په افغانسان کې د ايساف د ناکام ماموریت د اختتام په اړه د اسلامی امارت غبرګون

 له نن څخه ۱۳ کاله وړاندې د ملګرو ملتو سازمان د امریکا په غوښتنه او یو لوریز ټينګار سره، د ۴۲ هيوادونو له نظاميانو څخه يو مشترک يرغلګر باند جوړ کړ او د ايساف یا سوله ساتو!! نوم يې پرې کيښود، بیايې د وژنو، ویرولو وحشت او بمبارولو لپاره افغانستان ته راواستاوو. په افغانستان کې هغه وحشتونه او مظالم […]

 له نن څخه ۱۳ کاله وړاندې د ملګرو ملتو سازمان د امریکا په غوښتنه او یو لوریز ټينګار سره، د ۴۲ هيوادونو له نظاميانو څخه يو مشترک يرغلګر باند جوړ کړ او د ايساف یا سوله ساتو!! نوم يې پرې کيښود، بیايې د وژنو، ویرولو وحشت او بمبارولو لپاره افغانستان ته راواستاوو.

په افغانستان کې هغه وحشتونه او مظالم له هيچا هم پټ نه دي چې د دغه ځواک تر سیورې لاندې او په تأسف سره چې د ملګرو ملتو د سوله ساتو تر عنوان لاندې ترسره شول.

په زرهاوو مظلوم افغانان، ښځې او ماشومان د دغو په اصطلاح سوله ساتو د ظلم او وحشتونو په اور کې وسوزيدل، کورونه وران شول، خلک بې کوره شول، هيواد د وینو سیلاب په سر واخیست او د ظلم لړۍ يې لا هم د بهرنيو يرغلګرو او کورنیو اجیرانو په وسیله جریان لري.
موږ د ايساف په نامه د جوړ شوي ځواک جوړیدل دیو ظالم ماموریت پيل بولو چې په يويشتمه پيړۍ کې يي د ملګرو ملتو له چتر نه په سوء استفاده د امریکايي موخو لپاره  خپله کرغیړنه دنده ترسره کړه.

نن په افغانستان کې آيساف له کومې ښکاره او ملموسې لاسته راوړنې څخه پرته، په ناکام او مايوسه حالت کې، د خپل فعالیت بیرغ کوزکړ او د (غوڅ ملاتړ) تر بې مفهومه عنوان لاندې نوی ماموریت يې پيل کړ، موږ دا اقدام د دوی د ماتې او مايوسۍ ښکاره بیلګه بولو، متکبر ځواکونه اګرکه په ښکاره سره په خپله ماتې د اعتراف کولو جرأت نه لري، خو نړيوال پوهيږي چې هغه ماموريت چې له وسلو، پيسو او د يويشتمې پيړۍ له ټولو مجهزو او نويو وسلو سره د افغان میړني ملت په ايل کیدو باندې ونه توانيد او اوس په ټيټ سر او لویدلي مورال سره په يولوريز ډول د جنګی ماموریت پای اعلانوي، په راتلونکي کې به هم په داسې حال کې چې ټول شته چانسونه يي له لاسه ورکړي، امریکا ستړې شوی، د غرب جنګي ماشين نور له کاره غورځيدلی او په نړۍ کې په ګڼو ځایونو کې مصروف کړل شوی ده، هيڅ کله به هم ونه توانیږي، چې له خپلو غلامانو څخه په ریښتیا هم (غوڅ ملاتړ)!!؟ وکړي. 
په اوسنۍ بې موازنې جنګ کې د امریکایانو ترڅنګ د اشغالګرو شریکانو او د آيساف اوناټو په ګډون نړیوالو متکبرو سازمانونو خورا ښکاره ماتې وخوړه، په لسهاوو زره عسکر يې مړه او ژوبل شول، په ميلیاردونو ډالر يي مصرف شوې، ملتونه يي وزبيښل شول، په خپلو هيوادونو کې له اقتصادي ناورين حتی رکود سره مخ شول، جنګي جنرالان يې پرلپسې ناکام شول، او په نړیواله سطحه يې ځواک او دبدبه له منځه لاړه.

د ماموریت بدلون او د عنوانونو  تغیر د ايساف، ناټو او امریکا لپاره نه کومه لاسته راوړنه ده او نه هم کوم بریالیتوب، دوی بې له دې چې په ستیجونو باندې تشې خبرې وکړي، لافي ووهي او دخپلو ملتونو دغولولو هڅې وکړي، بل څه نشي کولای.

په تشو لافو او بی معنا خبرو سره په دايمي ډول ملتونه نه تيروځي، شاید اوس د دوی خپل ملتونه هم په دې پوه شوي وي چې پر افغانستان يرغل او دلته خپل نظامي ماموريت پيل کول له ډبرو سره سر جنګول او په اوسني تاریخ کې تر ټولو لویه احمقانه پريکړه وه.

موږ باوري یو چې زموږ ملت به لاهم د جهاد سنګرونه پياوړي ساتي، د امریکا په لاس جوړشوي بې موراله ځواک به هم لکه دهغو د بادارانو په شان، پرلپسې ماتوي، د پاتو اشغالګرو ځواکونو په بې له قيده او شرطه شړلو سره به د خپل هیواد بشپړه آزادي ترلاسه کوي او دلته به ديوه سوچه اسلامي حاکیمت لپاره زمینه برابره وي.

د ايساف د ماموريت تغير او يا د ناټو د ماموریت عنوان بدلول موږ نشي غولولی، ترهغو چې يو بهرني عسکر هم په افغانستان کې په نظامي لباس کې وجود ولري میړنی ولس به مو جهاد او مبارزې ته ژمن وي، او د دښمن ټولې پاتې دسسي به هم، لکه د تيرو هغو په شان د ناکامۍ او يأس تر پولې رسوي. ان شاالله

د افغانستان اسلامي امارت

۶/۳/۱۴۳۶هـ ق

۷/۱۰/۱۳۹۳هـ ش ــ 2014/12/28م