جنګي جنایتونه (اکتوبر)

سید سعید دروان( ۲۰۱۵) کال د اکتوبر د میاشتي په لومړۍ نیټه دزابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ په ملاخیلو کلي کي میشتو داخلي عسکرو اتیا نفره ملکي هیوادوال د طالبانو سره د همکارۍ په تور شکنجه او بندیان کړي دي. د اکتوبر په ۲مه یرغلګرو ځواکونو کندوز کي د بې پولي ډاکټرانو روغتون بمبار کړ، له […]

سید سعید

دروان( ۲۰۱۵) کال د اکتوبر د میاشتي په لومړۍ نیټه دزابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ په ملاخیلو کلي کي میشتو داخلي عسکرو اتیا نفره ملکي هیوادوال د طالبانو سره د همکارۍ په تور شکنجه او بندیان کړي دي.

د اکتوبر په ۲مه یرغلګرو ځواکونو کندوز کي د بې پولي ډاکټرانو روغتون بمبار کړ،

له دې پیښي وروسته د بې پولې ډاکټرانو سازمان وویل چي امریکایانو او ګډ حکومت ته یې د خپل روغتون موقعیت  ښوولی ؤ، خو پردې خبر داري سربیره بیا یې هم  پر دغه روغتیایې مرکز حملې دوام وکړ،پر یاد شوي روغتون په بریدکي په لسهاوو ډاکټران، نرسان، ناروغان او پایوازان شهیدان او ټپیان شول او د روغتون اتیا سلنه تاسیسات ویجاړ شول.تر دې پیښې دوې اونۍ وروسته د بي بي سي فارسي یو خبریال وویل چي کندوز کي د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون حمله کي پنځه نوي تنه د روغتون عمله او ملکي وګړي شهیدان شوي چي د اکثرو جسدونه یې پیژندل شوی او یو د شمیر مړو پیژندنه لا نه ده تر سره شوې.

د اکتوبر په ۳مه دزابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ دمرجان کلي ته څيرمه داخلي عسکرو دواده په موټر په وسلوال برید کي د ناوي په ګډون شپږ تنې میرمني ژوبلي کړي دي.

د اکتوبر په ۳مه  دغزني ولایت د خوګیاڼوولسوالۍ په  کډي کلي کي کورنیو عسکرو دعامو خلکو کورونه په هاوانونو ویشتلي چي له امله یې د یو ې کورنۍ درې تنې ښځي او کوچنیان ژوبل شوي دي.

د اکتوبر په ۵مه  دننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په  نواقلوسیمه کي اشغالګرو او  کورنیوعسکرو د سپین غر ولسوالۍ د مهاجرو پرکورونوچاپې اچولي،د چاپو په جریان کي یې  اته تنه ملکي هیوادوال بندیان کړي،دوې عرادې سراچه موټر او یو کور یې سوځولی او په یاد شوي کور کي موجوده  یوه غوایې یې  په برچو وهلې ده.

داکتوبر په ۸مه  د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ د کوډلو په کلي کي اربکیانو یو ملکي وګړی له خپله کوره را ایستلی او شهید کړی دی.

داکتوبر په ۸مه دکندهارولايت دښوراوک ولسوالۍ دسرلټ په کلي کي  امریکايي ځواکونو دکندهار دامنیه قوماندان رازق په ملتیا پر سیمه چاپه ووهله، دچاپې په ترڅ کي یرغلګرود خالد پر کور بمبار وکړ چي دیارلس تنه پکي شهیدان شول، ددې حملې وروسته د کلي خلګ له ډاره له خپلو کورنو څخه ووتل اود غره په لور د تګ په حال کي ووچي د یرغلګرو الوتکو یوویشت تنه پکي شهیدان کړل، دشهیدانو پیژندنه په دې ډول شوې ده:

دحفيظ الله دکورنۍ پنځه غړي شهيدان شوي،دحاجي محمد ګل اکا دکور درې کسان شهيدان شوي.ددين محمد دکور شپږ نفره شهيدان شوي،د محمدنعیم په نوم  یو کس شهیدشوی، د عبدالغني يوزوی شهيدشوی،دنعمت الله يوزوی شهيدشوی، ددوست محمد يو زوی شهيد شوی،دصاحب خان يوه لور شهيده شوې، محمدطاهر او زوی یې  شهید شوی .همدا رنګه یرغلګرو درې تنه ولسي وګړي بندیان کړي هم دي.

په دې لویه چاپه کي چي د یرغلګرو ځواکونو سره د کندهار د سرحدي لیوا عسکر هم ملګري وو ملکي خلګوته د ځاني تلفاتو سربیره پراخ مالي زیانونه  هم اوښتي دي.

داکتوبر په ۹مه  امریکایانو د داخلي عسکرو په ملتیا د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په توکل، روستم خیلو او ازبک خیلو سیمو کې چاپې وهلي او هوايي بمبارونه يې کړي،دبمباریو په لړ کي د روستم خیلو په سیمه کې د قرآن کریم د ختم مراسم په نښه شوي،چي د شهداء د لیسې د معلم (وکیل) په ګډون یوولس تنه ملکي هیوادوال پکي شهیدان او ټپیان شوي دي.

داکتوبر په ۹مه  د کندز ولایت دامام صاحب ولسوالۍ  د قرغزوکلي او قیوم خان پله په سیمه کې د کورنیو عسکروپه  ډزوکي د علي بیردي دسیمي درې تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي .

د اکتوبر په ۱۱مه د کابل چاپ سرنوشت ورځپاڼي لیکلي چي له کندوز څخه مهاجر شوو خلګو ورته ویلي چي د دوی کورونه د حکومتي عسکرو او ځايي اربکيانو له لوري لوټ شول او دوی مجبور کړل  شول چي سیمه پریږدي، سرنوشت دعایشې په نوم د کابل میشتي یوې ښځي له قوله لیکلي چي نوموړي ته خبر ورکول شو چي  اربکیانو یې کور چور کړی دی.

د اکتوبر په ۱۲مه د غزني ولایت مرکز اړوند دنوغي په کلي کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي درې تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي.

د اکتوبر په ۱۲مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په شکوټ کلی کي د کورنیو عسکرو د هاوان په ډزو کي د محمد شرین په نوم د یو ملکي وګړي میرمن شهیده شوې ده.ځایې خلګو رسنیو ته ویلي چي له تیرو څو ورځوراهیسي دتګاب او اله سایې ولسوالیو پر ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو له خوا د ثقیله وسلو بریدونه روان دي چي ډير زیانونه یې ورته  اړولي دي.

داکتوبر په ۱۳مه دبادغیس ولایت دغورماچ ولسوالۍ په بازارکي د داخلي عسکرو له لوري یو توغول شوی توغندی پر یو کور لګیدلی،دوې میرمني او دوه ماشومان یې له امله ژوبل شوي او کور یې زیانمن شوی دی.

د اکتوبر په ۱۴مه د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په شمشیر کلا سیمه کي د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کي یوه ښځه شهیده شوې او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

داکتوبر په ۱۵مه  دغزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ د عسکر کوټ سیمي دملوک پرکلي ځایې عسکرو دهاوان بریدونه کړي په پایله کي یې یوه میرمن شهیده شوې او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۱۹مه رسنیو خبرورکړ چي د پروان پرلوی روغتون باندي ځایې اربکیانو برید کړی خپل یودښمن اربکی زخمي یې له روغتون څخه ایستلی او درې تنه ډآکټران یې وهلي دي، ددې پیښي څخه وروسته روغتون د اعتراض په توګه تړل شوی دی.

داکتوبر په ۲۰مه د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د کاریزګي پر کلي یرغلګرو ځواکونو دهستوګني پر سیمه بمبار کړی،په یاد شوي بمبار کي د ددروتنو ماشومانو په ګډون شپږنفره ملکي هیوادوال شهیدان شوي او یو زیات شمیر نور ټپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۲۱مه ځایې اربکیانو د پکتیکا ولایت د اومنه ولسوالۍ دزواکي د کلي قومي مشر(محمدعظیم) په وهلو کي شهید کړی دی.

د اکتوبر په ۲۱مه  دلوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د شیخان کلاپه سیمه کي د داخلي عسکرو د ثقیله وسلو په ډزوکي د یوه کور دوه ماشومان شهیدان شوي دي.

د اکتوبر په ۲۱مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ د خوګي په سیمه کي اشغالګرو د ولسي خلګو پر کورونو چاپې وهلې، د ملک شاه محمود او ګل ولي دکورنو څلور تنه غړي یې  بندیان کړي دي.

داکتوبر په ۲۱مه خبر ورکول شوچي  دبدخشان ولایت د وردوج او بهارک ولسوالیو لویې لاري کورنیوعسکرو دخلګو پر مخ تړلې چي له امله یې ولس د ژوند د لومړینو اسانتیاوو او اړینو خوارکي توکو څخه  بې برخي شوی دی،په خبر کي ویل شوي چي له مرکز فیض اباد څخه چاوراکي یادوو شوو ولسوالیو ته اړین خوارکي او صحي توکي نه پریږدي چي له امله یې  خلګ له شدیدي قحطۍ او ګرانۍ سره لاس وګریوان شوي دي.

د اکتوبر په ۲۳مه دزابل ولایت د اتغر ولسوالۍ  دکلا په کلي کي د کورنیو عسکرو د هاوان په ډزو کي یو ماشوم شهید شوی او دوه زخمیان شوي دي.

د اکتوبر په ۲۷مه د جوزجان ولایت څخه په ورکول شوو راپورونو کي ویل شوي چي د جنرال دوستم په مشري عسکرو دخماب ولسوالۍ په مربوطاتوکي شل تنه ولسي وګړي د طالبانو سره دهمکارۍ په تور شهیدان کړي دي،د دوستم عسکرو د خلګو کورونه  تلاشي کړي او تلاشۍ په پلمه یې ګیڼې،نغدي پیسې،موټر،موټر سایکلونه او نور قیمتي شیان له ځان سره وړي دي.همدا رنګه ویل کیږي چي جنرال دوستم خپلو وسله والو ته امر کړی چي څو تنه عام خلګ ددې لپاره ووژني چي نور خلګ عبرت ځني واخلي او څوک بیا د طالبانو سره همکارۍ ته زړه ښه نه کړي.

د اکتوبر په ۳۰ مه  د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په حسن کلي کي داخلي عسکرو د خلګو پر کورنو چاپې وهلې، دخلکو کورونه یې تالاشي کړي، ګیڼې، نغدې روپۍ، یو سل و پنځوس سیټه مختلف مبایلونه او نور قیمتي توکي یې له ځان سره وړي دي.همدا راز تر تلاشیو وروسته د داخلي عسکرو په  بمبار کي څلور تنه ولسي وګړي شیهدان شوي هم  دي.

داکتوبر په ۳۰ مه دزابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ مربوط د ځنځيرپوستې ته نژدې دهمدي پوستې عسکرویو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د اکتوبر په ۳۱مه  د ننګرهار ولایت د سپین غرولسوالۍ د اچین کلي کي دمیشتو عسکرو له لوري توغول شوی توغندی دکلي پر مسجد لګیدلی، څلور تنه ولسي وګړي پکي شهیدان شوي او درې نفره ټپیان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،سرنوشت ورځپاڼه،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]