جنګي جنایتونه( اکتوبر)

سید سعید: د ۲۰۱۸ز،کال داکتوبر دمیاشتې په لومړۍ نیټه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ دافغانیه درې د برملایانوپه کلي کې د صفریک قطعې عسکرو دچاپې په مهال یو ملکي  سړی او یوه میرمن شهیدان کړي او اووه تنې میرمنې یې ټپیانې کړې دي. همدارنګه د اکتوبر په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت د پشتونکوټ […]

سید سعید:

د ۲۰۱۸ز،کال داکتوبر دمیاشتې په لومړۍ نیټه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ دافغانیه درې د برملایانوپه کلي کې د صفریک قطعې عسکرو دچاپې په مهال یو ملکي  سړی او یوه میرمن شهیدان کړي او اووه تنې میرمنې یې ټپیانې کړې دي.

همدارنګه د اکتوبر په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په  یکه توت  سیمه کې دحکومتي ځواکونو دهاوان په ډزو کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان او پنځه کسان ټپیان شوي دي.

داکتوبر په ۲مه  د ننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ په  توتو لوړ سیمه کې اشغالګرو اوداخلي عسکرو دچاپې په مهال پنځه تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي. دعیني شاهدانو په وینا ګډو ځواکونو دکورونو دروازې ماتې کړې او خلګ یې تهدید کړي دي.

د اکتوبر په ۴مه   دکندهار ولایت دمعروف ولسوالۍ د خوګیاڼو د شارخیلو په سیمه کې یرغلګرو دواده پر وراباڼو بمبار کړی، په بمبار کې څلور میرمنې شهیداني شوې، یوولس تنه ولسي وګړي دښځو او ماشومانو په ګډون ټپیان شوي او د وراباڼودرې موټر سوځول شوي دي.

داکتوبر په ۵مه  دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ دکرو چاراهي او تریخ ناور په سیمو کې دیرغلګرو په بمبار کې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

داکتوبر په ۵مه  د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د  تیتمور درې  په  قلعه سنګي کي د صفریک قطعې عسکرو  درې تنه کوچیان شهیدان کړي دي.

داکتوبر په ۶مه دفاریاب ولایت دقیصار ولسوالۍ د شاخ په سیمه کې یرغلګرو دملکي خلګو پر یو موټر بمبار کړی ،په دغه حمله کې دموټر څلور تنه سپرلۍ شهیدان شوي دي.

د اکتوبر په ۶مه  د پکتیا ولایت دګردي څیړۍ ولسوالۍ په سوري خیلو سیمه کې دحکومتي ضربتي قطعې عسکرو دیادې شوې سیمې پر بازار دتوپچي ډزي کړي،په د ې پیرونو کې دخلګو ګڼ دوکانونه ویجاړ شوي، نهه تنه ولسي وګړي پکې شهیدان او پنځه ویشت تنه ټپیان شوي  دي.

د اکتوبر په ۷مه  د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ دملاباغ سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( سلیم ولد میرزا) شهید کړی دی.

داکتوبر په ۹مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج د جانګل بازار په سیمه کې یرغلګرو اوداخلي عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او خلګو ته یې پراخ مالي تاوانونه رسولي دي.

داکتوبر په ۱۰مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د ګل اغا بازار سیمه کې  د اشغالګر + داخلي عسکر و او طالبانو ترمنځ نښته شوې، تر جګړې وروسته  دیرغلګرو په بمبار او توغندیو پیرونو کې دوولس تنه ماشومان او ښځې شهیدانې او څلور تنې  ټپیانې شوې دي.  په یاد شوي بمبار کې خلګو ته پر ځاني  زیان سربیره مالي تاوان هم اوښتی دی.

داکتوبر په ۱۰مه دفراه ولایت دخاکسفید ولسوالۍ د دیوال سرخ په سیمه کې  داخلي عسکرو یو سپین ږیری ( شاګل اکا) له پنځه ورځني اسارت وروسته شهید کړی دی.

داکتوبر په ۱۰مه دفاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ  په مرکزي سیمه کې د یرغلګرو په بمبار کې  دوه ماشومان اویو سپين ږیری شهیدان  اودوه ماشومان زخمیان شوي دي .

داکتوبر په ۱۱مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په  میرمندآب  سیمه کې یرغلګر او داخلي کمانډویانو له طالبانو سره ترجګړې  وروسته لس تنه ملکي هیوادوال دښځو او کوچنیانو په ګډون شهیدان کړي او یوولس تنه یې بندیان کړي دي.

د اکتوبر په ۱۴مه دهلمند ولایت دسنګین  ولسوالۍ د څاروان قلعه  د اسټیشن په سیمه کې  یرغلګرو او داخلي کمانډویانو چاپه وهلې،دچاپې په مهال یې له طالبانو سره نښته رامنځته شوې، دنښتې په پای کې یرغلګرو په سیمه کې دبرېښنا اسټېشن ته پناه وړې او هلته یې د برېښنا کوټ شپږ تنه کارکونکي شهیدان کړي او دبرېښنا کوټ ددرې تنه مامورینو په ګډون یې دوه دوکانداران او یو بزګر بندیان کړي دي.

داکتوبر په ۱۴مه د فاریاب ولایت  د شیرین تګاب ولسوالۍ  داسلام قلعه ، تاش قلعه ، فیض اباد  اوکوه صیاد  سیموکې له طالبانو سره ترجګړې وروسته یرغلګرو  په سیمه کې بمبار کړی،په بمبار کې پنځه کورونه ویجاړ شوي، دوولس تنه ملکي وګړي چې اکثریت یې میرمنې او کوچنیان دي پکې شهیدان شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د اکتوبر په ۱۶مه  د ميوند ولسوالۍ د اوزبارکې په سيمه کي خارجي او داخلي عسکرو د چاپې په مهال شپږ تنه ملکي وګړي شهیدان کړي ،خلګو ته یې پراخ مالي زیان اړولی او په اخر کې یې شپږ ته ولسي وګړي د بندیانو په توګه له ځان سره بېولي دي.

د اکتوبر په ۱۶مه یرغلګرو د داخلي عسکرو په ملتیا د میدان وردګو ولایت دچک ولسوالۍ په  سیبکي بازار چاپه وهلې، داخلي عسکرو دهمدې بازار ۳۰۰ دوکانونه لوټ کړي او قیمتي توکي یې ترې وړي دي.له چاپې وروسته یرغلګرو پر سیمه بمبار کړی، په بمبار کې پنځه تنه ولسي وکړي شهیدان شوي، درې موټر له منځه تللي او خلګو ته پراخ مالي زیان هم اوښتی دی.

داکتوبر په ۱۹مه دکندهار ولایت  د تخته پل ولسوالۍ د عليزو په کلي کي خارجي او داخلي  عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او اووه تنه یې بندیان کړي دي.

داکتوبر په ۲۳مه  د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ د کابل کمپ او ټويل په سیمو کې اشغالګرو او داخلي عسکرو په ګډو عملیاتو کې اته تنه ولسي وګړي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان کړي دي.

داکتوبر په ۲۵مه  د کندزولایت دچهاردرې ولسوالۍ په  منګتیپې سیمه کې داخلي اویرغلګرو عسکرو دچاپې په مهال درې میرمنې شهدانې او دوه ماشومان ټپیان کړي دي.

داکتوبر په ۲۷مه دکندهار ولایت دمیوند ولسوالۍ د ګرماوک په سیمه کې  یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې،د چاپې په مهال یې شپږ نفره ملکي هیوادوال شهیدان کړي او نهه تنه یې اسیران کړي دي.

داکتوبر په ۲۹مه د پکتیکا ولایت دنکې ولسوالۍ  په بازار او د صدق، نورکۍ، سره کلا او بازک په کلیو باندې یرغلګرو او حکومتي عسکرو چاپې وهلې،ګډو ځواکونو په دغو چاپو کې د نکې ولسوالۍ د بازار۴۰ دکانونه نړولي.ګډو ځواکونوپه صدق کلي کي  دوه تنه ملکي وګړي اوپه  نور کلي کې د ډاکتر زکیم په ګډون درې تنه کلیوال شهیدان او پنځه تنه ټپیان کړي دي.

داکتوبر په ۲۹مه  د خوست ولایت دسپیرۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې داخلي عسکرو دچاپې په مهال پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان،دوه نفره ټپیان او دځایې مدرسې لس تنه استادان بندیان کړي دي.

د اکتوبر په ۲۹مه  یرغلګرو اوداخلي عسکرود غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ په  سر بلند کلا کې د مولوي موسی خان په  مدرسه  چاپه وهلې،د چاپې په مهال يې اووه تنه طالب العلمان شهیدان کړي دي.

د اکتوبر په ۳۰مه دکندهار ولایت دخاکریز ولسوالۍ د لام په سیمه کې  یرغلګرو او داخلي عسکرو  دچاپې په مهال یو سپین ږیری شهید کړی، لس دوکانونه یې تخریب کړي او دخلګو ګڼ  نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]