په قطر کې له امریکایانوسره د مذاکراتو راپورونه هيڅ حقیقت نه لري

ځينو رسنیو په بې مسئولیتۍ  راپورونه خپاره کړل چې اسلامي امارت له امریکایانو سره په قطر کې نن خبرې پيلوي او په دې اړه قطر ته پلاوی استول شوی ده. موږ دغه ادعا په کلکه ردؤ، د قطر په دفتر کې له چا سره د دا ډول خبرو کوم پلان نشته او دا خبره هيڅ […]

ځينو رسنیو په بې مسئولیتۍ  راپورونه خپاره کړل چې اسلامي امارت له امریکایانو سره په قطر کې نن خبرې پيلوي او په دې اړه قطر ته پلاوی استول شوی ده.
موږ دغه ادعا په کلکه ردؤ، د قطر په دفتر کې له چا سره د دا ډول خبرو کوم پلان نشته او دا خبره هيڅ حقیقت نه لري.
د مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت په پالیسۍ کې کوم نوی بدلون نشته، اونه هم اسلامي امارت په دې اړه جدي شوی، تراوسه پورې افغانستان د اشغال په حالت کې ده، په زرګونو خارجي یرغلګر عسکر عملا په افغانستان کې ميشت او په عملیاتو کې دخيل دي، دکابل اداره له امریکایانو سره امنيتي قرارداد لري، په فسادکې غرقه ده، او د غير اسلامي اعمالو په ترویج کې هڅه کوي، د بهرنيو اشغالګرو په پاتي کيدو ټینګار لري.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۳۰/۴/۱۴۳۵هـ ق

۳۰/۱۱/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/2/19م