افغانستان په (2016) میلادي کال کي

بهرنیو او په کور د ننه دښمنانو غوښتل چي په خپلو دروغجنو تبلیغاتو او افواهاتو سره 2016 میلادي کال داسي وښیي چي مجاهدین پکي مات شوي او اشغالګرو او د دوی مزدورانو سوبه کړې؛ مګر په الهي تقدیرکي د دوی د پوچو اذهانو او افکارو بر عکس دا کال د مجاهدینو د بریالیتوب کال وو […]

بهرنیو او په کور د ننه دښمنانو غوښتل چي په خپلو دروغجنو تبلیغاتو او افواهاتو سره 2016 میلادي کال داسي وښیي چي مجاهدین پکي مات شوي او اشغالګرو او د دوی مزدورانو سوبه کړې؛ مګر په الهي تقدیرکي د دوی د پوچو اذهانو او افکارو بر عکس دا کال د مجاهدینو د بریالیتوب کال وو او حتی لوی شیطان (اوباما) هم په ډاکه د مجاهدینو په وړاندي خپله ماته اعلان کړه.

په دغه کال کي مجاهدینو ګڼي لاسته راوړني لرلې چي په شمیر او لنډو څو بېلګي به یې په لاندي کرښو کي له تاسو سره شریکي کړو.

دغه لیکنه یواځي د اشغالګرو د ځاني زیان، د مزدور دښمن په متوسط او لوړ پوړ کي د اوښتي ځاني زیان، د لویو مالي زیانونو لکه د الوتکو نسکورېدل، د مجاهدینو په پیاوړ تیا او د دښمنانو په ماته د هغوی د خپلو اعترافونو او د مجاهدینو د مهمو عملیاتو په باره کي ده. نور مهم موضوعات لکه په مزدوره اداره کي د اختلافاتو زیاتېدل، اداري او اخلاقي فساد او ډیر نور له دې خاطره چي لیکنه  اوږ ده  نشي پرېښوول  شوي دي؛ همدا رنګه:  د جګړې د ډګر هغه تاوده موضوعات هم لکه ملکي تلفات، د اشغالګرو او د دوی د مزدورانو له خوا د ولسي خلکو ځورول، د نفوذي مجاهدینو د بریدونو له امله د مزدوري ادارې په لیکو کي اړول شوي د سر او مال زیانونه، په مزدور صف کي د جلب او جذب فعالیتونه او د هغو په پایله کي د مزدور دښمن د مامورینو، کارکوونکو، پولیسو او عسکرو تسلمېدل چي د اسلامي امارت د ځانګړو کمېسینونو له خوا یې راپورونه خپرېږي دلته نه دي راوړل شوي.

ترکومه چي د اشغالګرو د ځاني زیان خبره ده؛ نو حقیقت دادی چي اشغالګر دښمن د اشغال له لومړۍ ورځي تر ننه رښتیا نه دي ویلي او تل یې د مړو او ټپیانو له رښتني شمېر څخه په انکار کولو د افغان ملت او نړیوالو په وړاندي د فریب او درواغو لوبه ګرمه ساتلې ده؛ ځکه نو د هغو اشغالګرو شمېر چي په 2016 میلادي کال کي (د دې لیکني تر مهاله یې)  په وژل کېدو اعتراف شوی دی ۱۶ تنو ته رسېږي، او په همدې سره د اشغال په ټوله مده؛ یعني: ۱۶ کلونو کي د وژل شوو اشغالګرو شمېر۳۵۲۸ تنو ته لوړ شو چي له دې ډلي څخه ۲۳۹۲ یې امریکایان، ۴۵۵ یې د انګلستان او پاته نور یې د اشغال په جرم د ورګډو هیوادونو دي.  یاده دي وي چي په افغانستان کي د اشغالګرو ځاني او مالي زیان تر هغه څو ځله زیات دی چي دوی یې اعتراف کوي.

  د مزدور دښمن عسکر او اردو هم په ۲۰۱۶ میلادي کال کي لکه د پخوا پشان په مالي زیان بر سېره له درانه ځاني زیان سره هم مخ شول؛ خو دا چي د ټولو پېښو کره شمېر په لاس کي نشته؛ نو ځکه په دې لیکنه کي د بېلګي په توګه یواځي څو راپورونه د درنو لوستونکو مخي ته ږدو. راځئ په لاندي برخه کي پورتنۍ پېښي په میاشتني ترتیب سره ولولو.

جنوري.

جنوري څنګه چي د کال لومړۍ میاشت وه هغه رنګه دښمن ته په تلفاتو اړولو کي یې هم خپل لومړيتوب وساته او پکي مجاهدینو ته د پام وړ بریاوي په برخه شوې. په دغه میاشت کي د دښمن د اعتراف له مخې درې تنه اشغالګر وژل شوي؛ مګر د جګړې حقائق ښیي چي یواځي په مرجه کي د جنورۍ په ۶مه د هلیکوبتر د لوېدو  پېښې ۱۷ مړي ترشا پرېښوول. همداراز: د جنورۍ په ۴ مه هم ۴تنه اشغالګر د لغمان په مرکز کي ووژل شول.

د همدغي میاشتي په اوږدو کي مزدوري ادارې هم د خپل دور په ټنډه د وژل کېدو ډېر تاریخ توري وټومبل، چي له هغې  جملې څخه د همدې میاشتي په پنځمه د سمنګان د سولي شورا د رئیس، په ۱۳مه نېټه د غزني په قرباغ ولسوالي کي د اربکي قومندان او په ۱۵مه او ۱۸ نېټه د کندهار په خاکرېز او د هلمند په باباجي کي د اردو د دوو قومندانانو وژل کېدل د بېلګي په توګه یادولای شو. همداراز: د جنورۍ په ۲۲مه د ارزګان د امنیه قومندانۍ د استخباراتو رئیس، او په ۳۱ مه نېټه یې د ننګرهار دوالي مشاور، د ملي رادیو تلویزون ویاند ، امنیه قومندان او د سرکاڼو ولسوالۍ د امنیت مدیر هم ووژل شول. په دغه میاشت کي دښمن له مالي پلوه هم زیات زیانمن شوی چي د لویي بیلګي په توګه یې د همدې میاشتي په ۳یمه د لوګر په محمدآغه کي، او په ۵ مه نېټه د هلمند په مارجه کي د یوه یوه هلیکوبتر رانسکورېدل یادولای شو.

په همدې میاشت کي د عزم عملیاتو مهمي لاسته راوړني په دې ډول وې:

د جنورۍ په لومړۍ نېټه د کابل په قلعه فتح الله کي د اشغالګرو په مېلمستون، په څلورمه نېټه د کابل هوایې ډګر ته په څېرمه د اشغالګرو د باران کمپ په پوستو، او په همدې ورځ د هلمند په ناوه ولسوالي کي د مزدوري اردو په کاروان د مجاهدینو لخوا بریدونه ترسره شول.

د همدې میاشتي په ۵مه نېټه د وزیر اکبر خان لسم سړک، په ۲۳مه  د هلمند امنیه قومنداني، او دوه ورځي وروسته د سپین بولدک ولسوالي د سختو بریدونو شاهده وه. په پورته یادو بریدونو کي د اشغالګر او مزدور دښمن په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول.

په دغه میاشت کي د پخوا په څېر د مجاهدینو په وړ تیا هم اعترافونه وشول. د جنورۍ په ۴مه د سې ای اې پخواني مشر له CBS تلویزون سره په مرکه کي وویل چي: طالبانو په تېر کال کې خورا زیات استراتېژیک پر مختګ کړی دی او دېته په کتو داسي ښکاري چي په 2016 کال کي به دا پرمختګونه لا نور هم زیات شي.  د جنورۍ په ۶مه نېټه په سپینه ماڼۍ کي اشغالګرو وویل چي: د مارجې وروستۍ پېښي په ډاګه کړه چي افغانستان لا تر اوسه یو خطرناک ځای دی. په ۱۱مه نېټه د هلمند ولایتي شورا اعتراف وکړ چي: د هلمند په سلو کي ۶۰ برخي خاوره د طالبانو په لاس کي ده. په ۳۰ مه نېټه د سیګار موسسې اعتراف وکړ چي سره له دومره ډېرو لګښتونو چي ملیونو ډالرو ته رسېږي اوس هم لا طالبان د زیات قوي کېدو په حال کي دي. او په همدې ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د اشغالګري امریکا ځانګړي استازي وویل چي: لا تر اوسه هم مزدور عسکر د دې وس نه لري چي د امریکا له مرستي پرته له مجاهدینو سره  و جنګېږي.

په دغه میاشت کي مجاهدین یواځي په نظامي میدان کي نه؛ بلکي په سیاسي میدان کي هم وځلېدل. د همدې میاشتي په ۲۳مه د اسلامي امارت د سیاسي دفتر استازو د پګواش په بین المللي کنفرانس کي ګډون وکړ او د اسلامي امارت موقف یې ټولو نړیوالو په ځانګړي ډول د افغانستان په اشغال کي ښکېلو لوریو ته ورساوه چي د مختلفو سیاسي  ډلو له خوایې هرکلی  وشو او د بیلابېلو اشخاصو او ګروپونو له لوري وستایل شو.

فروري:         

د فرورۍ په ۲۳مه  د ډنډ غوري په سیمه کي ۲۶ تنه امریکایان او دهغوی مزدوران مړه او ژوبل شول. په ۲۶مه نېټه یې دوه تنه پردي په دښت ارچي کي او یوه ورځ وروسته د اشغالګرو د ځانګړو ځواکونو  ۸ تنه نور د کندز په مرکز کي مړه او ټپیان شول. له امریکا مزدورو سره  د جګړې په ډګر کي د فروري په ۲مه د ګرشک په ولسوالي کي د میوند پلې قول اردو عمومي قومندان، په ۷ نېټه د سرپل په مرکز کي د اربکیانو یو مهم قومندان، یوه ورځ وروسته په خوګیاڼیو ولسوالي کي د ارګ یو ساتونکی، په ۱۶ مه نېټه د انګور اډې په سیمه کي د سرحدي کنډک قومندان، په ۲۲مه نېټه په غوربند کي د اربکیانو قومندان، او په ۲۴مه نېټه د وسلو د ذخائرو  تخنیکي مسؤول په خوست ولایت کي ووژل شو.

همداراز: د فروري په میاشت کي اشغالګر او مزدور دښمن ته له مالي پلوه هم دروند زیان اوښتی دی چي د بېلګي په توګه د همدې میاشتي په ۷مه د مرکزي بغلان په سیمه کي د یو هلیکوبتر رانسکورېدل، په ۸ مه نېټه یې د کابل په ده سبز کي یو بل او په ۲۱مه نېټه یې د کندهار په هوایي ډګر کي د یوې بې پیلوټه الوتکي د راغور زېدو یادونه کولای شو.

په فروري کي د عزم عملیاتو مهمي لاسته راوړني:

د همدې میاشتي په لومړۍ نېټه په کابل کي د مزدوري ادارې د پولیسو مرکز، په ۷ مه نېټه یې د لوګر د استناف محکمې د قاضیانو لېږدوونکي موټر او په ۸ مه نېټه یې د بلخ په ولایت کي د مزدوري اردو یو کاسټر موټر د مجاهدینو لخوا د برید هدف وګرزول شو. په ۱۳مه نېټه یې په ګرشک کي د دښمن مهم مرکز، په ۲۰مه یې د هلمند په موسی کلا کي او په ۲۷مه یې د پکتیا په زرمت کي د دښمن لویه قرارګاه او په ارزګان کي د خارخوردې ولسوالي د مجاهدینو لخوا فتحه شوه. او ترڅنګ یې په ۲۷مه نېټه د دفاع وزارت په ورودي دروازه کي سخت برید هم تر سره شو.

د فرورۍ په ۳یمه جنرال کمبل د امریکا کانګرس ته وویل چي: طالبان ورځ تر بلي نور هم پیاوړي کېږي او د کابل اداره یې له سقوط سره مخ کړې ده؛ همداراز: د همدې میاشتي په ۱۰م د امریکا د استخباراتو رئیس هم کانګرس ته وویل چي: د افغانستان سیاسي نظام له سقوط سره مخ دی.

د فرورۍ په ۱۴مه د ۵۰۵ زون عمومي قومندان وویل چي: طالبان په هغو ټانګونو سپاره راځي چي له موږ څخه یې نیولي دي او په موږ بریدونه کوي. یوه ورځ وروسته جنرال امرخېل وویل چي: امریکا نوره دلته ماته خوړلې ده او د تېښتي په حال کي ده. په ۲۷مه نېټه د سیګار ادارې ومنله چي: په افغانستان کي د امریکا موجودیت له ناکامیو سره مخ دی، او په ۲۹مه نېټه د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي ولیکل چي: د اشغالګرو د ماموریت په پای ته رسېدو سره په افغانستان کي طالبان نور هم پیاوړي  شوي دي.

د یکشنبې په ورځ، د فرورۍ په ۲۱مه نیوزويک مجلې ولیکل چي: په 2015 کال کي د امریکایي بمبار له امله د ملکي مرګ ژوبلي ګراف د تېرو کلونو په مقایسه لوړ ختلی دی. یوناما هم د فرورۍ په ۱۴مه په خپاره شوي راپور کي په 2015میلادي کال کي د ۱۱ زره ملکي وګړو د وژل کېدو خبره کړې ده.

مارچ:

په دغه میاشت کي هم په کور د ننه صلیبي مزدورانو ته ګڼ د سر او مال زیانونه واوښتل چي پکي وژل شوي مهم خلک یې په لاندي نوم لړ کي راټول شوي دي. د مارچ په ۴مه د کابل په ښار کي د کورنیو چارو د وزارت یو مهم کار کوونکی، په ۶مه نېټه یې په کند هار کي د ناحیې وکیل او دملي امنیت ۱۲ کار کوونکي، یوه ورځ وروسته د ګرشک په ولسوالي کي د پولیسو پنځه قومندانان او په اندړو ولسوالي کي د اربکیانو څلور مشران، په ۱۵مه نېټه یې د نورستان د دواب ولسوالۍ امنیه قومندان، په ۲۰مه نېټه یې د جلریز په ولسوالي کي د پولیسو یو قومندان، په ۲۵مه یې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال، په ۲۶مه یې د غزني د ابتدائیه محکمې قاضي او څارنوال، په ۲۷مه یې د محمد آغې په ولسوالۍ کي د مزدوري اردو قومندان، او په ۲۸مه نېټه یې  د دښت ارچي په ولسوالي کي د مزدوري اردو یو بل قومندان ووژل شو.

په دغه میاشت کي د دښمن دوه هلیکوبتر هم را وغورزول شول چي یو یې د مارچ په ۱۸مه د هلمند په نادعلي کي او بل یې په ۲۹مه د کنړ په ناړۍ ولسوالي کي و؛ همداراز: د مارچ په ۳۰مه نېټه د دښمن یوې ( ایف16 ) الوتکي هم د بګرام په هوایي ډګر کي سقوط وکړ.

په مارچ کي د عزم عملیاتو مهمي لاسته راوړني:

د یادي میاشتي په لومړۍ نېټه په ارزګان کي  د خارخوردې فتحه، په دوهمه نېټه یې په فاریاب کي د خواجه موسی فتحه، په درېیمه نېټه یې په صیاد ولسوالي کي د تربالاق د سراتېژیکي سیمي فتحه، په پنځمه یې د هلمند په مرکز کي د دښمن د مهمي قرارګاه فتحه، په لسمه یې د خانشین فتحه، او په ۲۸مه نېټه یې د پارلمان په ودانۍ د راکټونو بریدونه تر سره شول.

په دغه میاشت کي دښمن یو وار بیا مجاهدین پیاوړي وبلل او په ۵مه نېټه د امریکا د دفاع وزیر پخواني مرستیال له الجزیره سره په خبرو کي وویل چي: د کابل ادارې په روزنه، مسلح کولو او تجهیز باندي په ملیاردونو ډالر ولګېدل؛ مګر دوی تراوسه نه د طیارو او هوایي ځواک خاوندان شول او نه له طالبانو سره د مقابلې له توانه برخمن شول.

هغه نظر پوښتنه چي د مارچ په ۲۴مه په امریکا کي د ګلوب BBG څېړ نیز مرکز لخوا تر سره شوې ده په ډاګه کوي چي ۸۰ سلنه خلک د کابل له ادارې خوابدي دي.

د مارچ په ۳یمه امریکا  افغانستان ته د یوزر نورو عسکرو د لېږلو خبره وکړه. تر دې وړاندي د همدې میاشتي په لومړۍ نېټه روسیې مزدوري ادارې ته له مجاهدینو سره د مقابلې لپاره زر دانې کلاشنکوفونه ورکړي ول.

 اپریل:

په اپریل کي هم اشغالګر دښمن ته دروند ځاني زیان واوښت چي د بېلګي په توګه د همدې میاشتي په ۱۸مه په کندز کي د ۱۱ اشغالګرو وژل کېدل یادولای شو چي دوی یې د خپلي دروغجني او ټګماري پالیسۍ له مخي د هیڅ یوه په وژنه اعتراف ونه کړ.

 د جګړې ته کرایه شوي دښمن لیکو ته د اوښتې مرګ ژوبلي په لړ کي د اپریل په ۵مه د عمومي قومندانۍ لخوا  خپور شوی راپور په ډاګه کوي چي په تېر کال کي د مزدوري اردو ۵۰۰۰ عسکر وژل شوي او ۱۴۰۰۰ ټپیان شوي دي. د اپریل په ۸مه نیویارک ټايمز ولیکل چي: هلمند د اجیرو ځواکونو په قتلګاه بدل شوی او په تېرو ۱۱ میاشتو کي ۳۰۰۰ زره عسکر پکي وژل شوي دي. د همدې میاشتي په ۱۴مه د فرخار په ولسوالۍ کی  د کندز- تخار د لويي لاري قومندان، یوه ورځ وروسته د بلچراغ ولسوالۍ امنیه قومندان، په ۲۴مه نېټه په ګرمسېر کي د ولایتي شورا وکیل او په ۲۸مه نېټه یې د هرات ولایت د څارنوالۍ رئیس ووژل شو.

د مجاهدینو په پیاوړتیا د اعترافونو په لړ کي د اپریل په ۴مه د هیواد په شمال کي د مزدور حکومت لوړ پوړو چارواکو وویل چي: د دې وېره شته چي د روان کال تر پایه دي شمال په ټولېزه توګه سقوط وکړي. په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایتي شورا اعلان وکړ چي: د دې ولایت په اکثرو ولسوالیو کي خلک خپلي لانجې د مجاهدینو د محاکمو له لاري فیصله کوي؛ همداراز: په پارلمان کي د کندز استازي هم وویل چي: د کابل اداره ناکامه شوې ده؛ نو ښه به داوي چي واک طالبانو ته پرېږدي. د اپریل په ۲۱مه د سې ان ان تلویزون د نظامي چارو له کار پوهانو څخه په نقل وویل چي: د کابل اداره نور باید اعتراف وکړي چي طالبان ګټونکي دي.

د عزم عملیاتو چي د اپریل تر ۱۲مي یې دوام وکړ په همدې میاشت کي هم د پام وړ بریالیتوبونه لرل چي د بېلګي په توګه یې د اپریل په ۱۰مه د غزني په اندړو ولسوالۍ کي د علي خیلو د سیمي فتحه کېدل یادولای شو.

د عمري عملیاتو له پیل سره سم چي د اپریل په ۱۴ اعلان شول د اپریل په ۱۶مه د بغلان ډنډ غوري، په ۳۰ نېټه یې خان اباد او د کندز مختلفي سیمي، او په ۱۸ مه نېټه یې د قلعهء زال ولسوالي د مجاهدینو لاس ته ولوېدله.

د اپریل په ۱۹مه په کابل کي د استخباراتو لسم ریاست د مجاهدینو برید ولړزاوه او ۶۰ جاسوسانو د وژلو تر څنګ یې ۳۵۰ نور هم ټپیان کړل.

د همدې میاشتي په اوږدو کي د کابل ادارې اړوند ځيني حقیقتونه هم بربنډ شول. د اپریل په لومړۍ نېټه  د کابل ادارې د لومړي ریاست ویاند وویل چي: یواځي امریکا کولای شي دلته د خپلو ځواکونو د پاته کېدلو یا ایستلو پرېکړه وکړي. د اپریل په ۹مه نېټه بیا د امریکا عمومي مفتش په افغانستان کي وویل چي: موږ په افغانستان کي یو «خطرناک» حکومت رامنځته کړی دی. په همدې ورځ جان کېري د کابل د بې قانونه ادارې کاري مده د درې نورو کلونو لپاره وغزوله. د همدې میاشتي په ۱۱مه د کابل د انتخاباتو د شکایتونو  کمېسیون رئيس وویل چي: د افغانستان او امریکا تر منځ رابطه د غلام او بادار رابطه ده او د جان کېري پرېکړه زموږ لپاره د شرم او خجالت وړ ده. او په ۱۳مه نېټه یې تاریخ تېر شوي پارلمان هم د کابل اداره د امریکا نوکره اداره وبلله.

 می :

د مي په میاشت کي له کمه حسابه یو اشغالګر په کابل کي او نزدې ۱۵تنه د پروان په بګرام ولسوالي کي ووژل شول؛ مګر دروغجن دښمن یواځي د دوو تنو په وژل کېدو اعتراف وکړ.

د مالي خساراتو په لړ کي د می په ۷مه او ۱۹ مه نېټه د دښمن یو هلیکوبتر د ننګرهار په شاه ولیکوټ کي او یوې لويي اکمالاتي الوتکي د هلمند په ګرمسېر کي سقوط وکړ.

د کابل کرایه شوي ځواکونه د می په میاشت کي هم د مرګ او میر له څپې خوندي نه ول. د همدې میاشتي په ۲مه د لغمان په مرکزکي د اربکیانو یو قومندان، په ۱۱مه نېټه یې په مقر کي د اربکیانو عمومي قومندان، په ۱۲نېټه یې په پکتیکا کي د خوشامند امنیه قومندان. په ۱۸مه یې په بلخ کي یو اربکی قومندان، په ۲۳یې په بغلان کي د ګرزنده قطعې عمومي قومندان، او په ۲۸مه یې د کندز ولایت مرستیال ووژل شو.

تر دې له مخه د می په ۱۹ نېټه یو لوی جنرال ( د ۲۰۵اتل قول اردو د اولي لېوا قومندان)، په ۲۱مه نېټه د پساوند ولسوالۍ امنیه قومندان او په کندهار کي د ملي امنیت یو فعال غړی د مجاهدینو لخوا دخپل عمل په سزا ورسول شول.

همداراز: عمري عملیاتو هم په ګڼو فتوحاتو او بریدونو بر سېره په ټول هیواد کي مهمي لاسته راوړني لرلې. د می په ۱۹مه نېټه په پلخمري کي د دښمن یو لوی او مهم مرکز فتحه شو، په ۳۰مه نېټه یو مرکز د هلمند په نهر سراج کي، او یوه ورځ وروسته په فاریاب کي لس کلي او په ګزاب ولسوالي کي ۱۱ پوستې د مجاهدینو لاسته ورغلې.

د می ۲۲مه د امیر المؤمنېن ملا اختر محمد منصور( تقبّله الله) د شهادت غمجنه ورځ وه او په ۲۵مه نېټه شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده ( حفظه الله) د نوي امیر المؤمنين په توګه وټاکل شو او د اسلامي امارت رهبرۍ شورا له هغه سره د بیعت اعلان وکړ.

جون :

د جون میاشتي په اوږ دو کې د بېلا بېلو پېښو په ترڅ کي تر ۳۰ زیاتو اشغالګرو سرونه وخوړل؛ خو داچي دوی ته رښتیا ویل د افغانستان د بایللو په معنی ښکاري یواځي د یوه عسکر مړینه یې ومنله. د جون په ۱۶مه نېټه ۴ اشغالګر په باګرام کي او په ۲۰مه نېټه یې لسګونه عسګر په کابل کي مړه او ټپیان شول. په دې برسېره د همدې میاشتي په ۲۹مه نېټه ۱۵ تنه اشغالګر د کندوز په مرکز کي  هم ووژل شول.

په مزدور صف کي هم د مرګ او ټپ هغه کچه تر پخوا ټیټه نه وه چي د دوی مرال یې مات او دوی یې د تېښتي په رنځ اخته کړل. د همدې میاشتي په لومړۍ نېټه د غزني ۹ تنه قاضیان او څارنوالان او د بلخ ولایت د شولګرې امنیه قومندان، په ۵مه نېټه د لسګونو څارنوالانو ترڅنګ د لوګر څارنوالۍ ته نوی ټاکل شوی رئیس، په غزني کي د تش په نامه صلحي شورا یو غړی، د یواځي په نوم پارلمان یو وکیل، په ۶مه نېټه یې د سنچارک ولسوالۍ د امنیت مدیر، په ۱۱مه یې د هسکي مېني ولسوالۍ امنیه قومندان، په ۱۶مه یې د هلمند ولایت د امنیت امر، په ۲۱مه یې د کابل په کمپنۍ سیمه کي د پولیسو درې افسران، په ۲۵مه یې د فراه ولایت د استناف محکمې قاضي، په ۲۸مه یې د رشیدانو ولسوالۍ د محکمې رئیس، او په وروستۍ ورځ یې په کابل کي د پولیسو اکاډمۍ ۴۰ استاذان او پولیس، او په غزني کي د پکتیکا د استخباراتو رئیس ووژل شو.

په جون کي دعمري عملیاتو لړۍ د خپل شدت په اوج کي مزل وکړ او د جهاد کاروان یې د لوړ مرال په طمنه د هیلو تر ذوقه ورساوه. چي له مهمو لاسته راوړنو یې یوڅو په لاندي ډول دي:

د همدې میاشتي په لومړۍ نېټه د غزني پر ولایت د مجاهدینو سختو بریدونو ۹ تنه قاضیان او څارنوالان ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل. په ۴مه یې د هلمند په میوند کي یوه مهمه قرارګاه د مجاهدینو لخوا فتحه شوه. په ۵مه یې د لوګر ولایت استناف محکمه د مجاهدینو تر ډلئیز برید لاندي راغله او د نوي ټاکل شوي رئیس تر څنګ پکي لسګونه ولایتي کارکوونکي او د پېښي پر ځای موجود پولیس مړه او ټپیان شول.

د جون په ۱۴مه مجاهدینو د ارزګان چارچینو ولسوالي ونیوله، په ۲۰مه یې په کابل مېشتو اشغالګرو برید وکړ چي له امله یې تر لسو ډېر نیپالیان چي د صلیبي یرغلګرو په مرسته بوخت ول ووژل شول، او په ۳۰مه نېټه یې یو وار بیا هم په دغه ښار کي د پولیسو اکاډمۍ د استاذانو او افسرانو په موټر برید وکړ چي په پایله کي تر ۴۰ زیات استاذان او د پولیسو افسران مړه او ۱۰۰ نور ژوبل شول.

د مجاهدینو د پیاوړتیا په لړ کي د جون په ۳مه یو امریکایي ډګرمن له امریکا چاپ ډیويس ټائم مجلې سره په مرکه کي وویل چي: د افغانستان په جګړه کي د امریکا نظامي او سراتېژیک سیاستونه ناکام دي او له خطره ډکي پایلي به ولري. په ۹مه نېټه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ومنله چي: طالبان په  2015 کال کي د بل هر کال په نسبت پیاوړي ول او په اشغالګرو او ددوی په مزدورانو یې تر نورو وختونو زیات بریدونه کړي وکړل، په ۲۵مه یې د مزدوري ادارې د کورنیو چارو وزارت وویل چي: طالبان په جګړه کي له داسي خطرناکو تکتیکونو کار اخلي چي د کابل اداره یې له مقابلې څخه بې وسه ده.

جولای :

په جولای کي هم دښمن ته د ارام سا کښلو وخت ور نکړل شو. د همدې میاشتي په ۱۰مه جنرال نیکلسن وویل چي: د مزدوري ادارې په لیکو کي د سر زیان زیات شوی دی. مزدورو ځواکونو ته د ځاني تلفاتو په لړ کي د جولاي په ۲۹مه د تش په نوم پارلمان د بشري منابعو رئیس په کابل کي، په ۳۰مه نېټه یې د کندز د علي اباد ولسوالۍ د تفتیش مدیر او په سبا یې د خانشین ولسوالۍ د سرحدي لېوا درستېز وال او په پارلمان کي د لوګر پخوانی وکیل ووژل شو.

په یاده میاشت کي دښمن دوه هلیکوبتر هم له لاسه ورکړل چي یو یې د جولایې په ۵مه د کندهار په ژېړۍ ولسوالي کي او بل یې د فراه په پشتردو ولسوالي کي د مجاهدینو له خوا راوغورزول شول.

په جولای کي د عمري عملیاتو د جریان په لړ کي د میاشتي په لومړۍ نېټه د شېرین تګاب ولسوالۍ آستانه بابا سراتېژیکه سیمه، په ۱۸مه نېټه یې د بدخشان د خاش ولسوالۍ څنډي او د سنګین ولسوالۍ ټوله د مجاهدینو په واک کي راغله.

په ۲۰مه یې د قلعه زال ولسوالي، یوه ورځ وروسته یې د خواجه غار ولسوالۍ ډیري سیمي او په پښتونکوټ کي د تیلان سراتېژیکه سیمه، او په ۳۰مه نېټه یې د هلمند خانشین ولسوالي فتحه شوه.

 د همدې میاشتي په لومړۍ نېټه د امریکا د وسله والو ځواکونو د کمېسیون رئیس جان مکین د امریکا کانګرس ته وویل چي: ځواکونه مو په افغانستان کي له سختو ځاني او مالي زیانو سره مخ دي  او دغه جګړه به د امریکا په تباهۍ پای ته رسېږي. په ۳۰مه نېټه د سیګار ادارې خبر ورکړ چي: صلیب مزدوري ادارې په تېرو ۵ میاشتو کي د افغانستان ۵٪ خاوره له لاسه ورکړې ده.

اګست:

که څه هم اشغالګر دښمن د خپل عادت له مخي د اګست په میاشت کي د ۲ تنو په وژل کېدو اعتراف کړی ؛ مګر د همدې میاشتي په ۸ مه د ننګرهار په بهسودو کي د اشغالګرو یو کتار د مجاهدینو له خوا تر برید لاندي ونیول شو چي په نتېجه کي یې ۶ اشغالګر ووژل شول. همداراز: په ۲۲مه نېټه یو بل کتار هم د کابل په بګرام ولسوالي کي د مجاهدینو د برید په حصار کي ولوېدو او ترې یوه ورځ وروسته د هلمند په مرکز کي هم ورته چاره تر سره شوه چي دا دواړو پېښي اشغالګر دښمن ته د ۶ سر خوړلیو په قېمت تمامي شوې.

د همدې میاشتي په ۲۶مه ۲۲تنه مزدور عسکر چي له مجاهدینو سره بندیان او بالاخره د خلاصون په حال کي ول د هلمند په نادعلي کي د اشغالګرو د بمبار په ترڅ کي ووژل شول.

د دښمن د ناکامیو په لړ کي د اګست په ۷مه لاس انجلس ټائمز ورځپاڼي ولیکل چي: د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کي تر ټولو اوږده او ډیره ناکامه جګړه ده.

 د عمري په نوم پسرلنیو عملیاتو هم په اګست میاشت کي په پوره شدت سره دوام درلود چي د همدې میاشتي په ۲مه په کابل کي د اشغالګرانو په نارګیت میلمستون برید، په ۳مه نېټه یې په نادعلي کي د چانجیر د پوستو فتحه کېدل، په ۱۲مه نېټه یې د ګرمسېر ولسوالۍ فتحه، په ۱۴مه نېټه یې د وانت وایګل ولسوالۍ سقوط، په ۲۰مه نېټه یې د حصارک او خان اباد ولسوالیو، په ۲۲مه نېټه یې د خواجه غار ولسوالۍ نیول کېدل، په ۲۴مه یې په کابل کي په امریکایي پوهنتون برید، او په ۲۷مه یې د جانخیلو ولسوالۍ نیول کېدل د لویو لاسته راوړنو په توګه یادولای شو.

سبتمبر:

 په ستمبر کي کم ترکمه ۱۱تنه اشغالګر وژل شوي دي چي له هغوی څخه ۸ یې د خوګیاڼو په ولسوالۍ کي او 6 یې د همدې میاشتي په ۲۶مه د ډنډ په ولسوالي کي ووژل شول.

 د مزدوري ادارې د سر او مال د زیان په لړ کي د ستمبر په لومړۍ نېټه د لوګر په څرخ ولسوالي کي د ملي امنیت ۵ کار کوونکي، په څلورمه نېټه یې د کند هار د کار او اجتماعي امورو رئیس او په محمد آغه کي د اربکیانو یو قومندان، په ۱۱مه نېټه یې د ننګرهار امنیه قومندان، په ۱۸م یې په شاجوی کي یو اربکی قومندان، او یوه ورځ وروسته د نېش ولسوالۍ د امنیت مدیر ووژل شو.

همداراز: د سترو مالي زیانونو په لړ کي د ستمبر په ۲۷ مه دښمن یوه بې پیلوټه الوتکه په ننګرهار کي راوغورزوله شوه.

عمري عملیاتو هم د خپل شباب په شور کي حق ته په باطل غلبه ورکوله چي د پېښو څو بېلګي یې دلته له تاسو سره شریکوو: د همدې میاشتي په لومړۍ نېټه د څرخ په ولسوالي، په ۵مه نېټه یې د ګېرو په ولسوالي، په ۶مه یې د ارزګان په مرکز ترېنکوټ، په ۸ مه یې د ناوې په ولسوالي او په ۲۲مه نېټه یې د ګیزاب په مرکز او امنیه قومنداني باندي د مجاهدینو له لوري درانه بریدونه تر سره شول.

د ستمبر په ۴مه د پکتیکا د اومني ولسوالي، په ۲۰مه یې په کندهار کي د دښمن یوه قرار ګاه او په ۲۲مه نېټه یې د خواجه سبز پوښ ولسوالي د کله کلان سراتېژیکه سیمه د طالبانو لاس ته ولوېده.

په ۵مه نېټه یې په کابل کي د دفاع وزارت په مخکي دوه سختي حملې ترسره شوې او ورپسې د همدغه ښار د شهرنو په سیمه کي د استخباراتو په مرکز برید وشو چي له امله یې د دریو جنرالانو او لوړ پوړو افسرانو تر څنګ د دښمن لسګونه کارکوونکي ووژل شول او تر  ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

اکتوبر:

د اکتوبر په ۵مه یو امریکایي عسکر د افغانستان په ختیز کي ووژل شو، درې ورځي وروسته دوه تنه نور اشغالګر په ننګرهار کي ژور ټپیان شول، په ۱۹مه یې هم دوه تنه امریکایان مړه او ۳ ټپیان شول، په ۲۴مه یې ۴تنه د خوست په صبریو ولسوالي کي او په ۲۶مه یې د هغوی په خپل اعتراف دوو نورو د بګرام په ولسوالي کي خپل سرونه وخوړل؛ مګر دښمن د ۳تنو په اعتراف سره وغوښتل له هغو خلکو سره خیالي لوبه وکړي چي دا هرڅه یې په سترګو لیدلي.

د اکتوبر په ۲۴مه د اشغالګرو عمومي قومندان جنرال نیکولسن وویل چي: د مزدوري اردو په لیکو کي د مرګ و میر زیاتېده ډیر اندېښمن کړي یو. د همدې میاشتي په ۱۱مه نېټه ۲۳۰ عسکر د هلمند په مرکز کي مړه او ژوبل شول. په دې برسېره په یاده میاشت کي د ناوې ولسوالۍ امنیه قومندان، په فاریاب کي د ګلمجمو څلور تنه لوړ پوړي قومندانان او په ۱۷مه نېټه یې په بادغېس کي د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو قومندان ووژل شو.

په اکتوبر کي د دوو هلیکوبترو د نسکورېدلو پېښي هم رامنځته شوې چي یوه یې د همدې میاشتي په ۲مه د شاولیکوټ په ولسوالي کي او بله یې په ۹مه نېټه د پلخمري په ولسوالي کي پېښي شوې.

دعمري عملیاتو په اوږدو کي د اکتوبر په ۲مه د زابل په نوبهار ولسوالۍ، په ۶مه نېټه د پلخمري په ښار، په ۷مه نېټه د کندز په مرکز او د اکتوبر په ۱۰مه مجاهدینو د لښکرګاه په ښار درانه بریدونه وکړل. په دې برسېره د اکتوبر په ۳ مه د ناوې ولسوالي، یوه ورځ وروسته د خانشین ولسوالي، په ۱۱مه نېټه د غورماچ ولسوالي او په ۲۳مه نېټه د چوره په ولسوالي کي ۳۵ پوستې د مجاهدینو له خوا فتحه شوې.

نومبر:

اشغالګر دښمن د نومبر په میاشت کي داسي مهال د څلورو عسکرو په مړینه اعتراف کوي چي رښتنی شمېر یې ۲۷تنو ته رسېږي. د بلواکي ادارې له کارکوونکو څخه د نومبر په ۱۸مه د بکواه امنیه قومندان د امنیت رئیس یو ټولی مشر او په ۲۹مه نېټه یې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان له لسو نورو لوړ پوړو افرادو سره د بالا مرغاب په ولسوالي کي د هلیکوبتر لوېدو په پېښه کي ووژل شول.

د مالي زیانونو په لړ کي د دښمن یو هلیکوبتر د نومبر په ۱۶مه د لوګر په برکي برک ولسوالي کي او بل د همدې میاشتي په ۲۹مه  د بالامرغاب په ولسوالي کي راوغورزول شو.

په دغه میاشت کي د عمري عملیاتو د مهمو لاسته راوړنو له کتاره څو بېلګي په دې ډول دي چي: د نومبر په ۱۱مه په بلخ کي د جرمني په کونسلګرۍ، او تر دې یوه ورځ وروسته په افغانستان کي د اشغالګرو په لوی پټنځای بګرام هوایي اډه باندي د مجاهدینو له لوري ټکان ورکوونکي بریدونه تر سره شول. د همدې میاشتي په ۱۶مه په کابل کي د ملي امنیت د لسم ریاست په  موټر برید وشو چي ټول سپاره پکي مړه او ژوبل شول.

د دښمن له خوا په خپله ناکامي د اعترافونو په لړ کي د نومبر په ۲۷مه د مزدوري ادارې د نیمه رئیس مشاور احمد ضیا مسعود وویل چي: د دولت په مهمو ادارو کي د طالبان نفوذ د دې مانع ګرزي چي د امریکا مزدور ځواکونه د طالبانو په ضد عملیات ترسره کړي. همداراز: د یادي میاشتي په ۱۵مه د شمال د بد نامي ټلوالي ملاتړې هیواد روسیې هم د کابل اداره یوه ناکامه پروژه وبلله او زیاته یې کړه چي دغه بلواکه اداره  د افغانانو تر منځ د تفرقې اچولو باعث ګرزېدلې ده.

د سمبر:

که څه هم پخپله د ښمن په دغه میاشت کي د  چا په وژنه اغتراف نه دی کړی؛ مګر د پنجشنبې په ورځ، د دسمبر په ۸مه د امریکا د دفاع وزارت د هغه یو عسکر د مړيني خبر ورکړ چي د نومبر په ۱۲مه په باګرام کي د مجاهدینو په برید کي سخت ټپي شوی و.

په دسمبر کي دښمن ته دمالي زیان په برخه کي هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی چي بېلګه یې د سې شنبې په ورځ، د همدې میاشتي په ۲۷مه  د یو مقناطیسي ماین  په واسطه د هرات په شنډنډ هوايي ډګر کي د یو هلیکوبتر را نسکورېدل یادولای شو.

عمري عملیاتو هم په دغه میاشت کي په خپل پوره قوت سره دوام وکړ چي د نمونې په ډول څو پېښي یې په دې توګه دي:

د چهار شنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۲۱مه د کابل په دارالامان سیمه کي د اشغالګرو په یو کمپ باندي درنې حملې تر سره شوې چي ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې تر شاپرېښوول. په همدې ورځ د پارلمان د یو وکیل په کور کي د جنوبي ولایتونو د نظامي مشرانو په غونډه استشهادي برید وشو چي له امله یې د  دغه ولایت د دوه تنه قومندانو په ګډون ۲۰تنه  مړه او یو شمېر ټپیان شول . د شنبې په ورځ د همدې میاشتي په ۲۴مه نېټه د فراه مرکز سالمګاه سیمه تر سختو بریدونو لاندي وه چي په پایله کي ۱۱تنه پولیس مړه او د دوی درې پوستې په پوره ډول د مجاهدینو لاسته ورغلې.

د ا د هغه لوی او نړیوال اعتراف ورځ هم وه چي پکي د اشغالو  مشر  وویل چي: موږ په افغانستان کي جګړه نشو ګټلای او مجاهدین په صلیب پلوه ځواکونو باندي برلاسي  دي. اباما د خپلي ریاستي دورې  د وروستنۍ وینا په حیث د سې شنبې په ورځ د د سمبر په ۷ مه د ملي امنیت اړونده ویناکي وویل چي: د ده په ۸ کلنۍ دوره کي یوه هم داسي ورځ نه ده راغلې چي په هغې کي دي په امریکایانو باندي د برید برنامه نه وي جوړه شوې. ده زیاته کړه چي: په افغانستان کي د جګړې ۳۰ کلونه تېر شول؛ مګر: د نن ورځي حال یې له لومړۍ ورځي د ښه والي لور ته نه دی بدل شوی او امریکا نشي کولای چي طالبانو ته ماته ورکړي.

تر دې یوه ورځ له مخه ، وروسته له هغه چي د آسیا زړه کنفرانس ترسره شو امریکا  د یوې اعلامیې په ترڅ کي ډاګیزه کړه  چي: د افغانستان لانجه له مذاکراتو پرته نشي حل کېدلای او طالبان د سولي یو ښه فرصت په مخکي لري. په دغه اعلامیه کي دوی له څنګلوریو هیوادونو غوښتي دي چي سولي ته د طالبانو په اماده کولو کي دي له امریکا سره مرسته وکړي.

په دې برسېره د دسمبر په  ۱۸ مه د امریکا دفاع وزارت د یو راپور په خپرولو سره وویل چي: د مزدوري ادارې ځواکونه تر اوسه هم  د هغو سیمو د ساتني وړتیا نه لري چي د دوی په اصطلاح پاکي شوې دي. مزدوري او پردي پالې ادارې په ډېره بې شرمي او ټیټو سترګو د صلیبي بادارانو دغه راپور ورسره منلی او وایي چي: د ژمني موسم او د مجاهدینو له کموالي څخه په استفاده به کوشش وکړي چي له لاسه وتلې سیمي بیرته  تر خپل واک لاندي راولي