نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په دا وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا د اشغالګرو په مخامخ هوايي او استخباراتي ملاتړ د اسلامي امارت د مجاهدينو او ولسي خلكو په وړاندې ستر ستر عملیات پيل شوي دي او اوس هم جريان لري چې د عامو خلکو ګڼ کورونه او کلي يې وران […]
په دا وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا د اشغالګرو په مخامخ هوايي او استخباراتي ملاتړ د اسلامي امارت د مجاهدينو او ولسي خلكو په وړاندې ستر ستر عملیات پيل شوي دي او اوس هم جريان لري چې د عامو خلکو ګڼ کورونه او کلي يې وران کړي دي. ددښمن الوتکې د کندهار په ارغنداب او د بدخشان ولایت په نسی او درواز ولسوالیو کې د مجاهدینو او ولس په ضد له هوا څخه بمبارونه کوي، همدې ته ورته څو ورځې وړاندې د خوست په صبریو، د ننګرهار او هلمند په ولایتونو کې هم ګڼ بمبارونه او بریدونه شوي چې ټول د اسلامي امارت سره د امریکا د کړې توافقنامې څخه بربنډه سرغړونه ده. د افغانستان اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون ته هدايت کوي، که چیرې ياد ټول عملیات متوقف نشي د خپل ځان او ولس څخه د دفاع لپاره څرنګه چې مناسب ګڼي اقدام وکړي. باید ووايو چې په دې صورت کې به د راتلونکو هر ډول پيښو مسئولیت د مقابل لوري پر غاړه وي.
د افغانستان اسلامي امارت ۲۲/۸/۱۴۴۲هـ ق ۱۵/۱/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/4/4م
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.