بغلان کی پراخه بیا نړونه او بیا وژنه

سید شریف له تیرو دروو او نیو راهیسي ګډ حکومت بغلان کي عملیات پیل کړي، د عملیاتو په لومړیو کي ولسي خلګو شکایت وکړ چي د اردو او پولیسو له لوري په لوی لاس ولس میشتي سیمي په نښه کیږي چي له امله یې ولس ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوړي. د دې زیانونو […]

سید شریف

له تیرو دروو او نیو راهیسي ګډ حکومت بغلان کي عملیات پیل کړي، د عملیاتو په لومړیو کي ولسي خلګو شکایت وکړ چي د اردو او پولیسو له لوري په لوی لاس ولس میشتي سیمي په نښه کیږي چي له امله یې ولس ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوړي.

د دې زیانونو په لړ کي د ازبکستان څخه کابل ته د راغلي بریښنا یوه لویه پایه هم چپه شوه چي کابل کي یې د ډيرو هیوادوالو کورونه تیاره کړل، که څه هم ګډ حکومت د بریښنا د ستني د چپه کیدو ګوته طالبانو ته ونیوله خو ولسي خلګو په ډاګه کړه چي همدغه د بریښنا لویه پایه د حکومتي ځواکونو د لویو وسلو په بریدونو کي ویجاړه شوه.

نن کابل کي د بغلان قومي مشرانو، مدني فعالانو او لیکوالو په یوه غونډه کي بغلان کي د روانو عملیاتو له امله ولس ته د ور اوښتو بشري او مالي زیانونو څخه پرده پورته کړه، دوی وویل چي: « د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کي ۱۲۵ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي چي ۴۰ تنه یې صرف ښځي او ماشومان دي او ۶۵۰ کسه ملکي هیوادوال ژوبل شوي دي».

د قومي مخورو د وینا په اساس حکومتي عسکر په لوی لاس د خلګو باغونه او فصلونه په دې بهانه ورانوي چي دلته بیا مخالفین پټیږي.

د بغلان د اوسیدونکو په وینا په دغو عملیاتوکي تر دې دمه  ۱۷ زره کورنۍ د سیمي پریښودلو ته مجبوري شوي او د ژمي په ساړه موسم کي یوه خوا او بله خوا منډي وهي.

دوی په خورا صراحت سره وویل چي: بغلان کي پراخه انساني او مالي ویجاړي د حکومتي ځواکونو د لویو او وړو وسلو او هوایې بریدونو له لوري رامنځته شوې ده.

قومي مشرانو د غونډي ګډونووالو ته  د ورانو شوو کورنو، جوماتونو او د هستوګني د سیمو د پراخي ویجاړۍ انځورونه و ښودل.

د غونډي برخوالو په پای کي له ګډ حکومت څخه غوښتنه وکړه چي ژر تر ژره عملیات ودروي، تر څو خلګ له روان ناورین او کشتار څخه وژغورل شي.

اشرف غني ولس ته وعدې ورکولې چي په خپله کاري موده کي به د بیا رغوني په برخه کي دومره کار وکړي چي تیر او راتلونکي ته یو مثال وي، د هیواد په مختلفو ښارونو کي به صنعتي پارکونه جوړ کړي، د اوبو او بریښنا بندونه به ورغوي، زراعت ته به انکشاف ورکړي او پراخي  اقتصادي پروژي به پیل او  پلي کړي، د خلګو هم څه تمه وه چي کیدای شي دا سړی چي په اقتصاد کي د مفکر پوړۍ ته پورته شوی، د تیر حکومت په پرتله به د افغانستان او افغان ولس د خورا ټیټي کچي اقتصاد لوړ او پیاوړی کړي، او د ولس د ژوند په مختلفو برخو کي به بهتري او ښیرازي رامنځته کړي، خو اوس چي د مفکر د واکمنۍ قریب دوه کاله کیږي، نه یوزاي دا چي په هیڅ یوه برخه کي د بهترۍ څرک نشته، بلکي ولس په اقتصادي، سیاسي، امنیتي او معاشرتي برخو کي د بلا ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د غني د بیا رغوني او ښې حکومتولۍ د ژمنو سره سره چي د یوې په پوره کولو یې هم ونه توانید، برعلاوه د نوموړي په راتګ سره د هیواد په لر او برکي د یرغلګرو له خوا شپنیو وحشیانه چاپو زور واخیست، د ثقیله وسلو استعمال زیات او پراخ شو، د اسلامي شعایرو او ملي ارزښتونو سپکاوی تکرار شو، افغانستان په نړیواله سطحه فساد کي دوهم نمبر شو، ټوپکسالاران بیا مسلح او واکمن شول.

خلاصه دا چي ارګ ته د اشرف غني له ننوتلو سره افغان ولس د ډیرو ناخوالو او ناتراشو سره مخ شو او د هیواد په بیلابیلو سیمو او سمتونو کي د بیا نړوني او بیا وژني پروژې پیل شوې، چي همدغه د بغلان اوسنی قتل عام او ناورین یې نغد او عیني مثال دی.