فلسطین کې د روغتون بمباریدو په تړاو د ا. ا. ا بهرنیوچارو وزارت اعلامیه

‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونيستي ځواکونو له خوا په غزه کې د المعمداني شفاخانې بمبارول په تر ټولو کلکو ټکو غندي، او دغه کړنه يې د انسانیت په وړاندې ستر وحشت او جنايت بولي.‏د افغانستان اسلامي امارت د ټولي نړۍ په ولسونو او حکومتونو، د بشر د حقوقو په نامه […]

‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونيستي ځواکونو له خوا په غزه کې د المعمداني شفاخانې بمبارول په تر ټولو کلکو ټکو غندي، او دغه کړنه يې د انسانیت په وړاندې ستر وحشت او جنايت بولي.‏د افغانستان اسلامي امارت د ټولي نړۍ په ولسونو او حکومتونو، د بشر د حقوقو په نامه مدافعو سازمانونو، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو په سازمان غږ کوي چې هرڅه ژر د اسرائیلو د وحشتونو د تکرار مخه ونیسي او یوازې په غندنو بسنه ونه کړي. او په دې ټینګار کوي که چېرې د دې وحشت او بربریت.‏مخه په عاجله توګه ونه نیول شي نو کیدای شي د سیمې وضعیت لا ترینګلی شي او داسې عکس العملونو ته به لاره پرانیزي چې له کنټرول څخه وتلي او د ټولې سیمې او نړۍ په زیان به تمامه شي.
د اسرایلو له وحشت څخه د ځینو هیوادو ښکاره ملاتړ او د ځینو خاموشي د دې زمینه مساعده کړې.‏چې صهیونستي رژیم خپلو مظالمو او وحشت ته دوام ورکړي.
موږ د فلسطينيانو او هغو هيوادونو او نهادونو سره همغږي يو چې د روانې نسل وژنې عاجله مخنيوی او د جنايتکارانو محکمې ته د کشولو غوښتنه کوي.