جنګي جنایتونه ( اګست)

سید سعید دروان ( ۲۰۱۵ز، ) کال د اګست د میاشتي په ۴مه نیټه دفاریاب ولایت دالمار  ولسوالۍ په قرایي  سیمه کي دکورنیو عسکرو په  بمبار کي د یوې میرمني په ګډون څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او پلیو عسکرو دوه ویشت کورنه سوځولي دي . داګست په ۵مه د هلمند ولایت د مارجې […]

سید سعید

دروان ( ۲۰۱۵ز، ) کال د اګست د میاشتي په ۴مه نیټه دفاریاب ولایت دالمار  ولسوالۍ په قرایي  سیمه کي دکورنیو عسکرو په  بمبار کي د یوې میرمني په ګډون څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او پلیو عسکرو دوه ویشت کورنه سوځولي دي .

داګست په ۵مه د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د قاسم بازار په سیمه کي یرغلګرو د کورنیو عسکرو په ملتیا چاپه وهلې، دوی د چاپې پر مهال د سپکو اودرنو وسلو ډزي کړې، په دې ډزو کي یو سپین ږیری هیوادوال شهید شوی شپږ تنه ژوبل شوي او درې تنه ولسي وګړي یرغلګرو له ځان سره بېولي دي .

داګست په ۵مه دا روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د جغضدار په کمکوچ سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په برید کي چي یوه مرمرۍ یې پر یو مسجد لګیدلې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او څلو رتنه ټپیان شوي دي .

داګست په ۱۴مه د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ په يومل سيمه کي داخلي عسکرو داستوګني پر سیمو د توپ ډزي کړي، په دغو ډزو کي یو ملکي وګړی شهید شوی او ددوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ژوبل شوي ي، دغه رنګه په همدغه حمله کي در ې کورنه هم ویجاړ شوي دي .

د اګست په ۱۶مه دبغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ په ملايانو سيمه کي د کورنیو عسکرو د توپچي په ډزو کي څلور کوچنیان اوڅلو رښځي شهیدان شوي او لس تنه ژوبل شوي دي .

داګست په ۱۹مه دد اخلي عسکرو له خوا توغول شوې د هاوان یوه مرمۍ د لوګر ولايت مرکز اړوندد یو ملکي وګړي پر کور لګیدلې چي له امله یې در ې ماشومان شهیدان شوي یوه ښځه او یو سړی ژوبل شوي دي .

داګست په ۱۹مه د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ په تاجکانو او سپيدخان کليو باندي د کورنیو عسکرو د ديسي توپونو په ډز و کي درې تنه ماشومان شهیدان شوي دي .

داګست په ۲۱مه د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ په مربوطاتو کي د کورنیو عسکرو په ډزو کي یو ملکي وګړی شهید شوی دی .

د اګست په ۲۲مه د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په ناصر خېل سیمه کي داخلي عسکرو په سیمه کي تر چاپې وروسته دولسي وګړو کورنه په نښه کړي، په یادشوي برید کي پنځه تنه ولسي وګړي ژوبل شوي او لس کورونه زیانمن شوي دي .

د اګست په ۲۲مه د پکتيکا ولايت د سرحوضه ولسوالۍ په غازوبي سيمه کي د داخلي عسکرو د هاوان په ډزوکي درې ماشومان شهیدان شوي دي .

داګست په ۲۵مه دلغمان ولایت د مرکز مهترلام په مربوطاتوکي د کورنیو عسکرو د هاوان په ډزو کي یوه میرمن شهید ه شوې او دوې ښځي او یو سپین ږیری ژوبل شوي دي .

داګست په ۲۶مه دبغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په قرغان سیمه کي د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کي څلور تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي .

داګست په ۲۶مه د ننګرهارولايت د شېرزاد ولسوالۍ په کودخيلو تنګي سيمه کي د یرغلګرو په ډرون حمله کي درې تنه ملکي هیوادوال شهیدان شو ي د ي .

داګست په۶ ۲مه دمیدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په باقرخیل سیمه کي ځایې عسکرو پرولس میشتو سیمو هاوانونه توغولي،په دغه برید کي یوه مرمۍ دشش کلا دسیدحسن په کورکي لګیدلې چي له امله یې یو ماشوم شهید شوی او پنځه تنه ټپیان شوي دي .

داګست په ۲۶مه دپکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په نیازو سیمه کي د داخلي عسکرو په ډزو کي یو کلیوال شهید شوی دی .

داګست په ۲۸ مه دپکتيکاولايت  د نکه ولسوالۍ دبازک کلي سره نژدي د یرغلګرو په ډرون حمله کي یو ملکي وګړی شهید شوی دی .

داګست په ۲۹مه د زابل ولایت   د دایچوپان ولسوالۍ د میرزیو او سرې قلعه په سیمو کي د کورنیو عسکرو د توپخانې په ډزو کي یوه میرمن شهیده شوې او دوې ژوبلي شوي دي .

داګست په ۳۰مه د فاریاب ولایت دپشتونکوټ ولسوالۍ په پوګاني سیمه کي قومندان فتاح دوه تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي او درې کسان یې ټپیان کړي دي .

داګست په ۳۰ مه د پکتیکا ولا یت د خاني خېل ولسوالۍ په چامړۍ کلي کي د اربکیانو په ډزو کي یوه ماشوم شهید شوی او درې نور ژوبل شوي دي .

داګست په ۳۰ مه دميدان وردګ ولايت د سيدابادولسوالۍ په کرو خېل ا ویوسف خېل سیمو کي د کورنیو عسکرو په ډزو کي یو ملکي وګړی شهید شوی او شپاړس تنه ټپیان شوي دي، ځایې اوسیدونکو دپیښي په تړاو رسنیو ته ویلي چي د داخلي عسکرو موټریز کاروان پرعمومي سړک تېریده، پر شاوخوا سیمو یې د سپکو او درنو وسلو ډزي کولې چي په پایله کي یې یاده شوې ولسي مرګ ژوبله رامنځته شوې ده .

د اګست په ۳۰مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ قومي مشرانو کابل کي رسنیو ته وویل چي حکومتي ځواکونو ددوی کورونه سوځولي، مالونه لوټ کړي او حتی پرناموسو نو یې تېری کړی دی، د قومي مشرانو په استازولۍ ارباب سرور وویل چي یادشوي جنایتونه د ولسوال رحمت الله او امنیه قوماندان نظام پوري تړلو وسله والو ترسره کړي دي .

داګست په ۳۱مه دھلمندولایت دنادعلي ولسوالۍ دشاول مانده په سیمه کي   د یرغلګرو د بې پیلوټه الوتکي په برید کي څلور تنه ملکي هیوادوال چي په مو ټر کي سپاره وو شهیدان شوي دي .

داګست په ۳۱مه ماښام دهلمند ولایت دنوزاد ولسوالۍ دالکو کاریز په سیمه کي داخلي عسکرو د چاپې پر مهال یو ملکي وګړی شهید کړی او بل ژوبل کړی او اته تنه نور یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي .

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو د سراسري شوری استازو رسنیو ته ویلي چي په تېره( اګست ) میاشت کي دحکومت له لوري داوسپنیز مثلث په نوم پیل شوو عملیاتو کي په خوږیاڼو، شیرزادو او پچیر اګام ولسوالیو کي پنځه دیرش تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او همدومره ژوبل شوي دي او په سلهاوو کورنۍ دخپلي سیمي پرېښودلو ته اړ ي شوي دي .همدا راز ددې عملیاتو په لړ کي د حصارک ولسوالۍ په مختلفو سیمو کي هم دداخلي عسکرو دسپکو اودرنو وسلو په ډزو کي یوولس تنه ملکي هیوادوال ژوبل شوي او دیارلس کورونه زیانمن شوي دي .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]