د پاکستان دپیښور ښار په یوه ښوونځي کې د رامنځ ته شوې پيښې په اړه د اسلامي امارت دویاندڅرګندونې

نن سهار شاوخوا لس بجې دپاکستان دخیبر پښتونخوا ایالت  دپیښور ښار په یوه ښونځي برید شوی، د وروستیو ترلاسه شویو معلوماتو په اساس په پيښه کې تر دې مهاله د۲۰۰تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی چې ويل کيږی، ډيرې يي ماشومان دي. د افغانستان اسلامي امارت په یاده پیښه خپله خواشيني څرګندوي او په […]

نن سهار شاوخوا لس بجې دپاکستان دخیبر پښتونخوا ایالت  دپیښور ښار په یوه ښونځي برید شوی، د وروستیو ترلاسه شویو معلوماتو په اساس په پيښه کې تر دې مهاله د۲۰۰تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی چې ويل کيږی، ډيرې يي ماشومان دي.

د افغانستان اسلامي امارت په یاده پیښه خپله خواشيني څرګندوي او په پيښه کې د وژل شویو  ماشومانوله کورنیو سره خپله غمشریکي  ښيي.

دبې ګناه خلګو ، ښځو او ماشومانو قصدي وژل  د اسلامي  اصولو خلاف دی،اودا اصل باید هر مسلمان تنظیم او حکومت په نظر کې ولري .

دا فغانستان اسلامي امارت همیشه په خپل وخت دبي ګناه خلګو او ماشومانو وژنه محکومه کړې، څه موده  وړاندي هم دپکتیکا ولايت په یحی خیلو ولسوالي کې دلوبي په یوه میدان او په ننګرهارولایت کې يي په یوه مسجدکې د چاودنو په اړه د خواشينۍ پيغام صادر کړی وو او هغه کارونه يي د اسلامي معیارونو خلاف بللي وو.

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویاند

۲۴/۲/۱۴۳۶هـ ق

۲۵/۹/۱۳۹۳هـ ش ــ 2014/12/16م