امریکا اوس هم په کلیو او بانډو کي عملیات کوي او بمونه پرې  اوروي 

سید سعید د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کي امریکاپه  افغانستان کي دپوځي عملیاتو پای اعلان کړ، په دې معنی چي نور به نه په خپل سر اونه هم د افغان عسکرو سره په ګډه عملیاتو کي برخه اخلي،بلکي یوازي به دافغان عسکرو دروزني او مشورې چاري سمبالوي . امریکایانو د ۲۰۱۲ کال څخه ادعا کوله […]

سید سعید

د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کي امریکاپه  افغانستان کي دپوځي عملیاتو پای اعلان کړ، په دې معنی چي نور به نه په خپل سر اونه هم د افغان عسکرو سره په ګډه عملیاتو کي برخه اخلي،بلکي یوازي به دافغان عسکرو دروزني او مشورې چاري سمبالوي .

امریکایانو د ۲۰۱۲ کال څخه ادعا کوله چي د بګرام زندان چاري یې د کرزي حکومت ته سپارلي دي، خو په ۲۰۱۴ کال کي چي د بګرام  بنديخانې زیات زندانیان  د څرخي پله محبس  ته انتقال شول،  باخبره سرچینو تائید کړه  چي د بګرام په هوایې اډه کي امریکایان  لا هم خپل ځانګړی محبس لري هغه بندیان پکي ساتي چي دوی ته مطلوب وي او یاشک پرې کوي چي ښایې دوی ته په راتلونکي کي څه خطر رامنځته کړي، واقعیت دا دی چي حتی تراوسه پوري  هم امریکایانو دبګرام زندان ټولي چاري ګډ حکومت ته نه دي سپارلي او په هغه ځانګړی تور زندان کي خو یې تر اوسه پوري افغانان تر سختو شکنجو لاندي د یو نامعلوم برخلیک په غیږ کي پراته دي.

 دامریکایانو له خوا په افغانستان کي  د نظامي عملیاتو ته د پای اعلان کټ مټ وافغان لوري ته د بګرام زندان  د تش په نامه سپارني په څېر دی،ځکه دامریکایانو دیاد شوي  اعلان څخه چي څه کم پنځه میاشتي کیږي لا هم یرغلګر ځواکونه په عملیاتو کي برخه اخلي، شپنۍ چاپې وهي،پر کلیو او بانډو بمبارۍ کوي، ډرون بریدونه تکراروي، ولسي خلګ بندیانوي  او په خپلو زندانونو کي یې د خپلي خوښي سره سم بې له محاکمې ساتي .

دا چي امریکایان ادعا کوي چي د ۲۰۱۵ کال د پیل راهیسي یې  افغانستان کي پوځي عملیات پای ته رسولي او په نظامي چارو کي ونډه نه لري، خو دهیواد له لر او بر څخه ولسي خلګ شکایت کوي چي یرغلګر ځواکونه په یوازي سر او دافغان عسکرو سره په ګډه اوس هم  عملیات کوي، کورونه  یې تلاشي کوي ،پر کورونو او فصلونو یې بمونه  او راکټونه اوروي چي له امله یې ګڼ شمېر ملکي هیوادوال  په تېره ښځي او کوچنیان شهیدان شوي او ژوبل شوي دي .

د امریکایانو  له خواد وروستیو ملکي زیانونو څو مستندي بېلګې په لاندي کرښو کي درسره شریکوو

دجنوري په ۶مه د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک سيمه کي دیرغلګروپه ډرون حمله کي دوه تنه ولسي وګړي ( سلطان سيد او د هغه زوی ) شهيدان شوي دي .

دجنوري په ۹مه  د ننګرهار ولایت دپچيراګام ولسوالۍ  په زمرخیلو، مورګۍ، لنډه خیلو، لټۍ کلا او شورلا کلا سیمو کي یرغلګرو ځواکونودافغان عسکرو په ملتیادخلګو پرکورونویرغل کړی دی  ،اشغالګرو په دې چاپه کي  دوه ملکي وګړي  شهیدان کړي او درې سوه تنه ولسي هیوادوال یې  بندیان کړي، وروسته یې  له نیول شوو کسانوڅخه اوه پنځوس تنه ځوانان له ځان سره داسیرانوپه توګه بیولي اونور یې  تر وهلووروسته خوشي کړي دي ،دعیني شاهدانوپه ویناګډو ځواکونودتلاشۍ پرمهال دخلګو نغدي پیسې ،ګېڼې اونور قیمتي شیان  هم له ځان سره وړي دي .

دجنوري په ۱۷ مه دننګرهارولایت  د لعل پورې ولسوالۍ په چکنورسیمه کي دیرغلګرودبې پیلوټه الوتکي په بریدکي درې تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي .

دجنوري په ۱۹ مه دننګرهار ولايت دخوګياڼو ولسوالۍ  د وزيرو په ميرزاخيل سیمه کي یرغلګروځواکونو بمبار کړی ، په  دغه بمبار کي دوې ښځي ،یو ماشوم اودوه سړي شهیدان شوي دي .

دفبروري په ۸ مه دننګرها رولایت داچین ولسوالۍ باندر سیمه کي دیرغلګرودبې پیلوټه الوتکي په برید کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي .

دفبروري په ۱۲مه د ننګرهار ولايت د نازيان ولسوالۍ په سپيني ژی سيمه کي دیرغلګرودډرون په برید کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي .

دفبروري په ۱۶ مه دهلمندولایت د سنګین ولسوالۍ دمالمند بازار په سیمه کي یرغلګرو دافغان عسکرو په ملتیا دطالبانو سره سخته جګړه کړې ، ترجګړې  وروسته  اشغالګرودمالمندبازاردوه سوه  ( ۲۰۰  ) دوکانونه  اویودموټرو شورم چي دوه ویشت عرادې  موټرپکي  ولاړ وو سوځولي دي .

دفبروري په ۱۷مه د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ  په قيلغو مياګانو کلي کي اشغالګرو بمبار کړی ، دعیني شاهدانو په ویناپه دغه بم ورۍ کي درې تنه ملکي هیوادوال ( دل اغا ولد لعل زمان، نقيب الله ولد سيدملا او نياز محمد ولد ميرزا)  شهيدان شوي دي .

دفبروري په ۱۸ مه د ننګرهار ولايت د  خوګياڼو ولسوالۍ په پټي خرګي سیمه کي دنیواکګرو جيټ الوتکې په يو ټکسي موټر بمبار کړی، شپږ تنه ولسي وګړي پکي شهیدان شوي او موټر یې ویجاړ شوی دی .

دفبروري په ۱۹ مه  یرغلګرو ځواکونود پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو او نیکنامو کلیو تر منځ  په غځیدلي سړک په موټر سایکلونو سپاره دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړ ي دي .

دمارچ په ۲ مه د بلخ ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ  په شارګي کلي باندې  یرغلګرو ځواکونو دافغان عسکرو په ملتیا چاپه وهلې،دتلاشۍ پرمهال یې خلګ وهلي ، مالي زیانونه یې ورته اړولي اودوه تنه ولسي وګړي یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي  دي .

داپریل په ۳۰ مه د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په کلتيپه سيمه کي دیرغلګرو ځواکونو په بمبار کي شپږ تنه ملکي هیوادوال دښځو او کوچنیانو په ګډون ژوبل شوي او دخلګو کورونو ته  زیانونه اوښتي دي .

د مئ په ۱۰ یرغلګرو دافغان عسکرو په ملتیا د ننګرهار ولایت  د خوږیاڼو ولسوالۍ په خیرمني او ژوري  سیمو کي د عملیاتو په لړ کي د ملک نقیب الله په شمول د نوموړي د کورنۍ دوې میرمني شهیداني کړي او په لسهاوو ملکي وګړي یې بندیان کړي دي .د ځایې خلګو په ویناپه دغو عملیاتو کي یې له کورونو څخه  عسکروقیمتي شیان  هم له ځان سره وړي دي .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال  ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]