د ښوونځیو د بېرته پرانېستلو په اړه د تعلیم او تربیې کمېسیون اعلامیه!

څرنګه چې په هېواد کې د عصري تعلیماتو (ښوونځیو) د زده کړو بهیر له څه وخت را په دیخوا د کرونا ناروغۍ په سبب ځنډول شوي وو او وروسته د هېواد د ولایتي مرکزونو او کابل د فتحي لړۍ شروع شوه چې د ښوونځیو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخ شو؛ نو د تعلیم […]

څرنګه چې په هېواد کې د عصري تعلیماتو (ښوونځیو) د زده کړو بهیر له څه وخت را په دیخوا د کرونا ناروغۍ په سبب ځنډول شوي وو او وروسته د هېواد د ولایتي مرکزونو او کابل د فتحي لړۍ شروع شوه چې د ښوونځیو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخ شو؛ نو د تعلیم او تربیې کمېسیون اعلانوي چې!

۱ــ د سړو سیمو ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو لومړنۍ دوره (له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې) د محرم الحرام د میاشتې له (۱۹) نېټې چې د وږي میاشتې له (۶) نېټې سره سمون خوري خپل تعلیمي بهیر پیل کړي.

۲ــ نو ټولو اړوندو اداراتو ته هدایت ورکول کیږي ترڅو په دې اړه لازم اجراءات ترسره کړي.

۳ــ د ښوونځیو د متوسطه او ثانوي دورو د ښوونیز بهیر د پیل په اړه هم ترتیب روان دی او ډیر ژر به په دې اړه هم تصمیم ونیول شي.

۴ــ څلور میاشتنۍ ازموینې چې نیمګړي پاته دي د هغو لپاره دی هم اړوند ادارې تصمیم ونیسي.

والسلام

د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون

۲۰۲۱/۸/۲۴