د یوناما لخوا د ملکي تلفاتو د راپور په اړه د اسلامي د ویاند څرګندونې

یوناما یوځل بیا هم د ملکي تلفاتو راپور خپور کړ چې په کې سږکال د ملکي تلفاتو کچه د تیرکال په پرتله ۲۲ سلنه زیاته ښودل شوې او په تأسف سره چې بیاهم راپور سیاسي شوی او د ۷۰ سلنې پړه يې پرمجاهدینو اچولې ده. موږ د دې ترڅنګ چې د مجاهدینو په اړه د […]

یوناما یوځل بیا هم د ملکي تلفاتو راپور خپور کړ چې په کې سږکال د ملکي تلفاتو کچه د تیرکال په پرتله ۲۲ سلنه زیاته ښودل شوې او په تأسف سره چې بیاهم راپور سیاسي شوی او د ۷۰ سلنې پړه يې پرمجاهدینو اچولې ده.

موږ د دې ترڅنګ چې د مجاهدینو په اړه د یوناما د راپور قضاوت  ناسم بولو او ردوويې، وضاحت ورکوو چې دملګروملتو په ګډون ټولې هغه ادارې چې غواړي په بېطرفۍ سره مسائل وڅيړي او د بشري ناورین مخه ونیسي، باید له هرڅه وړاندې خپلې دغه ډول محاسبې  له سیاسي تأثراتو څخه بهر واقعاهم د بشري خواخوږۍ په اصولو بناء ترسره کړي.

په افغانانو د نن ورځې تپل شوې جګړه د افغانانو د شوق او پراختیا غوښتنې جګړه نه ده، بلکې د خپل ژوند، دين، هیواد او ارزښتونو د ژغورلو مشروع هڅه اودفاعي جګړه ده چې د یوه مکلفیت له مخې ترسره کیږي، افغانان اړ دي که په هر قيمت ورته تماميږي، دخپل هیواد دآزادۍ، خپلواکۍ او له بهرني اشغال څخه د هیواد د رايستلو اواسلامي نظام لپاره هلې ځلې وکړي.

د یوناما لخوا د ملکي تلفاتو په راپورونو کې تل هڅه کيږي چې د ملکي تلفاتو له موضوع څخه د سیاسي فشارونو، بدنامه کولو او حتی د تبلیغاتو د سناریو د برابرولو په توګه استفاده وشي.

که ملګري ملتونه واقعا وغواړي دملکي تلفاتو مخه ونیول شي، نو د کابل ادارې په چوکاټ کې  په زرهاوواربکیان اونور نظامي قطعات د خلکو د پراخه وژنو، ځورونو، کورونو لوټلو او بې عزته کولو په کار همدا اوس، اوس لګیادي، که واقعا د هغو د جرمنو دقیقا او له کوم پلوي پرته څیړنه وشي، په نړیواله کچه به د جنایاتو یو ریکارډ جوړ کړي، خو متأسفانه چې دیوناما په راپور کې د همدې جنایات کارانو په برخه د کمو تلفاتو شمیره رسیږي او بالمقابل د مجاهدینو په اړه چې دملکي تلفاتو په مخنیوي کې يي تر وروستۍ حده خپل توان کارولی دهغو سلنه په حيرانونکی توګه لوړه ښودل کيږي، چې دغه بې انصافۍ  پخپله د راپور شاته نور اهداف ښيي.

کله چې په کومه سیمه کې دکابل ادارې په عسکرو اوپولیسو برید وشي، یا ماین پسې انفجار شي او تلفات وويني، نو سم لاسي په نیږدې کورونو، او ګرځيدونکو انسانانو بې له کوم توپير او تحقيق څخه ناتار ډزې پيل کيږي، کورونه په هوانونو ويشتل کيږي،  بسته کلي محاصره کیږي او کور په کور خلک پلټل کیږي چې درانه ملکي تلفات او خسارات اوړي، په داسي را پورونو نه  تنها  دهغوی د جنایت لاس نه نیول کيږي، بلکې لا جرئت ورکول کيږي، تر څو د بې دفاع افغانانو په وړاندې خپل وحشت ته دوام ورکړي.

همدا راز د امریکایانو لخوا لاهم د هیواد په بیلابیلو برخوکې شپني وحشي عملیات او چاپې  ترسره کيږي، کلو او بانډو باندي ډرون بریدونه کیږي، دخلکو دکورونو د حریم سپکاوی کیږي، په ورځني شکل بې ګناه انسانان ځورول کیږي، ربړول کیږي، زندانونو ته غورځول کيږي، دیوناما په راپور کې ایله هغوته ۲٪ برخه رسیدلي؟!!

موږ غواړو چې د ملکی تلفاتو په اړه  بايد سم قضاوت وشي، په پټو سترګو او د دښمن د سرچينو د راپورونو په حواله باید راپور تیار نشي، د یوناما کارمندان باید زحمت وباسي مخامخ کلیو او اطرافوته لاړ شي چې د جګړې اصلي صحنه ده، هلته دخلکو حال واخلي، هلته د خلکو مرګ ژوبله دقيقا معلومه کړي او د جنایاتو د ترسره کیدو او دامریکاتر رهبري لاندي  ټوپکمارو په وحشت ځانونه خبر کړي.

دمجاهدینو لخوا چې کوم انفجارات منځ ته راځي هغه ټول د کنترولیدونکو مایونونو په وسیله دي چې طبعا اهداف يي نظامي خلک او د دښمن اړوند کسان دي، فدايي بریدونه په نظامي برخو کې ترسره کیږي، چې تر ډيره ملکي تلفات نه لري، په جګړو کې هم  هڅه کيږي صرف دښمن په خورا غور سره په نښه شي، هرې خوا ناتار ډزې نه کيږي او نه هم خدای مکړه د مجاهدینو لخوا دخلکو په کورونو تجاوز کيږي چې چاته د سراومال کوم زیان واړوي.

موږ په داسې حال کې چې له خپله لوري د ملکي تلفاتو دمخنيوي په کار کې د لاهڅو ژمنه کوو، له ټولو بې طرفه ارګانونو څخه غواړو چې د خپلو راپورونو په ترتیب کې له انصاف اوسالم قضاوت څخه کار واخلي، ارقام دقيق کړي، په افغانستان کې دجګړې اصلي عاملين او د جنایاتو د ترسره کیدو شوقیان وپيژني، جنګسالاران او ټوپکمار چې خلک يې تر پوزې راوستي تشخيص او بیا خپل راپورونه خپاره کړي، ترڅو د تبلیغاتو پرځای واقعا ستونزې حل شي او د ملکي او بې دفاع افغانانو ژوند وژغورل شي.

قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۳۰/۴/۱۴۳۵هـ ق

۳۰/۱۱/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/2/19م