غربي هیوادونو ته د تلونکو افغانانو په اړه والیانوته د امیرالمؤمنین حفظه الله هدایات

قال الله تبارک وتعالی: یا ایها الذین آمنوا لا تتخذوا عدوی و عدوکم اولیاء (الایة) و قال النبي صلی الله علیه وسلم: أنا بريءٌ من کل مسلم یقیم بین أظهر المشرکین ( الحدیث). هغه افغانان چې د سیاسي یا اقتصادي ستونزو په پلمه د هېواد پريښودلو ته زړه ښه کوي او ځينې بیا له کم […]

قال الله تبارک وتعالی: یا ایها الذین آمنوا لا تتخذوا عدوی و عدوکم اولیاء (الایة) و قال النبي صلی الله علیه وسلم: أنا بريءٌ من کل مسلم یقیم بین أظهر المشرکین ( الحدیث).

هغه افغانان چې د سیاسي یا اقتصادي ستونزو په پلمه د هېواد پريښودلو ته زړه ښه کوي او ځينې بیا له کم عمره ماشومانو او میرمنو سره غربي هېوادونوته د تللو تکل لري، چې بیا د مختلفو دلائلو له امله له ځنیو امنیتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخ کیږي، لکه:

ــ د لارې په اوږدو او کمپونو کې له ناوړه حالاتو سره مخ کیدل چې د خپلوانو او عامو افغانانو د خفګان سبب ګرځي.

ــ د ځینو مغرضو برنامو له مخې عقائد، اخلاق او معنوي ارزښتونه له خطر سره مخ کیږي.

ــ د اوسیدو د جواز په خاطر د اسلام او اسلامي نظام خلاف تهمت او جعلي اسنادو برابرولوته اړ کیږي.

ــ په عوض د دې چې د ځینو اشخاصو مسلکي وړتیا د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کې صرف شي، هلته په عادي او حتی په ځینو حقیرو چارو سرته رسولو کې صرف کیږي.

‍‍له دې امله دې والي صاحبان د اړوندو مسئولینو او علماء کرامو په همکارۍ له هغوی سره مخامخ وویني، د هغوی ستونزې دې واوري او د ممکنه حل لارو پیدا کولو په هکله دې ورسره مرسته وکړي.

همدا راز دې د امنیتي تدابیرو د لازیاتوالي هڅه جاري وساتي، چې چاته د ویرې خپرولو فرصت میسر نه وي او په ځانګړې توګه څوک د تجارانو، کسبه کارو او متخصصینو د خدمتونو او فعالیتونو په وړاندې خنډ ایجاد نه شي کړای.  والسلام

د اسلامي امارت مشرتابه

۳/۵/۱۴۴۳هـ ق

۱۶/۸/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/12/7م