جنګي جنایتونه ( جولایې )

سید سعید دروان ( ۲۰۱۵ز) کال د جولایې دمیاشتي  په لومړۍ نیټه دکندز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ په منګ ټیپه  اونهر صوفي سیمو کي دیرغلګرو په دوو جلاجلا ډرون حملوکي  درې تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او څلور تنه ژوبل شوي دي . همدا راز د جولایې په لومړۍ نیټه   په یو بل خبر […]

سید سعید

دروان ( ۲۰۱۵ز) کال د جولایې دمیاشتي  په لومړۍ نیټه دکندز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ په منګ ټیپه  اونهر صوفي سیمو کي دیرغلګرو په دوو جلاجلا ډرون حملوکي  درې تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او څلور تنه ژوبل شوي دي .

همدا راز د جولایې په لومړۍ نیټه   په یو بل خبر کي ویل شوي چي داخلي عسکرو دغور ولایت دمرکز فيروزکوه په جرمتوي سیمه کي یو ځوان  شهید کړی دی،خلګو دپولیسو دیادشوي  عمل په عکس العمل کي لار یون ترسره کړی او ویلي یې  چي که قاتلان محاکمه نشي مظاهرو ته به دوام ورکړي .

دجولایې په ۳مه دزابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ  دبابو دکلي دپوستې اربکیانو دیادشوي کلي د برات خان اکا ۱۳ کلن زوی چي  پسونه یې  څرول  شهیدکړ ی دی .

دجولایې په ۳مه دهلمند ولایت دمرکز لشکرګاه  اړوند په  دوراهي  سیمه کي داخلي عسکر یو کورته ننوتلي،  یوه ښځه یې شهیده کړې او یو سپین ږیری یې ژوبل کړی دی .

دجولایې  په۴مه رسنیو داسي خبرونه خپاره کړل چي د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ کي وروسته له هغه چي حکومتي ځواکونه  د طالبانو له خواله تلفاتو سره مخ شول، اربکیانو او داردو عسکرو  د خلګو  پرکورنو هاوانونه اورلي چي له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول پنځه تنه شهیدان شوي او ځني نور ژوبل شوي دي،د ځایې خلګو په وینا چي داردو عسکرو او اربکیانود خلګو پرکورنو چاپې وهلې  او  پرمها ل یې ولسي خلګ د طالبانو سره دهمکارۍ په تور وهلي او ځورولي  دي.

دجولایې په ۴مه  دهلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په چنګولک سیمه کي د کورنیو عسکرو په یو توغندیز برید کي د یوه کور اته تنه غړي ( درې تنې میرمني،درې ماشومان،یوسپین ږیری او یوځوان )  شهیدان شوي او یوبل تن ژوبل شوی دی.

همدا راز د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ څخه هم خبر ورکول شوی چي د حکومت د توپچي قواوو یوه مرمۍ په سیمه کي پر ملکي خلګو په داسي حال  لګیدلې چي لمونځ یې کاوه په یاده شوې حمله کي  ځني لمونځ کونکي شهیدان شوي او ټپیان شوي دي، د شهیدانو له جملې  د حاجي غلام ،ډاګټر غلام حیدر،ګل احمد،نعیمي اکا او داکا زوی په نوم ولسي وګړو نومونه یاد شوی دی .

 دجولایې په ۵مه   دکورنیو عسکرو په یوه  توغندیزه حمله کي  د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ  مرکز ته نژدې  د حاجي شاهین په نوم د یو سیمه ییز وګړي د کورنۍ دوې ښځي او یوکوچنی شهیدان شوي دي.

د جولایې په ۵مه دهلمند د ناوې ولسوالۍ د شوروشورک اوسېدونکي  داربکیانو دناوړه کړنو پر ضد داعتراض په توګه په لښکرګاه کي راغونډ شوي وو،  خلګو وویلي چي په سیمه کي دیو وکیل  (راز محمد) زوی چي اوس داربکیانو مشر دی   ولسي خلګ حتی سپین ږیري  مرګوني وهلي،په لسهاوو کورنه  یې چورکړي،دخلګو موټر ،موټرسایکلونه او تراکټورونه یې بیولي او ډیر خلګ یې له سیمي څخه وتلو ته مجبور کړی دی .

دجولایې په ۶مه دهلمند ولایت د مارجي ولسوالۍ په سستاني سیمه کي دد اخلي عسکرو د هاوان مرمۍ پر یو کور لګیدلې چي له امله یې اووه تنه ولسي وګړي ژوبل شوي او یو ماشوم شهید شوی دی .

 د جولایې په ۶مه دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کي ولسي خلګو وروسته له هغه  داربکیانو پر ضد مظاهره وکړه  چي یو ملکي وګړی( میاګل ) یې شهید کړی ؤ،متهم شوو اربکیانو چي مشري یې د مشتاق په نوم یو کس کوي  پر مظاهره کونکو هم  ډزي کړي چي له امله یې اته تنه ولسي وګړ ي ټپیان شوي دي .

دجولایې په ۷مه دبغلان ولایت  دډنډي غوري یو قومي مشر حاجي محب الله رسنیو ته ویلي، چي داخلي عسکر په پرله پسې ډول ددوی پر کورونو دلویو وسلو ډزي کوي او زیاته مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده، دنوموړي په ویناچي له پرون څخه تر نن پوري دحکومتي عسکرو په  بریدونو کي درې تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او دښځو او کوچنیانو په شمول شپاړس کسان ژوبل شوي دي.

د جولایې په ۷مه دپکتيکا ولايت  د برمل ولسوالۍ په ملکشي کلي کي دیرغلګرو بې پیلوټه الوتکي دولسي خلګو یو سراچه موټر په نښه کړی، په دغه حمله کي موټر ویجاړ  شوی اوپکي سپاره د یوې کورنۍ در ې تنه غړي شهیدان شو ي دي .

دجولایې په ۸مه د غزني ولايت د شلګر ولسوالۍ په شيش خيلو سيمه کي اربکیانو د نثارمکتب مدير( غلام دستګير ) له کوره ایستلی او شهید کړی دی .

دجولایې په ۱۱ مه د کاپیسا ولایت دتګاب ولسوالۍ په شکوټ  اوغني خېل سیموکي دکورنیو عسکرو دتوپچي ځ،اکونوپه ډزو کي یو ملکي وګړ ی شهید شوی او څلور تنه ټپیان شوي دي .

دجولایې په ۱۱مه دپکتیکا ولایت دارګون ولسوالۍ  په پیرکوتي سیمه کي د داخلي عسکرو په ډزو کي یوه ښځه شهیده شوې او یوه بله ژوبله شوې ده .

دجولایې په ۱۳مه داروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ په  سلطان محمد ناوه کي د داخلي عسکرو له لوري توغول شوی  راکټ  د یو ملکي وګړي په کور لګیدلی، په یادشوي راکټي برید کي ددغه کور څښتن عبدالعلي او زوی یې شهیدان شوي دي .

دجولایې په ۱۵مه دزابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په بابوکلي کي   اربکیانو له طالبانو سره جګړه کي دخپلو ملګرو تر وژل کیدو وروسته پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .

د جولایې په ۱۶مه دمیدان وردګ ولایت  په جلریز ولسوالۍ کي داشغالګرو دبې پیلوټه الوتکې په برید کي لس تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او زیات شمېر ژوبل شوي دي ، یرغلګرو ځواکونو ویلي چي په دغه برید کي یې مخالف جنګیالي په نښه کړي خود میدان وردګ لایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي  تائیدکړې چي په یاده شوې حمله کي ولسي وګړ ي دبرید هدف ګرځول شوي دي.

دجولایې په ۱۹مه دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په  شیوان  سیمه کي دلوبو پر میدان دداخلي عسکرو په ډزو کي یو ماشوم شهید شوی او دوه نور زخمیان شوي دي .

دجولایې په ۲۰ مه  دولسي خلګو له خولې داسي راپورونه خپاره شول چي دکندهارولایت د میوند ولسوالۍپه  ګرماوک  سیمه کي داخلي عسکرو دولسي خلګو  پنځه سوه کورونه چور کړي او ځیني یې وروسته بیا سوځولي  هم دي .

د جولایې په ۲۱مه دغزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په حمزه خېل سیمه کي ځایې اربکیانو دخپل اکا دوه کوچني زامن(۵کلن عبدالله او ۳کلن عبدالرحیم) شهیدان کړي د ي.

دجولایې په ۲۲مه د پکتيکا ولايت دبرمل ولسوالۍ په لمن سیمه کي دیرغلګرو  په ډرون حمله کي څلور تنه ولسي سپین ږیري ( شوال، ميرزمان، غني او سيدل)شهیدان شوي دي .شهيدان شوي سپينږيري د ترکنډي کلي اوسېدونکي وو.

د جولایې په ۲۶مه دنیواکګرو بې پیلوټه الوتکې دننګرهار ولايت د لعلپور ي ولسوالۍ  بازار ته په لاره دولسي وګړو یو سراچه موټر  په نښه کړی،دعیني شاهدانو  په وینا په دغه حمله کي موټر ویجاړشوی او پکي سپاره پنځه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي .

دجولایې په ۲۶مه   دکندهارښار د ۱۳ حوزې په  میرزااحمدخان کلا چه  کي پولیسو  پر ملکي خلګو ډزي کړي چي له امله یې یو ملکي وګړی شهید شوی او  میرمن یې سخته ژوبله شوې ده .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال  ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]