وګړي د ښځو،ماشومانو او بوډاګانو په ګډون شهیدان کړي،له درې سوو څخه زیات ملکي وګړي یې بندیان کړي او دخلګو کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د جولای په ۳مه د سرپل يو شمېر قومي مشرانو کابل کي د اجرائيه رياست له لومړي مرستيال انجنیر محمد خان سره د کتني پر مهال وویل چي په سرپل کي د اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشري  وسله والو ددوی کورونه چور کړي،سوځولي،ولسي وګړي یې دطالب په تور وژلي او په ګڼ شمېر کي یې بندیان کړي دي. دوی رسنیو ته سیمي ته د ورتلو بلنه ورکړه چي په سیمه کي د خلګو بد حالت اونړول شوي کورونه او …. په خپله وویني.

د جولای په ۵مه دکندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په باغکي سیمه کي داشغالګرو په بمبار کي پنځه تنه ولسي وګړي ددو میرمنو په ګډون شهیدان اوڅلور تنه ټپیان شوي دي.

دجولای په ۶مه( د کوچني اختر په لومړۍ ورځ) دخوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمبوات په سیمه کې ځایې عسکرویو سراچه موټر چې ډاکټر ته یې زنانه ناروغ لیږدوله،په نښه کړی،په برید کي ناروغه میرمن شهیده شوې او زوی یې( اسلام الدین) ژوبل شوی دی.

د جولای په ۱۴مه دزابل ولایت مرکز کلات ته څېرمه د کورنیو عسکرو د هاوان په یوه برید کي د یوې کورنۍ اووه تنه غړي شهیدان او ټپیان شوي،د ټپیانو او شهیدانو له جملې څخه دوه ماشومان شهیدان شوي او دمیرمنو او کوچنیانو په ګډون پنځه تنه ژوبل شوي دي.

دجولای په ۱۴مه د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په  سمن کلا کلي کي اربکیانو د مدرسې یو( پنځلس کلن زده کونکی عطاء الله دخیال محمد زوی) تر شکنجه کولو وروسته شهید کړی دی.

د جولای په ۱۴مه یرغلګرو ځواکونو دکندهار ولایت دمیوند ولسوالۍ مربوط د ریګ شهیدانو سیمه کي دولسي خلګوڅلور موټر په نښه کړي،په برید کي څلور واړه موټر ویجاړ شوي او پکي سپاره شل تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.یرغلګرو او دګډ حکومت ویندویانو ددغه برید دتاید ترڅنګ ویلي چي دیرش تنه طالبان یې په دغه حمله کي وژلي دي،خو ځایې خلګ وایې چي دبرید قربانیان ټول ولسي وګړي دي.

د جولای په ۱۶مه د ننګرهارولایت دخوګیاڼوولسوالۍ دوزیرو په  سنګانه سیمه کي د داخلي عسکرو د ثقیله وسلو په بریدونوکي یوماشوم او دوه سړي شهیدان شوي او دوه تنه نور ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د جولای په ۱۷مه د کندز ولایت مرکز اړوند کلته تای سیمه کي د کورنیوعسکرو په یو توعندیز برید کي دیوه ماشوم په ګډون درې تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د جولای په ۱۷مه د دایکنډي ولایت داجرستان ولسوالۍ په مربوطاتو کي د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ دنښتي څخه وروسته حکومتي چورلکو سیمه بمبار کړې،د ځایې خلګو په وینا په دغه بمبار کي دعباسخیلو په کلي کي یوه ښځه شهیده شوې او درې ماشوماني ژوبلي شوي او  دمحمدخیلو په سیمه کي دفضل محمداکا په کورکي دوې  میرمني  زخمیاني شوې او دوې نوري شهیداني شوي دي.

د جولای په ۱۹مه د پکتیکا ولایت مرکز ښرني بازار ته نژدې د ملي امنیت کار کونکو یو ملکي وګړی (قسمت دغفارزوی دخیر کوټ ولسوالۍ دسه ګاني اوسیدونکی) دسپرلۍ له موټرڅخه کوز کړی،بیا یې وهلی او په اخر کي یې شهید کړی دی.

د جولای په ۱۹مه دننګرهارولایت دشیرزادو ولسوالۍ د طوطو په سیمه کي د یرغلګرو په ډرون حمله کي یې یو ملکي هیوادوال(عبدالکبیر)شهید شوی دی.

د جولای په ۱۹مه د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په قرغان تېپې سیمه کي اربکیانو د سپرلۍ په یو موټر ډزي کړي،یوماشوم پکي شهید شوی او دماشوم مور او موټر چلونکی سخت ټپیان شوي دي.

د جولای په ۲۱مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ دوزیرو په تنګي سیمه کي د داخلي عسکرو د هاوان په پیرونو کي دحاجي همیشه ګل په نوم یو ملکي هیوادوال شهید شوی او دوې میرمني او یو ماشوم ژوبل شوی دی.

د جولای په ۲۲مه د پروان ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ په انچو سیمه کي د ګډ حکومت عسکرو د جنازې پر مراسمو د توپچي بریدونه کړي،په بریدونو کي نهه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او دیرش تنه ټپیان شوي او همداراز عسکرو شل تنه ملکي وګړي بندیان کړي دي.

د جولای په ۲۲مه د ننګرهارولایت د  سرخرود ولسوالۍ په کړسو خوړ سیمه کي کورنیو عسکرو دخلګو پر کورونو دهاوانونو بریدونه کړي،په دې بریدونوکي ځیني کورونه زیانمن شوي او په یوه کور کي یې له امله یوه میرمن اویوماشوم شهید شوی او دکور دمشر الله دوست په شمول یو بل کوچنی ژوبل شوی دی.

د جولای په ۲۳مه دتخارولایت د درقد ولسوالۍ په  نورخیلو سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزوکي پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او درې تنه ژوبل شوي دي.

د جولای په ۲۳مه  دننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کي دکورنیو ځواکونو دتوپچي په ډزوکي اووه تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جولای په ۲۳مه  د ننګرهارولایت د حصارک ولسوالۍ د میاصاحب سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په پیرونو کي دوه ماشومان ژوبل شوي او یو سړی شهید شوی دی.

د جولای په ۲۴مه د ګډ حکومت د توپچي په ډزوکي دننګرهارولایت د چپرهار ولسوالۍ په ګلدرې سیمه کي خاوند او میرمن دخپلو دوو ماشومانو په ګډون ژوبل شوي دي. همداراز د شولانې په کلي کي یو توغندی دنوح جان اکا په کور لګیدلی،له امله یې یوه میرمن شهیده شوې او دوه کوچنیان ژوبل شوي دي.

دجولای په ۲۵مه یرغلګرو د شپنیو عملیاتو په لړ کي دکندهارولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د بوري  په سیمه کي چاپه وهلې،دوه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او ګڼ نور یې بندیان کړي دي.

دجولای په ۲۸مه یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا د شپنیو عملیاتو په لړ کي دننګرهار ولایت د چپرهارولسوالۍ په تریلي کلي چاپه وهلې، د تلاشۍ پرمهال یې خلګ وهلي او پنځه تنه ملکي هیوادوال یې بندیان کړي دي.

د جولای په ۳۰مه  دجوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په  سرخ کلي کي اربکیانو دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او دخلګو له کورنو یې قیمتي شیان او موټر سایکلونه وړي دي.

د جولای په ۳۱مه د شپې مهال دننګرهارولایت د حصارک ولسوالۍ په میاصاحب کلي او دخوګیاڼوولسوالۍ په وزیرو سیمه کي یرغلګرو دداخلي عسکرو په ملتیا شپنۍ چاپې وهلي،د تلاشۍ پر وخت یې خلګ ځورولي،مالي زیانونه یې ورته رسولي او دمعلم نواب په ګډون یې څلور تنه ولسي هیوادوال د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د جولای په ۳۱مه دمیدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په اسماعیل خېل سیمه کي ځایې عسکرو یو ملکي وګړی( وکیل داکبر زوی) شهید کړی دی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]