د کابل ادارې په زندانونو کې د بندیانو د ځورولو په اړه د اسلامی امارت د ویاند څرګندونې

د کابل د نوې ادارې  په راتلو سره د هيواد په ټولو زندانونو کي له بنديانو سره ظالمانه چلند خپل اوج ته رسېدلی. د بندیانو سره د ناوړه چلند پيښي د بل هر وخت په پرتله زياتي شوي او داسي ښکاري چي بنديان د يوه طرحه شوي پلان له مخي کړول کېږي . د روان […]

د کابل د نوې ادارې  په راتلو سره د هيواد په ټولو زندانونو کي له بنديانو سره ظالمانه چلند خپل اوج ته رسېدلی.

د بندیانو سره د ناوړه چلند پيښي د بل هر وخت په پرتله زياتي شوي او داسي ښکاري چي بنديان د يوه طرحه شوي پلان له مخي کړول کېږي .

د روان کال د فبروري په لومړيو کي له پلچرخي زندانه بګرام زندان ته دبنديانو د انتقال پروسې پیلول هغه ظالمانه کړنه وه چي د بنديانو په تکلیف کي اچولو سربېره يې ګڼي بېوزله کورنۍ له خپلو بنديانو سره له ملاقات څخه محرومي کړې ، په دغو بنديانو کي ځيني داسي کسان هم وه چي د بند قانونی موده يې بشپړه کړې وه ،    له دې وروسته په همدې مياشت کي د کابل رژيم د وحشي چارواکو لخوا د کندهارښار له څو مدارسو د ۸۰ تنو طالب العلمانو په شاوخوا کي اختطاف او بيا په مرموز ډول د هغوي له جملې يوشمېر په شهادت رسول هغه پېښه وه چي مظلومي کورنۍ يې د وير پر ټغر کښېنولې ، ددغو مظلومو شهیدانو له جملې د ۷ تنو جسدونه پداسي حال کي وموندل شول چي له ځينو سترګي ايستل شوي ، ځيني په چړو وهل شوي او ځيني نور يې د بېلابېلو شکنجو په ترڅ کي په شهادت رسولي وو .

له بنديانو سره د وحشي چلند په لړ کي پرون او نن يو ځل بيا دداسي پېښو شاهدان وو چي په ترڅ کي يې ګڼو بنديانو ته مرګ ژوبله واوښته ، داسي ښکاري چي د رژيم لخوا خپلو عسکرو ته د بنديانو د نورو شکنجو تر څنګ د هغوي د روحي ځوروني او احساساتو ژوبلولو پروګرام هم ورکړل شوی وي ، په نیمروز محبس کي د تېري ورځي پېښه د همدغه پروګرام يوه برخه کېدای شي ، ځکه د عسکرو لخوا د قرانکريم بي حرمتي ددې لامل شوه چي بنديان دخپلو ديني ارزښتونو په دفاع کي له هغوی سره نښته وکړي او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوړي.

د شبرغان محبس نننۍ پېښه هم له بنديانو د کابل رژيم د کرغېړن چلندشاهدي ورکوي او دا را ښيي چي بنديان له زغمه وتلی حالت سره مخ دي ، کله چي  تش لاسي بنديان له مسلحو عسکرو سره شخړو او بيا جګړې ته زړه ښه کوي دا خپله  د يوه داسي حالت بیان کوي چي بنديان  دغه کار ته انتهايي مجبور او د هر خطر په منلو سره دغه ډول اقدام ته اړ ايستل شويدي .

سره له دې چي د هيواد په زندانونو کي د بنديانود اندېښمن حالت په اړه د ګڼو اعلاميو له لاري د بشري حقوقو د مدافعینو ، د نړيوالو بې پرې ادارو او سور صليب څخه غوښتل شوي، تر څو پدې اړه خپل مسئوليت اداء کړي او ددغو مظلومو خلکو د قانوني حقوقو د ساتني په برخه کي ظالم چارواکي خپلو کړنو ته متوجه کړي؛ خو په تأسف سره چي تر  اوسه پدې اړه کوم مثبت ګام نه دی اخيستل شوی .

د افغانستان اسلامي امارت يوځل بيا پر هغو نړيوالو ادارو او سازمانونو چي ځان بې پرې ، ازاد او دبشري حقوقو مدافعين بولي ؛ ږغ کوي چي له مظلومو بنديانو سره د کابل رژيم د روان ناوړه چلند په اړه خپل مسئوليت اداء کړي او خپل وظيفوي حیثیت ، بې پرېتوب او د بشري رسالت ادعا ثابته کړي .

د اسلامي امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد

۱۷/۵/۱۴۳۶هـ ق

۱۷/۱۲/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/3/8م