جنگي جنایتونه( جنوري)

سید سعید د روان ( ۲۰۱۶،ز) کال د جنوري د میاشتي په ۳نیټه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په شیخ اګا کلي  کي اربکیانو یو لس کلن ماشوم( دبارک الدین زوی) شهید کړی دی. د جنوري په ۵مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ خلګو رسنیو ته ویلي چي د داخلي عسکرو د هاوان […]

سید سعید

د روان ( ۲۰۱۶،ز) کال د جنوري د میاشتي په ۳نیټه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په شیخ اګا کلي  کي اربکیانو یو لس کلن ماشوم( دبارک الدین زوی) شهید کړی دی.

د جنوري په ۵مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ خلګو رسنیو ته ویلي چي د داخلي عسکرو د هاوان په جلا جلا بریدونو کی د سهاکو په سیمه کي یو سړی او یوه میرمن شهیده شوې او څو تنه ماشومان ژوبل شوي دي.

د جنوري په ۶مه دسرپل ولایت مرکز اړوند په  بندچال آدرنګ سیمه کي د کورنیو عسکرو دهاوان مرمۍ پر یو کور لګیدلې، یوه ښځه یې شهیده کړې ا وکور یې ور ویجاړ کړی دی.

د جنوري په ۹مه دهلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د حیدراباد  د وزیرانو غونډۍ  په سیمه کي یرغلګرو د داخلي  عسکرو په ملتیاچاپه وهلې،د یوه کور دوه تنه میلمانه یې شهیدان کړي او دوه کسان یې بندیان کړي دي.

دجنوري په ۱۰مه د تخار ولایت درقد ولسوالۍ د نور خیلو په کلي کي د داخلي عسکرو دهاوان په برید کي یو سړی او یوه ښځه شهیدان  شوي دي.

د جنوري په ۱۰ مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په دولت زیو سیمه کي د کورنیو عسکرو دډیسي توپ په برید کي درې ماشوماني او یو ځوان ژوبل شوي دي.

د جنوري په ۱۲مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په  محکم کلي کي اربکیانو یو ملکي وګړي( مومن خان) له کوره رایستلی، پزه او غوږونه یې ځني پر ېکړي او بیا یې شهید کړی دی.

د جنوري په ۱۳مه د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په نابرهو کلي باندي  یرغلګرو او کورنیو عسکروچاپه وهلې،دخلګو کورونه یې تلاشي کړي، پنځه تنه ولسي وګړي یې  شهیدان کړي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.

د جنوري په ۱۴مه  د پکتیاولایت د زرمت ولسوالۍ  د ګلداد خیلو په سیمه کي د داخلي عسکرو د هاوان په برید کي یوه میرمن او یو سړی شهیدان شوي اویوه میرمن او دوه کوچنیان ژوبل شوي دي.

د جنوري په ۱۸مه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ دالوزیو چاراهي باندي د داخلي عسکرو له لوري په توغندیزو حملو کي لس تنه ملکي هیوادوال ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۲۴مه  د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په سورمي سیمه کي  دکورنیو عسکر د لویو وسلو په ډزوکي یوه ښځه او یو ماشوم ژوبل شوي دي.

د جنوري په وروستیو کي دبغلان ولایت ګڼو اوسیدونکو ټولنیزو رسنیو کي شکایت وکړ چي داخلي عسکرو  د وروستیو عملیاتو په ترڅ کي دولسي خلګو کورونه او جوماتونه وران کړي دي،په ځانګړې توګه د ډنډ غوري ولسوالۍ خلګ وویل چي د کورینوعسکرو د ثقیله وسلو په ډزو کي یې کورونه لګیدلي چي له امله یې ګڼ ځاني او مالي زیانونه ورته رسیدلي دي.

د جنوري په ۲۷مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په مختلفو کلیو (خوشحال،مرادي، اتل اوغوتانو) کي اربکیانو دملکي خلکو کورونه تلاشي کړي،خلګ یې وهلي،نغدي پیسې او قیمتي شیان یې ترې وړي دي.

د جنوري په ۲۸مه د کونړ ولایت دغازي اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کي د داخلي عسکرو دهاوان په بریدونو کي یو ماشوم شهید شوی او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د جنوري په ۲۸مه د غزني ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کي د کورنیو عسکرو په عملیاتو کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۲۹مه دفاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ په  ینګي قلعه اوګدایی قلعه سیموکي د داخلي عسکرو دهاوان په بریدونو کي یوه ښځه شهیده شوې، یو سړی او دوه کوچنیان ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۲۹ مه دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د مالمندپه سیمه کي یرغلګر دچاپې پرمهال یو ملکي سړی د بندي په توګه له ځان سره وړی دی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]