په نیمروز او نورو ولایتونو کې حکومتي کارمندانوته د ډاډ په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

دا چې د نیمروز او جوزجان ولایتونه د اسلامي امارت د مجاهدینو په کنترول کې راغلل؛ ځينو دولتي مامورینو او کارمندانو خصوصاً په نیمروز کې له کورنیو سره ایران او نورو خواو ته د تيښتې هڅه وکړه، اسلامي امارت يې په اړه لاندې ډاډ اعلانوي. ــ د نیمروز په ګډون په هيڅ ولایت کې هم […]

دا چې د نیمروز او جوزجان ولایتونه د اسلامي امارت د مجاهدینو په کنترول کې راغلل؛ ځينو دولتي مامورینو او کارمندانو خصوصاً په نیمروز کې له کورنیو سره ایران او نورو خواو ته د تيښتې هڅه وکړه، اسلامي امارت يې په اړه لاندې ډاډ اعلانوي.
ــ د نیمروز په ګډون په هيڅ ولایت کې هم پخواني دولتي مامورین، د حکومت د بیلابیلو برخو کارکونکي حتی د نظامي برخې مؤظفین باید د اسلامي امارت له مجاهدینو څخه هيڅ ویره ونه لري او چیرې کډې بار نه کړي.
ــ د اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښوونه شوې چې د هر ولایت، ولسوالۍ او سیمې له کنترول څخه وروسته هلته اوسیدونکو ته عمومي عفوه ده، که چا تر اوسه پورې په مخالف صف کې وظیفه اجرا کړې، اوس دې ویره نه لري، مجاهدین په هيڅ کور او په هيڅ شخص او خپلوانو يې کار نه لري، بلکې خپل آرام ژوند دې کوي.
ــ پردیو هیوادونو ته تيښته، یا هسې له واهمې څخه کورونه پريښودل او د دښمنو کړیو د پروپاګند تر تأثیر لاندې راتلل؛ تاسو ته ستړې او ستونزې پيدا کوي، د اسلامي امارت مجاهدین له نژدې تجربه کړئ له هيچا سره یي غیر اسلامي او غیر انساني سلوک (لکه څرنګه چې دښمن پروپاګند کوي) نه کړی او نه ورته اجازه شته، هغوی ستاسو وروڼه دي او له درنښت څخه ډک برخورد به درسره کوي.
ــ که کوم عسکر، پولیس او نور نظامي کارمندان د ارشاد او دعوت له لارې د اسلامي امارت سره یوځای شوي وي او عفوه ورته شوې وي، که څوک د مجاهد په نوم هغوی ته هر ډول تکلیف پيښ کړي، دغه عسکر او پولیس کولای شي د سمع شکایاتو له لاندې واټساپ شمیرې سره اړیکه ونیسي، ډير ژر به رسیدګي ورته کیږي.
ــ په هيڅ ځای کې مجاهدینو ته د دې اجازه نشته چې د خلکو شخصي کورونه د مرکز، اطاق او یا بل عنوان لاندې استعمال کړي، د خلکو شخصي کورونه مصئون دي، که د کور خاوندانو هره دنده لرله بیا هم د هغو د کور، وسائطو او وسائلو استعمال او تر ولکې لاندې را وستلو اجازه يې هيڅ مجاهد ته نشته، که په دې اړه له هرچا زور زیاتی وشو، متضررین کولای شي د سمع شکایاتو د لاندې شمیرې له لارې خپل شکایت ثبت کړي.
ــ اسلامي امارت غواړي چې نه هیواد خراب شي، نه حکومتي اډانه وشیندل شي، نه د بیت المال او اشخاصو مالونه ضایع شي او نه هم څوک له ویرې نه له خپل اصلي کور څخه بې ځایه شي، نو بناء هيڅوک دې تشویش نه لري، ټول دې په آرام سره پخپلو خپلو ځایونو کې پاتې شي، د اسلامي امارت مجاهدین به يې له هرڅه څخه دفاع وکړي.
ان شاءالله تعالی

د سمع شکایاتو د تماس شمیره: (۰۰۹۳۷۹۴۷۱۷۹۴۶)

د افغانستان اسلامي امارت
۲۸/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۱۶/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/8/7م