کابل کې د محرم ورځو امنیت ټینګښت په اړه د کابل ولایت مقام اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم په کابل ښار کې د محرم د لومړۍ عشرې دامنیت د تأمین په موخه عمومي او خصوصي امنیتي اجرأت پلان او پیل شوي دي ، کابل ښاریان دې ډاډه اوسي، مراسم به تیر په څیر په ټولو تکیه خانو او مساجدو کې ترسره کيږي، البته هغه تکیه خانې او مساجد چې […]

بسم الله الرحمن الرحیم

په کابل ښار کې د محرم د لومړۍ عشرې دامنیت د تأمین په موخه عمومي او خصوصي امنیتي اجرأت پلان او پیل شوي دي ، کابل ښاریان دې ډاډه اوسي، مراسم به تیر په څیر په ټولو تکیه خانو او مساجدو کې ترسره کيږي، البته هغه تکیه خانې او مساجد چې له امنیتي پلوه د ضعف نقطې لري په اړه یې توظیف شوو دیني ، فرهنګي او امنیتي کمیټو او د اهل تشیع مخورو او علمي شخصیتونو پریکړه کړې ده چې له نورو هغه تکیه خانو سره به یو ځای کيږي چې له امنیتي پلوه د ضعف نقطې ونلري، د اهل تشیع د علماوو د فتوا له مخې د مراسمو د ښه امنیت په موخه د یادې پریکړې په څیر پریکړې کیدای شي او ضروري دي چې وشي، ځکه د یو انسان د ژوند ساتنه له هرڅه زیات ارزښت لري او واجب ده.

کابل ښاریان په ځانګړې توګه اهل تشیع لویان او ځوانان باید متوجه او بیدار واوسي، د ځینو مغرضو رسنیو او ډنډوره چیانو د منفي او زهرجن تبلیغاتو تر تأثیر لاندې رانشي، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، داسلامي شریعت د اصولو له مخې د هر افغان حق پکې محفوظ دی او د اسلامي امارت له لوري د ولس د سر مال او عزت دحفاظت لپاره ټول اقدامات په اخلاص او په هغه شرعي مسؤلیت مبني دي چې د یو مسؤل شرعي نظام په توګه اسلامي امارت پرې مکلف دی.

په پای کې موږ د کابل له ټولو ښاریانو په ځانګړې ټوګه د اهل تشیع له لویانو او ځوانانو څخه جدي غوښتنه کوو چې د محرم په لومړۍ عشره کې د ډاډمن امنیت د تأمین په موخه له امنیتي ځواکونوسره بشپړه همکاري وکړي او ټولې امنیتي سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي. او هیچا ته اجازه ورنکړي چې د سر غړونو په ترسره کولو سره امنیت اخلال شي.

همدغه راز د اهل تشیع له علمي او مخورو شخصیتونو څخه مو هیله داده چې د مراسمو ګډونوال د هغو کړنو څخه را وګرځوي چې صریح منکرات وي یا د نورو د ازار او اذیت سبب ګرځي او یا له امنیتي تدابیرو او سپارښتنو سره په ټکر کې وي.